جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپه یو شمېر ولایتونو کې بیا د ورښتونو او سېلونو خبرداری ورکړل...

په یو شمېر ولایتونو کې بیا د ورښتونو او سېلونو خبرداری ورکړل شوی

تاند: (پنجشنبه، د وږي دویمه)  د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې وږي میاشتې له ۲ -۴ مې ڼېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د کابل حوزه کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې په ذکر شویو نېټو کې د سېلابونو راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (جلال آباد، کنړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا) سیندونو پر لاره او د ذکر شویو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې اټکل شوي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:« له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د دغو سیندونو پر غاړو هستوګن دي، هیله کېږي، چې د سېلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندينيو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ – راتګ ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.»

په وروستیو کې افغانستان بیا- بیا له سختو سېلابونو او ورښتونو سره مخ شوی.

نړیوال سازمانونه وایي، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونوله زیاتو زیان لیدونکو هېوادونو څخه دی او باید مقابلې ته یې لازم چمتووالی ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه هېواد سخت فقر او اقتصادي ناورین سره مخ دی او طالب رژیم یې د اقلیمي بدلونونو د مقابلې وړ نه ګڼل کیږي.

اندېښنه دا ده، چې د اقلیمي بدلونونو زیانونه به افغانستان کې فقر او اقتصادي ناورین نور هم زیات کړي.

طالب چارواکو په دې برخه کې د اړوندو نړیوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب