جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالې په مسکو کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه

 په مسکو کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه

د اسد ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بيا تر لاسه کولو ۱۰۴ کليزه نن په مسکو کې  د افغانانو د ملي- فرهنګي پیوستون ټولنې په نوښت په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه.

د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې د لمانځلو په دغو مراسمو کې  روسیه  مشېتو ګڼ شمېر افغان ملي- فرهنګي او سياسي  شخصیتونو، مدني فعالينو ، محصلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

مراسم  د قران کریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د افغانستان د ملي سرود په غږولو پیل شول، برخه والو په خپل وار د خپلواکۍ پر وياړونو، اهمیت او لاسته راوړنو ، د غازي امان الله خان پر شخصيت، افکارو او کارنامو ، د افغانستان  د تېر سل کلن تاريخ پر لوړو، ژورو خبرې وکړې او د ملي اټن او ځوښۍ په ولولو پای ته ورسېدل.

په پيل کې  ملي- فرهنګي فعال  ډاکټر شیر حسن حسن د غونډې پيلامه وړاندې کړه، برخه والو ته يې ستړي مه شي او مبارکۍ وويله او د افغانستان د خپلواکۍ د بيا اخيستلو  پر ملي، سيمه ايز او نړيوال  اهمیت یې خبرې وکړې. د هغه په وینا د خپلواکۍ ورځ د افغانستان دپاره ستر تاریخي اهمیت لري، دا ورځ  د افغانانو لپاره ملي مشترک سمبول دی، او په خپل وخت يې د سيمې او په ځانګړي ډول د هند د ازادي غوښتونکي نهضت لپاره لوی الهام درلود. له همدې کبله يې د لمانځلو  په دغه غونډه  کې  د افغانستان د هرې سيمې، هرې ژبې، هر قوم ، هر ديني – مذهبي باور او هر سياسي روند لارويان ګډون لري.  د افغانستان ټول قومونه پرې ویاړي او د خپلواکۍ ورځ د افغانيت مشترکه نښه بولي.

ور پسې سیاسي  او فرهنګي فعال سید عباس قریشي د افغانستان پر اوږده  بحراني وضعیت بحث وکړ او ویې ویل، له بده مرغه له نیمې پیړۍ راهیسې افغانان، رواني، ټولنیز، اقتصادي او ځاني امنیت نه لري؛ د هغه په خبره، د افغانستان بد اقتصادي وضعیت د افغانستان خپلواکۍ ته زیان رسولی دی.

د کندهار پخواني والي جنرال زلمي ویسا د دغه پروګرام ګډونوالو او د افغانستان ټول ولس ته مبارکي وویله او په روسیه کې یې له مېشتو افغانانو منندویي وکړه، چې د خپلواکۍ غونډې ته راغلي وو او له هغو دوستانو یې ځانګړې مننه وکړه، چې دغه غونډه یې جوړه کړې وه.

په مسکو کې یو بل علمي او فرهنګي شخصیت طنز ليکوال محمدعمر ننګیار پر نړيوال ښکېلاک، پراختيا غوښتنې، د انګریزي استعمار په تاریخ او د افغانستان پر خپلواکۍ علمي  څرګندونې وکړې  او ویې ویل، نن د افغانانو د هویت د لمانځلو ورځ ده.

ټولنيز ، سياسي ، فرهنګي شخصيت ښاغلي انجنير علي اکبر اماني د آمان الله خان  د شخصيت په درناوي يو شعر ولوست، د هغه د شخصيت پر ځانګړتياوو يې خبرې وکړي او هغه يې نه تکرارېدونکی او نه هيريدونکی شخصيت وباله.

ښاغلي حاجي محمد نادر اکبري د استقلال او خپلواکۍ په باب علمي خبرې وکړي او د آزادۍ سره د مينې په تړاو يې يو ښکلی شعر دکلمه کړ.

په دغه غونډه کې د محصلینو او ځوانانو په استازيتوب ښاغلي نعمت الله کاکړ وینا وکړه او ویې ویل، چې د غازي امان الله خان یو درس دا دی، چې افغانانو ته یې ویلي دي: «په بچیانو مو په نورو هېوادونو کې لوړې زده کړې وکړئ، که راستانه شول، او زه مړ وم، د وطن لپاره خپلې زده کړې او کمالونه مو خاورې ته بیان کړئ زما روح به په قبر کې خوشحاله شي». د کاکړ په وینا، افغانان او خصوصاً ځوانان دې لوړو زده‌کړو او تعلیم ته مخه کړي، ترڅود غازي امان الله خان ارواه ښاده شي.

ډاکتر اسدالله نوري د خپلواکۍ په تړاو يو شعر دکلمه کړه ، او د افغانانو د کاري مرکز پيغام يې واوراوه.

د روسيې د خلکو د دوستۍ پوهنتون کې د دکتورا د دورې افغان محصل هارون سمون د غونډې برخه والو ته د غازي آمان الله خان د پند او عبرت څو لنډې ويناوې واورولې.

د روسيې په بلګرد پوهنتون کې افغان محصل ساجد قادري د حضرت موالانا د پند او عبرت شعر واوراوه او لوست،  زده کړو او د مشرانو لارښوونو ته يې د ځوانانو پاملرنه وغوښته.

د غونډې د وروستي وينا وال په توګه په مسکو کې د افغانستان د سفارت پخواني فرهنګي آتشه ډاکټر شاه سلطان عاکفي  وویل، چې افغانان له یووالي پرته بله لار نه لري؛ هغه هیله وښوده، چې افغانان دې په ملي مسایلو کې له قوم‌ګرایۍ او قبیله‌ګرایۍ راپورته شي او په ګډه د افغانستان ستونزه حل کړي. ښاغلي عاکفي زیاته کړه، چې غازي امان الله خان ویلي دي، چې پرته له تعلیمه او درس پرمختګ نشته؛ د هغه په خبره، پدې هیله، چې افغانستان بشپړه خپلواکي ترلاسه کړي او د هېواد په ټولو سیمو کې د تعلیم دپاره زمینه مساعده شي، ترڅو د امان الله خان غازي درسونه تطبیق کړل شي..

د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو  د ۱۰۴مې کلیزې د لمانځنې دغه شانداره مراسم ماښام ناوخته د ملي اتڼ او خوښۍ په فضا کې پای ته ورسېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب