جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د روسیې د واګنر...

د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د روسیې د واګنر ډلې مشر وژل شوی

تاند- (چهارشنبه، د سنبلې ۱ مه) یوه شخصي الوتکه نن په روسیه کې ولوېده او راپورونه وايي چې د روسیې د اجیرو ځواکونو مشر یوګني پریګوژین په دې الوتکه کې سپور و.

راپورونه وايي چې په الوتکه کې ۱۰ تنه سپاره وو او هیڅ یو ژوندی نه دی پاتې.

د روسیې د بیړینو چارو ادارې ویلي «په الوتکه کې د ۳ تنه عملیې په شمول ۱۰ تنه سپاره وو، لومړني معلومات ښيي چې ټول مړه شوي دي.»

دا الوتکه له مسکو څخه سن پیترزبورګ ته روانه وه.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د ناتایید شویو راپورونو پر اساس وايي چې الوتکه د واګنر ملېشه ډلې د مشر پریګوژین وه.

د روسیې د ملکي هوايي چلن ادارې، روسا ویاتسا ویلي چې پریګوژین په هغه لیست کې وو چې په دې الوتکه کې یې سفر کاوه خو دا اداره نه پوهیږي چې نوموړی په الوتکه کې سپور شوی او که نه دی.

تاس دولتي خبري اژانس د بیړنیو حالاتو د ادارې په قول ویلي چې په الوتکه کې، چې د تور په سیمه کې ولوېده، ۳ پېلوټان او ۷ سپرلۍ سپاره وو.

د جون په ۲۴ د واګنر اجیرو ملېشو د خپل مشر یوګیني پرګوژین په امر د روسیې د جنوبي ښار روستوف پوځي اډې او هوايي ډګر ونیوه او د دې ډلې شاوخوا ۲۵ زره جنګیالي د مسکو پر لوري ورمارش شول.

پرګوژین د جون په ۲۴مه وویل چې دا د روسیې د پوځي مشرتابه ناسم مدیریت دی چې په لومړۍ کرښه کې زرګونه جنګیالي مري او پراخې سیمې له لاسه وتلې دي.

پرګوژین تر وسله‌وال بغاوت وروسته د بېلاروس د مشر الکساندر لوکاشینکو په منځګړیتوب بېلاروس ته جلا وطن شو.

  لوکاشینکو څو ورځې وروسته بېرته اعلان وکړ چې پرګوژین روسیې ته ستون شوی او جنګیالي یې هم خپلو دایمي اډو ته.

د واګنر جنګیالیو د اوکراین د یرغل پر مهال په اکثرو لومړیو کرښو کې حضور درلود او د روسیې لپاره یې ډېرې سیمې ونیولې.

خو د پوتین د حکومت په تېره بیا د هغه د نژدې متحدانو په وړاندې وسله‌وال پاڅون او کلک مخالفت د هغه په تېره څه باندې شل کلنه واکمني کې د خطر یو زنګ او د روسیې لپاره کورنی کړکېچ وبلل شو.

1 COMMENT

  1. زما په نظر کیدای شي روسیی نه وی ویشتی ځکه همدا کس اوس د بیلاروس له لاري نورو هیوادونو ته خپل نفر لیږل آن تر دی چې افریقایی هیوادونو ته هم ورسیدل ځکه اوس اکراین ته امریکا، برتانیی ، پولند، جرمنی داسې مزایل ورکړل چې هرڅه امکان لری ، کچیری د تیر بغاوت قصد ترینه اخیستل شوی هم وی شک نشته ځکه ده غوښتل د پوتین په وړاندی له خپل ځواک کار واخلی مګر هرڅه په ۹۰ درجو کې تغیر وکړ مګر بی بی سی او امریکایی رسنیو ډیر تبلیغ وکړ خو پایله منفی وخته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب