جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د هند ستوربیړۍ پر سپوړږمۍ کښېناسته

د هند ستوربیړۍ پر سپوړږمۍ کښېناسته

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲مه) د هند ستوربیړۍ، چاندریان-۳، د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې په کښېناستو بریالۍ شوه.

د دې خبر معنا دا ده چې د نړۍ دا تر ټولو ګڼ نفوسه هیواد اوس د هغو څو ګوته په شمېر هیوادونو په ډله کې شامل شو چې فضا ته سپوږمکۍ لیږي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي پر سپوږمۍ د چاندرایان ۳ تر کښېناستو څو شېبې وروسته دا د خپل هیواد لپاره تاریخي ورځ وبلله.

د هند ستوربیړۍ وروسته له دې بریالۍ شوه چې سپوږمۍ ته ورسیږي چې د روسیې ستوربیړۍ سپوږمۍ ته له رسیدو سره سم وچاودېده.

تر دې وړاندې شوروي اتحاد توانېدلی و چې سپوږمۍ ته ستوربیړۍ ولیږي.

هند څلورم هیواد دی چې سپوږمۍ ته په بري ستوربیړۍ لېږي.

پر هند سربېره امریکا، پخواني شوروي اتحاد او په وروستیو کې چین سپوږمۍ ته ستوربیړۍ استولي دي.

د هند ستوربیړۍ د سپوږمۍ جنوبي قطب ته رسیدلې، دا هغه سیمه ده چې په اړه یې ساینسپوهان لږ معلومات لري او باور کېږي چې هلته به د کنګل شویو اوبو او قیمتي فلزونو زېرمې وي.

هندي ساینسپوهانو څلور کاله پخوا سپوږمۍ ته د ستوربیړۍ د لیږلو هلې ځلې پیل کړې خو هغه مهال بریالي نه شول.

د هند ستوربیړۍ به پر سپوږمۍ معدني مواد تجزیه او تحلیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب