د سخن له مجلې څخه د ډاکتر فریدون وهمن لیکنه
ژباړه اسدالله بلهار جلالزی
هرکله چې د نړۍ د بیلابیلو سیمو د فلکلوریکو سرچینو په څیړنې تم کیږو په ځینو موردونو لکه حماسي نقلونو، کیسو، سندرو او… سره ورته والی لیدل کیږي. دا چې ولی داسې دی. دا موضوع بیا بیلې څیړنې ته اړتیا لري. چې اوس ترې تیریږو. خو دمګړۍ د نړۍ په نورو سیمو کې د رستم اوسهراب کیسې ته ورته کیسو ته تم کیږو. هغه مهال چې رستم د ښکار په نیت را ووت او د توران په سیمه کې يي ښکار کاوه. وروسته له هغه چي د ښکار کباب شوې غوښه يې وخوړه، خپل تور او بور رنگه اس(رخش) يي د څریدو له پاره په شنه ورشو کې خوشی کړ. او دی ویده شو، څو تنه ترکيي سپاره چې د ښکار له دې سیمې څخه تیریدل، د رستم په آس يي سترګې ولګیدې، ويي وغوښتل هغه له ځانه سره بوزې، آس درۍ تنه په لغتو مړه کړل، خو په پای کې نورو ونیو او له خانه سره يې ښار ته بووت. کله چې رستم له خوبه را ویښ شو آس يي ونه موند. په خپه زړه د خپل اس د پلونو په لور ور روان شو. د آس پل يي پسي واخیست ترڅو د سمنګان ښار ته ورسیده. د سمنګانو ښار ته د رستم د ورسیدو خبر، د سمنګان پاچا او نورو لویانو ته ورسول شو. هغوئ د رستم د هرکلي له پاره يي مخي ته را ووتل. خو رستم هغوۍ وګواښل او ورته يي وویل: که يي آس ونه موندل شي. نوبیا به له لویانوڅخه سرونه غوڅوم. د سمنګان پاچا ورته وویل:
ته زما میلمه شه، غوسه مه کوه.
هرڅه تر سره شي اندیښنه مه کوه
دا شپه په خوشحالي تیروو پرته له اندیښنو
ته زموږ میلمه يي د تا پلونه په لیمو
ستا د آس لټون به وکړو او رابه وستل شي.
تاته ای د هنراو کمال سړیه!
آس راولم که وي هر ځيه( ځایه)
د پاچا له خبرو وروسته، په دې توګه رستم د هغه بلنه مني او د سمنګان له پاچا سره د هغه ماڼۍ ته روانیږي. په ماڼۍ د لښکر له مشرانو سره په می څیښلو او عیش او نوش بوخت شو، ترڅو چې د خوب وخت را ورسیده او د خوبخونې ته لاړ. څه وخت لا نه و تیر شوی چې د خوبخونې ور په کراره خلاص شو، یو څوک ده چې په لاس کې يي تر مخ شمعه او وروسته ورپسي سپوږمۍ مخې او ښکلي را روانه ده. دومره ښکلي تا به ویل چې ښکلا یي په دې خاورینه نړۍ پورې تړاو نه لري. رستم يي ښکلا ته اک پک پاته شو. له نجلۍ يي د نوم او په دی نیمه شپه کې يي د راتګ نیت وپوښته؟ هغې ورته وویل: نوم مې تهمینه ده او د سمنګاني پاچا لور یمه، چې په ښکلا کې هم په ټوله نړۍ کې کمسارې یمه، زه هیڅکله هم چا له پردې د باندې نه یمه لیدلې. ستا د پهلواني کیسې مې ډیرې اوریدلې چې له حیرانتیا به مې شونډې په غاښونه چیچلي. ما تل ستا د لیدو هیله لرله، دادی نن شپه خدای دلته راوستي.
زه اوس ستا یم که مې غواړې
نه به ویني موږ کبان د سیند غاړې
یو دا چې زه په تا یمه مینه
عقل تللی ګوره نه یم عقلمنه
او بل دا که خدای له تا نه ماته راکړ
یو ماشوم چې تل مې ناست وي په لمنه
چې وي ستا غوندې میړه او زوړ ور
چې زحل غوندې وي لوړ او بختور
له دی خبرو وروسته رستم هم د سمنګان پاچا ته یو روحاني د تهمینې د غوښتلو په نمت ور واستاوه. د سمنګان پاچا ورته هماغسې د خپل آئین له دود سره سم پهلوان ته لور ورکړه. او خوښي یې جوړه کړه. سهار چې د دوۍ له یو او بله جلا کیدل په همدې شیبه کې رستم ورته یوه ګرانبیه مرۍ چې په خپل مټ يې تړلې وه تهمینې ته ورکړه. هغې ته يې وویل: که خدای تاته لور درکړه نو په کوڅیو پورې به یي ور وګنډې.
او که بخت درته ډالۍ کړ کوم پسر
د پلار نښه يي پرمټ وتړه ژر
بیا یې تهمینه په غیږه کې ونیوه، په څو څو واره یې سر او سترګې ور ښکل کړې، له خدای پامانۍ وروسته چې د تهمینې له پاره له خپګان او ویر سره مل شیبه وه. په خپل آس(رخش) باندې سپور شو لکه باد د سیستان او زابلستان په لور روان شو. خو دا کیسه يي چاته یاده هم نکړه.
له نهو میاشتو وروسته خدای تهمینې ته ښایسته زوی ورکړ. چې له هماغه ماشومتوبه یې لکه د رستم په څیرلوی تن درلود. په همدې ماشوم يي سهراب نوم کیښود. سهراب په یوه میاشتنۍ کې لکه یو کلن داسې بریښیده. په درۍ کلنۍ کې به يي له لویانو سره جګړه کوله. په لس کلنۍ يي څوک د مخي نه وو. یوه ورځ سهراب په شوخۍ د خپلې مور خواته ورمنډه کړه او له هغې يي د خپل نسب او اصل په اړه وپوښتل: «که چا را نه د پلار په اړه وپوښتل ورته څه ووایم؟» موريي ده ته د رستم نښه ورکړه او ورته يي وویل: خوشحاله اوسه ته د رستم پهلوان زوی يي او د هغه نښانې لري. وروسته يي د رستم لیک چې د یاقوتو له دریو ځلیدونکوغیمو او د زرو له دریو امیانیو سره يي د سهراب له پاره را استولې هغه ته وروښودې او زړه يي ور خوشحاله کړ. خو سهراب ته يي وویل: «دا راز درسره پټ وساته ځکه چې افراسیاب د رستم او ایرانیانو غلیم دي. که له دغه رازه خبر شي نو ښايي تابه ووژني. او که دي پلار رستم له تا یعني له خپل زویه خبر شي چې ته څنګه تر ټولو سرلوړی شوی يي، تابه ور وغواړی، خو بیا به زما زړه ستا په لیروالي کې خوړین شي.» سهراب وویل: « اوس به زه د ترکانو له منځه سپاهیان را ټول کړم لومړی به له ایرانیانو او بیا به له تورانیانو سره جګړې وکړم.
وبه نیسمه سر د پلاز له افراسیابه
نیزه کیږدمه په سر د ځلنده افتابه
او بیا تا به ملکه د ایران کړو
په جګړه کې به کار لکه زمریان کړو
چې رستم زما پدر وی او زه زوی
په نړۍ کې به بل نه وي تر موږه لوی
له دې وروسته سهراب خپلې لښکرې تیارې کړې اود ایران ټاټوبي ته ننوت. کله چې افراسیاب د ده له دغه نیته خبر شو نو د لښکرو دوه نوموتي قوماندانان« بارمان» او «هومان» يي غوره کړل چې له سهراب سره به وي. هغوئ ته يې وویل: هڅه وکړئ چې سهراب هیڅکله هم رستم ونه پیژني. زوی یې باید په دي ونه پوهیږي چۍ رستم يي پلار دی.« که دوئ په جګړه سره مخامخ شول او رستم د سهراب له لاسه ووژل شو بیا کولای شو. چې ایران ترلاسه کړو. له هغه وروسته به بیا د سهراب چاره هم وکړو. او که او که سهراب د رستم په لاس له پښو ولویږي. نو بیا به د نوموتي پهلوان زړه مات شی.» بارمان او هومان له لویو لښکرونو او ډیرو ډالیو سره د سهراب په لوري روان شول. د غَښتلي جنګیالی تر مشري لاندې د لښکر د راسیدو خبر تر ایرانه ورسیده. کاوسشاه له لوی لښکر، قوماندانو او رستم سره د ترکانو جګړې ته ور وخوځیده. په دغه وخت کې د سهراب د پهلواني اوازې هر لوري ته خورې شوي وی. رستم د شپې له کاوس شاه څخه اجازه واخیسته چې په پټه د ترکانو په جامه کې د دښمن تر کلا پورې ځان ور رسوي. ترڅو دا نوی جهان پهلوان او د دښمن نور لویان او سالاران له نژدې ووینی.
د سهراب مور تهمینه خپل ورور(ژنده رزم) هم په دغه سفرکې له خپل زوی سره استولی و. څو يي پلار رستم هغه ته ور وښيي. په هغې شپه په تیاره کې د ژنده رزم سترګې په یو چا ولګیدې چې د دوئ د پوځ د اوسیدوځای ته راغلی و. خو مخکې تر دې چې هغه يي وپیژنې، رستم په څټ کې وواهه او مړ شو.
د جګړې سهار
سهراب د جنګ له پاره تیاری نیولی، زغره يي واغوسته، په بیړه یوه لوړ ځای ته چیرې چې د ایران لښکرې ور ښکاریدې وخوت. ده له ایراني پله ساتي اسیر «هجیر» څخه د ایران د لویانو او جنګیالیو په اړه معلومات وغوښتل. هجیر ورته په لښکر کې د هر یوه قوماندان او پهلوان نوم یاداوه او ورته ورښودل يي. خو له دې ویرې چې هسې نه چې سهراب د ایران لوی پهلوان رستم له پښو را وغورځوي… نو يي د هغه نوم ورته یاد نه کړ او پټ يي وساته، د سهراب په ځواب کې يي چې رستم يي له لیرې ورته وښود وویل: دا یوه چینایي پهلوان دی.
په دی خبرو د سهراب زړه شو پریشان
ومې نه موند د رستم نښه نښان
بیا يي وپوښت هماغه شانې هجیر
که په خبره شی لرې له زړه ویر
بیا يي ورته وويل: دا سې نه دی دا عدالت هم نه دی، د رستم یادونه دي ونکړه،
هغه خو جهان پهلوان دی. هغه د عسکرو په منځ کې ولي پټ او نهان دی.
تا به وېل: هغه په لښکر کې ډیر لوی دی.
د هرې پلې او هیواد ساتندوی دی.
که ماته را وښيي هماغه پهلوان
تا به سرلوړی کړمه زه په جهان
هجیر بیا له دې ویرې چې سهراب به لښکر وهڅوي او رستم به ووژني نو د رستم نوم يي ورته یاد نکړ. او سهراب ته يي وویل:-
ته څومره خپه اوپریشان يي
زما سره د رستم په اړه په بیان یي
ولي دي په زړه کې دومره کین کرلی دی. او له ما داسې بي ځایه غوښتنه کوي. د هغه په اړه خبر نه یمه، که مې په همدې پلمه غواړي سر ووهي.
سهراب پرته له دې چې د خپل پلار نښه نښانه ومومي د جګړې میدان ته ور ننوت. او کاوس شاه هم د ده مقابلې ته رستم را واستاوه. دواړه پهلوانان سره مخامخ شول. رستم په لومړۍ ځل لیدو کې پهلوان سرلوړی کړ او ورته يي وویل:
په نرمه نرمه میړه په نرمه
ځمکه ده وچه سړه، هوا ده ګرمه
ماته وګوره چې کله ما وویني په جنګه
که ژوندی وي ویره مه کړه له نهنګه
زه لیدلی یم په جنګ کې سیندونو اوغرونو
د تورانو نومیالو اوتورزنو
په دغه وخت کې د رستم په خبرو باندې د سهراب زړه نرم او په لړزه شو. رستم ته يي وویل: زه درڅخه پوښتنه کوم هیله من یم په رښتیا راته ځواب راکړي.
ماته دي رایاد کړه خپل نژاد او توکم
په خپلو خبرو دي زما غم کړ را کم
زما په ګومان چې ته به هماغه رستم یی
او په وینه له ذاته د نوموتی نیرم يي؟
خو له دي خبرو سره هم رستم ورته وویل زه رستم او د سام نریمان له وینې نه یمه یو عادی سړی چې له تخت او لښکرو سره مې کار نشته.
له دئ خبرو سره، سهراب نهیلی شو. رڼا ورځ پرې تورتم شوه. دواړه اتلان سره کیوتل. جګړه پیل شوه. کله په نیزو او کله هم په تورو، کله هم په ګرزونو، دوۍ حماسي جوړې کړي. د یو او بل د وژلو هڅه يي کوله او داسې جګړه يي وکړه چې نړۍ ورته حیرانه پاته وه.
د دوئ دواړو په زړونو کې مینه را ونه ټوکیدله، عقل هم له دوۍ تښتیدلی و، په دغه سخت او ویرژن حالت کې چې پلار او زوی په نا پیژاندي حالت کې په یو او بل وارونه کول، د ورځي تر وروستیو شیبو ماښامه پورې سره وجنګیدل. کله چې د ماښام تیاره را خوره شوه نو جګړه يي سبا ته وځنډوله.
بل سهار
سهراب له هومان سره د هغه پهلوان په اړه چې پرون ورسره په جګړه کې و. وغږیده. د خپل ځان او د هغه د اوږو او دبدن د نورو غړو د ورته والی په اړه يي ورته وویل:
تر ما لوړ نه دی تر ما کم نه دی.
په جګړه کې يي په زړه کې غم نه دی
په اوږو، او غاړه کې لکه ما
که رانه تاوو کړي پړی تر ملا
له پښو اورکابه يي زما مینه
ولټیده، زه وشرمیدمه،
په کې موم د مور نښې نښانې
چې يي کړي وي ماته بیانې
زه ګومان کوم هغه رستم دی
جنګ وړی په نړۍ کې چا ترې کم دی
زه باید له خپل جنګیالی پلار سره مخامخ شمه او یاهڅه وکړمه چې هغه مات کړمه، دا خو ناشوني ده.هومان ورته وايي: ما رستم په وار وار د جګړې په ډګر کې لیدلی دی. زه درته ډاډ درکوم دا رستم پهلوان نه دی. کله چې بیا د جګړې ډګر ته را ورسیدل سهراب په موسکینو شوندو رستم ته وړاندیز وکړ چې له جګړې لاس پریمنیځي یا لاس په سر شي، هغه ته وايي له دغه جنګه ما ته ترې نوی غم را څرګندیږي. رستم يي خبره نه مني. بیا دوئ دواړه سره غیږه په غیږه کیږی. په پای کې سهراب لکه د زمري په څیر چې ښکار په ځمکه را وولي، په رستم باندې بریالی شو. غوښتل يي چې سريي ورنه په توره غوڅ کړي. خو رستم ورته وویل: زموږ دود داسې دی چې پهلوان په لومړی ځل را پریوتو کې نه وژنو. په دغه تدبیر سره يي ځان وژغوره. جګړه هم سبا ته وځنډیده. رستم له هماغه ځایه چینې ته لاړ، سر، مخ او لاسونه يي ووینځل، له پروردګاره يې په زاریو غوښتنه وکړه چې لومړنی زور او قوت يي ورته بیا ورکړي. ځکه رستم په پیل کې داسې زور او قوت درلود چې که به تیږه هم په سر را پریوته نو ده يي باک نه درلود. له هغې ورځی وروسته رنځور او خپه و. دی د الله دربار ته په زاریو و. ورته ژړلي يي هم و. چې پخوانی زور يي بیرته ورته ورکول شي. هغه اوس له سهراب سره په مقابله کې ځان بی سیکه او بي وسه لیده. الله ته يي وژړل او ويي ویل: ای زما پروردګاره زما ربه
ځما تللی زور مې راکړه یم يي په طلبه
هماغه زورمې غواړم چې په پیل کې د کاره
راکړی دي و ماته ای زما پرودګاره
په دي توګه رستم خپل لومړنی زور بیا وموند. او په وروستۍ جګړه کې يي د زړور سهراب ملا ځمکې ته کړه. او لکه د زمري په څیر يي هغه په ځمکه وویشته. او په خنجر يي ګیډه ورڅیرې کړه. سهراب چې لا هم نه پوهیده چې د چا په لاس له پښو لویدلی دی، رستم ته وویل:
دریغه دریغه چې پوره مې نه شوارمان
ما ونه لیده په سترګو خپل پلار جان
اوس که ته شي د اوبو منځ کې ماهي
او یا هم لکه په شپه کې سیاهی
یا هم ته شي په اسمان لکه دا ستوری
محبت ورک کړي او کرکه شی هر لوری
زما پلار به له تا واخلي زما غچ
که يي ولید زما سرته کاڼی وچ
بیا يي ورته وویل یوڅوک به رستم دا حال ووايي، چې سهراب يي وژلی او خوار پروت دی. زما پلار درنه زما انتقام او غج اخیستونکی دی. کله چې رستم دا خبرې واوریدې نو ورته ځیر شو. له حاله ووت او بیسده شو. وروسته له هغه چې په هوښ راغی. نو يي خپل زوی ته خپل نوم ووایه، او په زاریو شو. سهراب ورته وايی:
ما امید او هیله لرله چې درسره اووسم، زه څه پوهیدمه ای نومیالیه پهلوانه، چې زما ساه ته به ستا په لاس د پای ټکی ایښودل کیږی. مور راته ستا نښانې راکړې او ویلې وي، پلار مې ولید خو سترګو مې باور نه کاوه. بس نو همداسې لیکل شوي و. چې زوی به د پلار په لاس وژل کیږي.
بریښنا وم راغلم لکه د باد لاړم
په جنتونو کې تا پلاره ښاد غواړم
*****
اوس هم د څو نورو ورته کیسو پیښې کاږو:
کوچولائین او کنلائوخ[1]
دا یوه پخوانۍ ایرلنډي کېسه ده. چې د لومړي ځل له پاره په اتمه میلادي پیړۍ کې لیکله شوي ده.
کوچولائین یو زړور پهلوان و. چې له خپل ټاټوبي لیري يي له یو زړورې ښځې سره غیږه ونیوه. هغه يي په ځمکه وویشته او په دې شرط يي ونه وژله چې ښځه به د ده درۍ غوښتنې مني.
لومړی دا چې په هغې جادوګرې او کوډګرې ښځې به مهرباني کوي او ورباندې به زړه سوځوي کوم په همدې سیمه کې اوسی. دوهم دا چې شپه به له ده سره تیروي. او دریم هم دا چې زوی به ورته زیږوي. ښځه د پهلوان درۍ واړه شرطونه مني. او کوچولائین ورسره شپه تیروې. پهلوان مخکې له دي خپل ټاتوبي ایرلنډ ته لاړ شي. له کوډګرې ښځې څخه د جنګ هنرونه او لارې چارې زده کوي. وروسته له هغه له هغې ښځې سره چې ده شپه ورسره تیره کړي ده مخه ښه کوي. او ورته یوه ګوتمۍ هم ورکوي. له هغې غواړي، کله چې يي زوی لوی شو نو دا کوټمۍ به ورته د هغه په ګوته کوي. او دا غوښتنه هم ورنه کوي چې زوی ته يي دا هم ور زده کړی: چې لومړی به هیڅکله چا ته لاره نه ورکوي. دوهم خپل نوم به چاته نه وايي، او دریم دا چې هیڅکله به هم د تن په تن جګړه کې له چا مخ نه ګرځوی.
د همدې ښځي زوی پیدا شو. نوم يي ورباندې کنلائوخ کیښود. دا هلک هوښیار، قوي او غښتلی و. جادوګرې بوډۍ هم ده ته د جګړې هنرونه او رموزونه ور وښودل. هلک له څه مودې وروسته د خپل پلار په لټون پسې ایرلنډ ته لاړ. د پلار د ټبر یو پهلوان يي مخی ته ورغی. له ده څخه يي د نوم او نښان پوښتنه وکړه، هلک ورته وویل: زه به مې خپل نوم او نښان کوم پهلوان ته ونه ښیمه. کله چې د ده دا له غروره ډک ځواب د ټبراو قوم خلکو ته را ورسیده. کوچولائین په خپله د همدې نوي راغلي هلک د نوم اونښان په لټون پسي ور ووت. هلک بیا هم خپل نوم پټ وساته او چاته يي نوم ورونښود. په دې توګه د دوئ تر منځ جګړه پیل شوه. کوچولائین چې خپل ټول وس او توان یې د همدې نوي راغلي هلک په وړاندې له لاسه ورکړی و. له شرمه اړ شو چې د ځنګل په لوري وتښتي. له خپل مشر څخه يي جادويي وسله«ګایولګ» یا تومانچه ترلاسه کړه. په هغې وسله يي د زوی تن سوری سوری کړ او ويي واژه. هلک د ژوند په وروستیو شیبو کې نیزه وغورځوله او نوم يي دغه زړور پهلوان ته چې اوس يي پیژندلی و پلار يي دی، ووایه. کوچولائین په ژړا ژړا د خپل زوی ټپی شوی بدن د یوې ونې سیوري ته ورساوه. او په ژړاوو او زاریو د هغه سرته کینوست. ترڅو ورځو پوري چا دا وس نه درلود چې هغه ځای ته ورشي یا هم له هغه ځایه تیر شي. او نه هم مرغان په هغې ونه کیناستل، په پای کې هالته د ډینګانو او کارګانو په را ښکاره کیدو سره جوته شوه چې کوچولائین هم له ډیره غمه مړ شوی دی.
اودیسه او تلګونس
دا کیسه یوناني مشهور شاعر هومر کښلي چې تر میلاد مخکې په څلورمه یا هم پینځمه پیړۍ پوري تړاو لري.
وروسته له هغه چې د ټروا ښار سقوط وکړ اودیسه هم خپل ښار ایتاکا ته را وګرځیده. د ائدیا له ټاپو واوښت هالته یوه کوډګره نجلۍ اوسیده چې نوم يې « سیرس» و. اودیسه د دغې ښکلې جادوګرې ښځي د ښکلا په وړاندې مقاومت وکړ. او غوښتل يي چې هغه ووژنې، خو ښځه د ده پښو ته ورولویده او ورته ويي ویل: « ته ادئسه یو د تدبیرخاوند اومیړنی يي، ته وي چې ارګوس دي له پښو وغورځاوه. زه پوهیدمه چې ته به له خپلې تکي توري کښتۍ سره له دي ټاپو څخه تیریږي. اوس دي توره په تیکي کې کیږده. او زما بسترې ته راشه، پریږده چې یو اوبل په مینه او باور کې ولټوو» اودیسه پوره یو کال همالته تیر کړ. وروسته له خپلو ملګرو سره ایتاکا ښار ته را وګرځیده. څو کاله وروسته يي زوی چې د سیرس له نسه و. او نوم يي هم ورباندې تلګونس ایښی و. د بلوغ پړاو ته ورسیده، نوموړی د خپل پلار په لټون پسي د ایتاکا ښار ته راغی. په دغه ښار کې يي د وژنو او ویجاړیولړۍ پیل کړي. اودیسه د هغه مقابلې او جګړې ته ور ووت، له ناپیژانده جګړن او یرغلګر سره يي جګړه پیل کړه. پلار او زوی پرته له دې چې یو او بل وپیژني په جګړه کې ښکیل شول. په پای کې تلګونس په یوه مرګونۍ وړانګینه وسیله سره چې مور يي ورته د نیزې په ځای ورکړي وه. اودیسه وواژه.
د ایلیا پهلوان او شاهین کېسه[2]
دا لاندنۍ کیسه داوسني اوکراین پخوانۍ کېسه ده چې په دولسمه او دیارلسمه پیړۍ پورې تړاو لري.
د کیف ښار په واټ کې دنګه سپینه کلا جوړه شوې وه. چې اوه مشهور او نوموتي پهلوانان همالته په کې اوسیدل، یو چې په کې ترټولو زورور او زوړ و. نوم یی ایلیا و. یوه شپه چې ټول پهلوانان ویده وو. یوځوان چې نوم شاهین ښکارچي و. په خپل چابک اس باندې سپور پرته له دې چې له چا اجازه واخلی او یا چاته پام وکړي د دوۍ د کلا تر مخ تیر شو. وړاندې او لیرو دښتو ته لاړ.
ګهیځ وختی یو پهلوان د کلا مخي ته لاړ. ګوري چې د کلا مخی ته د یوه آس پلونه دي او یو زړور څوک ورباندې سپور له دې لارې تیر شوی دی. هغه نور پهلوانان هم خبر کړل، پهلوانانو په خپلو کې سلا مشوره وکړه. په پای کې یې یو پهلوان چې دوبریانا نومیده غوره کړ، چې په هغه سر زوري پسي ورشې. پهلوانانو دوبریانا ته وویل « دوبریانا لاړشه او هغه ځوان پیدا کړه. که چیرته هغه روس و. نو ورسره د ورورۍ تړون وکړه. او که بل څوک و نو بیا ورسره جګړه» دوبریانا خپل لکه باد داسې چټک اس زین کړ. په بیړه په نا پیژاندي ځوان پسي رهي شو. وړاندې يي د سیند په غاړه په یوه ځوان سترګې ولګیدې، چې په زړوتیا او چټکتیا سره يي آس ځغلاوه. تګ يي لکه د اشرافیانو او له غرور څخه ډک و. په همدې وخت کې به يي د سورلۍ په حال کې هم خپل پولادین ډال د اسمان په لوري آن تر وریځو پورې پورته غورځاوه. ډال به مخکې له دي چې پر ځمکه ولویږي، ده به په څالاکۍ په هوا کې ونیو. له همدې له غروره ډکو نندارو سره به يي حماسي ترانې هم ویلي.« په همدې ډول چې دا ډال په سلګونو څرخونو سره پورته اسمان ولم، همداسې ایلیای پهلوان هم اسمان ته غورځولای شم»
دوبریانا له لرې ورغږ کړ« ای شاهین ښکارچي ته په کوم جرآت زموږ له کلا تیر شوی يي؟» شاهین چې هغه ولید ورته يي وویل – دا په تا پورې اړه نه لري چې په ما پسي په دی دښته کې را روان شوی يي. د دې وخت دی چې د پهلوانې جامې وباسي او په کلي کې هم د میږو او خوګانو په څرولو بوخت شي.» دوبریانا د دې خبرو په اوریدو سره په ځمکه ولویده او درۍ ساعته بی هوښه و، کله چې په هوښ راغی کلا ته بیرته را وګرځیدو. او ټوله کیسه يي ایلیای ته تیره کړه. ایلیای وویل« لا تر اوسه هغه چې وکولای شي له ما سره د برابري داسې باټې ووهي نه دی زیږیدلی» وروسته يي خپل ګړندي آس ته چې « وریځ غورځی» نومیده ورټوپ کړ. او د هغه ځوان په لوري لاړ. کله يي چې هغه ولید په خپل دروند او انګازه اچوونکي غږ يي هغه ته وویل: « کدوسري سورسپیه! ولي پرته له دې چې له ما اجازه واخلي او اړین درناوی راته وکړي له کلا را تیر شوي؟» شاهین ښکارچې د هغه دغږ په اوریدو سره ور وګرځیده، د هغه په لیدو د ایلیاد زړه له ټوپونو ودریده.
په همدې وخت کې د دوو پهلوانانو ترمنځ جګړه پیل شوه. لومړی له ډالونو سره وجنګیدل، کله چې ډالونه ټوټه ټوټه شول بیا يي په تیزو نیزو جګړې ته دوام ورکړ. له دې وروسته چې نیزې هم له منځه لاړې، له اسانو را کښته شول او تن په تن جګړه پیل شوه. ټوله ورځ ترڅو چې شپه شوه سره وجنګیدل، خو د شپې هم تر لمرختو پورې له یو او بل سره چنګاو وو. په همدې ډول پرته له دمې او ځنډ نه تر دریو ورځو پورې سره اخته وو. ترڅو چې د جګړې په یوه شیبه کې ایلیا خپل ښی لاس پورته کړ، ناڅاپه يي پښه وښویده. او په ځمکه ولویده. شاهین يي په سپین ټټر کینوست، خپله تیره چاړه يي را ویاسته چې ګیډه يي ورڅیرې کړي. خو لاس يي په هوا کې همداسې وچ پاته شو او په خپل ټول قوت سره يي ونشوای کړای راکښته يي کړي. ایلیا چیغې کړي. « ای الله!هماغسې چې فالګرو او ورغوي کتونکو ویلې و، داسې مقرره نه ده چې زه دي په جګړه کې ووژل شم. نو بیا يي خپل سیال ته وویل: – اي زړورځوانه! ماته ووایه له کوم ټاټوبي راغلی يي، کورنۍ دي توکم دي او نوم د څه دی؟» شاهین هغه ته بدې ردې وکړي بیا یې ورته وویل« اي سپین ږیري! اوس هماغه وخت را رسیدلی دی چې د خپل سر ویښتان وخريي، اوپه خاتقاه کې معتکف شي» د ایلیا زړه په ټوپونو شو، غوسه يي دومره زیاته شوه چې په یوه ټوپ يي شاهین هوا ته وغورځاوه. کله چې شاهین په ځمکه ولویده، دی يي په سینه د پاسه کینوست. یو ځل بیا يي د همدې زړور ځوان د نوم تپوس وکړ. ځوان بیا هم تاووتریخوالی پیل کړ. دا ځلې ایلیا د هغه د وژلو په نیت خنجر پرې پورته کړ، ځوان چې خپل مرګ د سترګو په وړاندې ولید نو يي ورته وویل: «زه د ابي سمندر له سیمې څخه یمه، د ایرن رنګه ماڼیو په خوا کې اوسمه، پلارمې نه پیژنمه، مور مې زلاتیګورکا نومیږي. کله چې زه له هغې را بیلیدمه راته يي وویل: کله چې دي زوړ ایلیای ولیده نو تاوده سلامونه مې ور ورسوه. او په درناوي کې ورته سرپرځمکه کیښیږده» د همدې خبرو په اوریدو سره ایلیا د هغه له ټټره پورته شو. او دی يي له ځمکې راپورته کړ. په مخ يي ښکل کړ بیا يي ورته وویل:« ته زما زوی يي» او ټوله کېسه ورته تیره کړه. چې څنګه يي یوه ورځ مور په جګړه کې ناکامه کړه. او بیا يي ورسره شپه تیره، هغې ته يي یوه ګرانبیه ګوټمۍ ورکړي وه چې د زوي په ګوتې يي کړي. وروسته یې له شاهین څخه هیله وکړه چې مورته يي بیرته ورشي. او سلامونه يي ورته ورسوي. شاهین چې له دې کیسې او د ځان د زیږیدو له څرنګوالی خبر شو. غوسه يي نوره هم ډیره شوه. خپل ټاټوبي ته را وګرځیده. مخامخ یې د سمندر په غاړه په ایرن رنګو ودانیو کې خپله مور ولیده، په تیره توره يي سر ور څخه غوڅ کړ، ځکه چې دی د داسې مینې د زیږیدو له امله شرمیده. بیرته د سپینې کلا په لوري را ستون شو. او سوځونکي غشي يي د ویده یلیا ټټر ته سم کړ. خو هغه زغره چې د ایلیا په تن کې وه د دې سبب شوه چې نوموړی وژغورل شی. ایلیا د غشی په لګیدو له خوبه را ویښ شو. پریشانه د ځوان په لوري ور روان شو. د هغه سر يي له تنه بیل کړ. زړه يي له سینې را ویوست، او هغه د دښتې په څلورو خواوو کې وغورځاوه.
*****
اوس هم دوه نورې کیسې چې د ګوتمۍ او یا هم د پلرونو د نښو لیدل يي د پیژندلو سبب شوي خو په کې وینه نه ده توییه شوي. دا دواړه کېسې د دولسمې په پیړۍ په وروستیو او دیارلسمې په لومړنیو کې رامنځ ته شوي دي.
د دون کېسه
دون یو نوموتی شوالیه و. نوموړي په ادنیورګ کې له یوې نجلۍ سره واده وکړ. خو د واده د څلورمې ورځي په سهار په آس سپور شو. له وطنه لیروالی ورته د زغم وړ هم نه و. له خپلې میرمنې سره يي خدای پاماني وکړه، خو تر بیلیدو وړاندې يي هغې ته یوه ګوتمۍ ورکړه. او ورته يي وویل: چې د زوی په ګوته کوی به یي.
له مودې وروسته د ښځي ماشوم وشو. ماشوم لوی شو. تکړه او زړورځوان ورنه جوړ شو. د هغه د میړانې کیسې په سیمه کې خورې ورې شوې. کلونه تیر شول، زوی د خپل پلار په لټون پسي انګلیستان ته لاړ. هالته پلار او زوی پرته له دې چې یو او بل وپيژني په جګړه کې سره مخامخ شول. د جګړې لومړی پړاو له پایلي پرته پای ته ورسیده. په دوهم پړاو کې دون خپله ماته لیدله. د ځوان میړاني، زړورتیا او غښتلتیا ته حیران پاته شو. له هغه يي هیله وکړه چې په ګوته کړي ګوټمۍ ورته ښکاره کړي. کله چې هلک ورته خپله ګوټمۍ ور وښوده، په لیدو یې خپل زوی و پيژانده. هغه يي په غیږه کې ونیو او له یو او بل سره ادنبورګ ته لاړل.
د میلون کېسه
میلون یو زړور، هوښیار او نوموتی پهلوان و. د خپلې سیمې د حاکم لور يي د زوړوتیا کېسې اوریدلي وي او ورباندې يي زړه بایللی و. هغه ته یې یو پیغام واستوه او پهلوان يي ور وغوست. میلون يي غوښتنه ومنله، واده يي سره وکړ. د دغې مینې په پایله کې یو ماشوم وزیږیده. میلون خپل ماشوم، د خپلې معشوقې خور ته تسلیم کړ. او هغې ته يي یوه ګوټمۍ ور ورکړه، یو لیک يې هم ولیکه، بیا يي ورڅخه يي غوښتنه وکړه چې کله يي ماشوم لوی شو نو ګوتمۍ به ور په ګوته کوي او لیک به هم ماشوم ته سپاری. میلون له دوئ څخه جلا شو او د پیښو په لټون بل ټاټوبي ته لاړ. معشوقه یې هم ورڅخه جلا شوه او بل میړه یې وکړ. هلک لوی شو. د ګوتمۍ او لیک په تر لاسه کیدو یي د خپل پلار په لټون پسي ووت. په همدې مهال د هلک د میړانې، زړورتیا، غښتلتیا او پهلواني اوازې هم هر لوري ته خورې شوي وي. میلون له دې هیله پرته چې دغه پهلوان ته ماتې ورکړه بله هیله نه لرله. هغه لیدنه چې د دې دواړه پهلوانانو ترمنځ کیږي. پرته له دي چې یواوبل وپیژني په جګړه پیل کوی. میلون په دغې جګړه کې ماتې خوري، خو په ورته مهال کې يي د ګوتمۍ په لیدو سره خپل زوی هم پیژنی، زوی او پلار یو او بل ته غیږه ورکوی. دواړه خوشحاله او خوښ بیرته خپل ټاټوبي ته راګرځي، د هلک د مور دوهم میړه هم مړ شوی او دوئ له سره په خوشحالۍ نوی ژوند پیلوي. په دي توګه د ویني تویدل هم ونشول.
[1] Cuchulainn and Comlooch
[2]