دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاسرطان ناروغي هر کال څه باندي ‍۱۵ زره افغانان وژني

سرطان ناروغي هر کال څه باندي ‍۱۵ زره افغانان وژني

میرویس جلالزی –

د سرطان ناروغي هر کال نږدې شپاړس زره افغانان په کور دننه وژني.

د عامي روغتیاوزارت تازه شمیري ښيي چې په متوسط ډول هر کال نږدې شل زره افغانان په ملک کې په دغه وژونکي ناروغۍ اخته کیږي.

سرطان بیلا بیل ډولونه لري چې تر اوسه پوري يي په نړۍ کې د بشپړي درملني لپاره د طبابت پوهان د یوه کارنده میتود او دارو درملو په موندلو نه دي بریالي شوي.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په خبره چې افغانستان د دغې ناروغي له ناروغانو سره د لازمي مرستي په برخه کې یو ناکامه هیواد دی او تر اوسه پوري په ملک کې دننه د دغې ناروغۍ سره د مبارزي او یا هم د لږ تر لږه موقتي تداوۍ کوم مرکز شتون نه لري.

اوس مهال په سرطان ناروغۍ ډیری افغان ناروغان د پاکستان بیلا بیلو ښارونو په خاصه توګه لاهور ښار ته د درملني او د دغې ناروغۍ د پیژندګلوۍ لپآره لیږدول کیږي.

د پاکستان په لاهور کې د عمران خان له لوري جوړ شوی د شوکت خانم روغتون د پاکستان په کچه د سرطاني ناروغیو د پیژندګلوي او لږ تر لږه موقتي درملني لوی او مجهز مرکز شمیرل کیږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان د شمیرو له مخي چې په هرو اته دیرشو زرو په سرطان اخته ښځو کې دری زره او سل تنه يي د سیني په سرطان اخته دي چې علاج یي ډير ګران دی.

سرطان ناروغي د انسانانو لپآره تر ټولو خطرناکه ناروغي ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان د شمیرو له مخي چې د نړۍ په کچه په ۲۰۱۲ کال نږدې اته اعشاریه دوه ملیونه انسانان په دغې ناروغي له اخته کیدو وروسته مړه شوي دي.

د طب د نړۍ ماهرین وايي چې تر اوسه پوري د سرطان نږدې سل ډولونه پیژندل شوي دي.

دغه ناروغي د انسان په اورګانیزم کې د انتقال وړ ده او ډیری د ویني په مرسته د بدن له یوې برخې بلي ته لیږدول کیږي.

ډاکټران تر ډیره بریده دخانیات د سرطانونو د زیږون اصلي لامل بولي خو هغوي یو لړ نور عوامل هم د یو شمیر انسانانو په اورګانیزم کې د سرطانونو د رامنځ ته کیدو لامل بولي چې شمیر يي ډیر زیات دی.

2 COMMENTS

  1. سلامونه
    دا د ډیر شرم اوخجالت ځای دی چی د نړۍ له ۴۰ زیاتو ملکونو هر ډول مادي،معنوي مرستې؛ د پرایویټ کلینیکونو او په ځانګړې ډول د سید کریم آغاخان! استثماري روغتونونه د افغانستان په پلازمینه او لویو ولایاتو کې د بیچاره اوخوارو مریضانو د تشخیص او تداوۍ نه عاجزدي او ناروغان پرې باور نه کوي ،که څه هم د ډیرو مریضانو جیبونه په همدې مرکزونو کې هسې دوخت په ضیاع سره تشیږي ؛مګر په پای کې بیرته د پنجاب،کولاب،سند وهند ،فارث ا.د.ن. پردیو ډاکټرانو تر تیغ لاندې رسیږي.
    افسوس او صد و هزار افسوس د ابن سینا،البیروني،لقمان !حکیم،او معاصرو آکاډیمیسینانو،پوهاند او پروفیسر ډاکټرانو د وطن په حال ، چې هغه انسانان ېې چې له بمونو، باروتو،ماینونو،جنګونو، فقر او بیسوادیو سره سره ځانونه ژوندي کشوي مګر بیا هم د ناروغیو ښکار کیژي!!!. “و ڼنزل من القرآن ما هو شفآءُُ ورحمتُُ للموءمنین” .صدق الله العظیم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب