جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجرمني هغو کسانو ته چې په دغه هیواد کې ۳ کاله اوسیدلي...

جرمني هغو کسانو ته چې په دغه هیواد کې ۳ کاله اوسیدلي وي، تابعیت ورکوي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲مه) د جرمني حکومت پرون (چهارشنبې) د تابعیت یو نوی قانون وړاندیز کړ چې پر اساس یې هغو کسانو ته تابعیت ورکول کېږي چې په جرمني کې د لنډ وخت لپاره اوسیدلي وي.

دا لایحه په هغه صورت کې پر قانون بدلېدای شي چې د جرمني پارلمان یې تصویب کړي.

د جرمني حکومت پرون د خپل هیواد د تابعیت د قانون د تعدیل یا ترمیم لپاره یو تجویز وړاندې کړ.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیرې نانسي فزر د دغه تعدیل د وړاندې کولو په مهال رسنیو ته وویل:«دا د اوسني ايتلافي حکومت یوه مهمه طرحه ده.»

که دا لایحه د جرمني د پارلمان دواړه جرګې تایید کړي، هغو کسانو ته، چې په جرمني کې د پناه غوښتونکو یا کډوالو په توګه اوسي، د دوه ګون تابعیت په اخیستو کې اسانتیا رامنځته کوي. هغوی به کولی شي چې له درو کلونو وروسته د دې لایجې پر اساس د جرمني تابعیت واخلي. البته هغه کسان به په دې کې نه شاملیږي چې لا هم کار نه کوي او سوسیال اخلي.

د جرمني د خبري اژانس، ډي پې اې د راپور له مخې، دا طرحه تر ډېره هغو کسانو ته د تابعیت ورکولو لپاره وړاندې شوې چې په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې له ترکیې څخه د «مېلمه کارګرو» په توګه راغلي وو او په جرمني کې یې اولادونه زېږولي دي.

د دې طرحې پر اساس د دغه نسل کسان باید د جرمني ژبې یوه شفاهي ازموینه ورکړي.

دا طرحه ډېرو نورو کسانو ته هم د دوه ګون تابعیت لار هواروي.

د تابعیت په قانون کې تعدیل د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ د ايتلافي حکومت یوه لویه ژمنه وه.

د جرمني حکومت د کاري ځواک د کمښت د پوره کولو لپاره د بهرنیو کارګرو د موندلو په لټه کې دی.

2 COMMENTS

  1. نه داسې نده څوک باید غلط پوه نشي ، جرمني نور نفر نه غواړي چې پناه ورکړي ځکه چې ۹۵ ٪ کې درواغ وایې ! هغوی چې پراته دي غټې خېټې په مړو سترګو خیرات خوري !! څوک چې خپل کار کوي او ژبه ښه زدکړي ۵ کاله وروسته فاسفورت ورکوي خو که څوک خپله ډوډۍ په خپله پیداکوي او ژبه یې هم زده وي او سر بیره پردي عام المنفعه اجتماعي مفت کارکوي او هیڅ جرم وونلري نو په درې کاله کې متابعت ورکوي ! لنډ دومره داستان یې اوږد دی !

  2. ګومان کیږی چی خارجیانو ته د تابعیت د ورکړی هدف دا وی چی په راتلونکی کی د راسیسټی او خارجی ضد ګوندونو د غښتلتیا مخه ونیول سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب