جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرقلندر مومند ته/ نجیب منلی

قلندر مومند ته/ نجیب منلی

سپکه بڼکه چې په باد پورته شي

اوړي را اوړي په هوا کې ناڅي

په دې امېد چې به د لمر له کاسې

ورته کوم څاڅکى د رڼا وڅاڅي

خوچې باد غلى شي بڼکه هم په ځمکه پرېوځي

د ارزوګانو موچۍ وپارېږي

نو د سپوږمۍ د پلوشو په پړو

مين د يار غېږې ته ورسېږي

خوچې له ونې پاڼه لوېږي دا رسۍ وشلوي

شاعره ته چې د ژوندون په لار کې

داسی بې باکه ښه ياران داووې

لا هم د جنګ په خو نړي ډګر کې

هغه د لارې رفيقان يادوې

شاعره ستا هره سندره ژوند دی

د رڼا لښکر هم ستا په پل قدم ږدي

ته يو زېری د سبا د انقلاب يې

په دې څه که د رقيب د سترګو خار شوې

ای شاعره چې د يار د بڼ ګلاب يې

شاعره ته يې چې نمرود سره تکرار کې خو ښ يې

شاعره ځه انسانيت له پاره

د روڼ سبا د موسکا زېری ليکه

دا د تيارو قصرونه ونړوه

موږ ته د نوې رڼا زېری ليکه

د ولس سترګو ته يو ځل کبريايي وښيه

خو

ای د پښتو ادب ځلانده لمره

ای قلندره د ادب سلطانه

دتا شعرونه لار ښوونکي ستوري

ای د پښتون د هيلو ډک اسمانه

ها د بڼکو پلوشو مثال راياد کړه يو ځل

دا خومنم چې پسرلي کې باغ ته

څوک د کوڅې مړاوی ګلاب نه لېږي

د ستورو ډک اسمان لمنې ته څوک

هسی مړ ژواندی خړ شهاب نه لېږي

زه نور څه نه لرم ده شنه پاڼه سوغات د دروېش

زما خوارۍ ته په اغماض وګوره

د ارادت دغه پيغام ومنه

شاعره ستا دې په خپل شان قسم وي

د نا اشنا شاګرد سلام ومنه

د رڼا څاڅکي په بڼکه باندې وڅڅوه

په خوار مين باندې د وړانګو طناب مه لنډوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب