دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهمتقي: پاکستان دې زموږ د ښو اړیکو پر نیت شک نه کوي

متقي: پاکستان دې زموږ د ښو اړیکو پر نیت شک نه کوي

تاند: (پنجشنبه، د وږي دویمه)  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  له یوه راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان دې د ښو اړیکو د لرلو لپاره د طالبانو پر نیت شک نه کوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې په سیمه کې امنیت او ثبات د دوی ارمان دی او ژمن دي، چې د افغانستان خاوره د هېچا خلاف نه کارول کیږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ملکي او نظامي حکومت دواړه په پرله پسې ډول له افغان خاورې د دوی خلاف د تحریک طالبان پاکستان د استفادې ادعاوې کوي.

طالب چارواکو بیا دا ادعا رد کړې او ویلي، چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.

په وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان، د پاکستان د پوځ خلاف هم بریدونه پيل کړي، چې بېلابېلو سیمو کې د ګڼو سرتېرو د وژل کیدو سبب شوي.

3 COMMENTS

  1. پاکستان په چارواکو شک نه کوی ، هغوی د افغانستان د ولس له احساساتو او تنفر څخه تل ویره لری ، او همدا واقیعیت هم دی ، چه افغانان ترڅو خپله مقبوضه خاوره بیرته وانخلی دا اسلامی ورورولی او ښه ګاوڼدیتوب خوب به هیڅ رښتیا نشی . دا دوه ملته د دیورنډ د کرغیونی کرښی له وجهی د انګریزانو له وخت څخه په تقابل او دښمنی کی دی او د چارواکو ښه والی او بد والی کوم تاثیر نلری

  2. پاکستان به د هغوی په اړه ستاسې په ښه نیت ولې شک کوی! سوال نه پیدا کیږي. په تاسې کې ډیری د پاکستانیانو نه پاکستان ته ډیر ژمن او وفادار دي.

  3. انګریزان یا برتانیه د افغانانو یا عام ولس سره دښمنی لری تاسو کچیری د تیر نظام چارواکي په ځانګړی ډول چې د بهرنیو چارو وزیران وو د ربانی ځوی او اتمر دواړه د انګلیس طرفدار وو سمه ده چې اتمر اصل کې پرچمی یا کمونیست مګر همغه وخت کې د انګریزانو سره اړیکه لرله ، آن تردي چې کوم والیان به د کنړ، ننګرهار، خوست پکتیا ته ګمارل کیدل د پاکستان او انګریزه مشوره مهمه وو ځکه زیاتره چاتراش د کرزی په وخت کې پاکستان ته تلل مګر والی ورته کتل یا يی پکی لاس وو
    همدارنګه د وزارت خارجی زیاتره لوړ رتبه یا بهرنی هیوادونو کې سپیران جمعیت شورا یا عبدالله نفر وو چې دوی پخوا له پاکستان سره نیکه او ټینګه اړیکه درلوده را به شو دیته چې لا تر اوسه ولی ژوندی ده پدې کې د پاکستان لاس ده ځکه چې غنی په چپلکو کې تښتی مګر ددې شریکباڼی یعنی عبدالله ته څوک څه نه وایی مګر کله چې عبدالله د غنی وخت کې پاکستان سفر وکړ د ریس جمهور په څیر د پښو لاندې یی سره قالینه هواره شوه نور شک کول پدې خبره کې له تیر تاریخ څخه منکریدل دی
    همدارنګه هغه کسان چې تر پرون یی پاکستان ته بد و رد ویل دهمغه پاکستان په الوتکه کې پاکستان ته لاړل او تښتیدل، لازمه نده چې موږ ووایو چې هغه ښه وو دا بد دي ولس خبر ده تاریخ ګوری او خبرونه اوری بیا قضاوت هم همدوی کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب