جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په اروپايي اتحادیې کې څومره ډاکتران په کار بوخت دي؟

په اروپايي اتحادیې کې څومره ډاکتران په کار بوخت دي؟

تاند (چهار شنبه، د سنبلې۱مه) د اروپايي کمیسیون د احصایې (یوروسټېټ) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ م کال د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې نژدې ۱،۸۲ میلیونه ډاکتران په کار بوخت وو.

تر ټولو ډېر ډاکتران د اروپايي اتحادیې په لویو هیوادونو کې کار کوي. په ۲۰۲۱ کې ۳۷۷ زره ډاکتران، چې د دې اتحادیې د ټولو په کار بوختو ډاکترانو ۲۱ سلنه کېږي، په جرمني کې وو.

په هماغه کال په ایټالیا کې ۲۴۳ زره، په فرانسه کې ۲۱۶ زره، په هسپانیا کې ۲۱۳ زره ډاکتران په طبابت بوخت وو.

خو د نفوس په حساب تر ټولو ډېر ډاکتران په یونان او پرتګال کې دي.

په یونان کې د هرو زرو کسانو لپاره ۶۲۹،۲ او په پرتګال کې ۵۶۲ ډاکتران شته چې دا د نفوس پرتله په اروپا کې تر ټولو ډېر ډاکتران دي.

د دې په مقابل کې په فرانسه کې د هرو زرو کسانو لپاره ۳۱۸، په بلجیم کې ۳۲۴ او په هنګري کې ۳۲۹ ډاکتران شته چې د نفوس په تناسب تر ټولو کم دي.

دا احصاییه، چې یورونیوز نن خپره کړه، د ۲۰۲۱ م کال ده او غالباً ډیر تغییر پکې نه دی راغلی.

1 COMMENT

  1. دا ډول محاسبه معمولاً ( هرو سلو زرو کسانو) په فورمول تر سره کیږی نه د زرو کسانو
    بناً
    په یونان کی ( مثلاً ) د هرو ( سلو زرو ) کسانو لپاره ۶۲۹ ډاکټران استخدام دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب