دوې ورځي مخکي مي د اوغان په نوم یوتحقیقاتي مضمون خپور کړ او د لوستونکو د نورو منفي او مثبتو تبصرو تر څنګ یوه ځوان لیکلي وه چي وزیر سمه پښتو نه سي لیکلای نو له نورو څخه څه ګیله ده. د ځوان اعتراض دا وو چي ولي مي د شو پر ځای سو لیکلی او د کښې پر ځای مي کي استعمال کړی او دغه راز مي د تحقیق په مقابل کي پلټنه او د لرغون؟؟؟ پر ځای مي تاریخ او ځیني نور هغه فارسي او عربي کلمات استعمال کړي دي چي د ځوان په عقیده پښتو کلمات ورته موجود وه. دا چي له مقر څخه تر نیمروز او له اوروزګان څخه تر کندهار، کوټي او کاکړستان پوري څه باندي دوولس میلیونه پښتانه په دغه لهجه ږغېږي، او «سو» او «کي» استعمالوي، هغه د ځوان لپاره اهمیت نه لري؛ ما باید لږترلږه د ده د خوشالولو لپاره شو او کښې لیکلي وای. ګوندي ایله یې زما مضمون، چي زه یقین لرم نه یې دی لوستی، د لوستلو وړ بللی وای.
که په پښتو کي د فارسي او عربي کلماتو زیات او کم استعمال د ناسمي او سمي پښتو معیار وبولو نو بیا به د رحمان بابا د دې بیتونو سره څه کوو:
چي کشور د افغانانو معطر کړي
د هربیت مسرۍ مي زلفي د خوبان کړې
چي هر حرف مي د نافې په څېر خوشبوی شي
برکت مي په جزدان او قلمدان کړې.
موږ به د کاظم خان شیدا دېوان، چي په سلو کي څه باندي اتیا کلمات یې فارسي او عربي دي، د کومي ژبي مال بولو؟
مکدر مي په غبار روشن خاطر شي
زه چي در لکه دیده د ایوان وا کړم
ډېر ضرر مومم شیدا له قیل و قاله
د سوسن غوندي به ژبه سرمه سا کړم.
مرحوم ګل پاچا الفت لیکي« د لغاتو استعمال: څومره چي کېدای شي د پښتو خپل لغات استعمال شي او بې ضرورته پردي لغات رانوړل شي.
غرض دا نه ده چي لیک دي په خالصه پښتو وي ځکه چه دا کار په دایمي او عمومي ډول ممکن نه دی او که ممکن وي نو مفید نه دی.
د پښتو له هغو مړو او متروکو لغاتو نه چه پښتانه یې په معنا نه پوهېږي د هغو پردو لغاتو استعمال ښه دی چه په پښتو ژبه کي له ډېره وخته داخل دی او په عامه محاوره کي هر چېرته او هرکله استعمالېږي بلکه عوام یې په پردیتوب نه پوهېږي او خپل یې ګڼي. مګر داسي پردي لغتونه چه عوامو ته یې معنا نه ده معلومه او په پښتو کي الفاظ ورته موجود دي لیکل یې نه دي په کار ځکه چه یو خو د دغسي لغاتو لیکل ژبه له عام فهمی څخه لري باسي او بل دا چه ډېر ځله یې لیکوال په استعمال کښي تېروزي او بې ځایه یې استعمالوي» لیکوالي، املاء او انشاء ۴۲ مخ
مرحوم ګل پاچا الفت، لکه څرنګه چي په ژوندانه کي معتدل او نرم سړی وو، په لیکنو کي یې هم د اعتدال او نرمۍ خوا نیولې وه.
« ځیني وايی پښتو باید سوچه کړو، پردي لغات ترېنه وباسو او یو ټکی فارسي یا عربي پکښي پرې نږدو.
دا نظریه په ډېر افراط بناء ده او دا کار کېدونکی نه دی. په دنیا کي داسي ژبه نشته چه پردي لغات پکښي نه وي او نیلي ریښې یې له نورو ژبو سره تړلي نه وي. جهان اوس یوه کور غوندي دی او د ملتونو فرهنګي او اجتماعي تعلقات ورځ په ورځ زیاتېږي. اوس د هر چا غږ د بل غوږونو ته رسېږي او نا آشنا آوازونو له یو بله آشنا کیږي.
هره ژبه له بلي نه څه اخلي او څه ورکوي» هغه کتاب ۶۰ مخ
په همدې بحث کي بل ځای لیکي:
« … مګر دا هم باید په نظر کښې ولرو چه د یوې ژبي کور په دې نه ورانېږي چه پردي لغات پکښې ډېر را ننووزي بلکه د ژبي له ترکیب او تالیف سره لوبي کول او د نورو ژبو په سبک او اسلوب جملې جوړول ژبه خرابوي او اساس یې ورانوي. یعني د ژبي د ګرامر او محاورې مراعات ډېر په کار دی او په دغه برخه کښې د لیکوالو بې پروايي د ژبي د مسخ کېدلو سبب ګرزي» هغه کتاب ۶۱ـ ۶۲ مخونه
د مرحوم پاچا صاحب، د آرزو په خلاف، نن سبا له یوې خوا د پښتو ژبي د سوچه کولو افراط روان دی او له بلي خوا داسي بدرنګ ترکیبونه او جملې ورته را ننوزي چي د اولسونو له طبیعي محاورو او ژبي سره هیڅ سر نه خوري، او کله کله د فارسي ژبي توري په توري ترجمه وي لکه: د پرون ورځي په چاودنه کي سلو تنو ته مرګ ژوبله واوښتله. بهتره به داوي چي سل تنه مړه او ټپیان سول ولیکو. پښې یې له لاسه ورکړې، یعني دواړي پښې یې پرې سوې. سترګي یې له لاسه ورکړې. پر غوږونو داسي لګېږي لکه چا چي سترګي په لاس کي نیولي او چا ورڅخه ځغلولي وي. بهتره به دا وي چي دواړي سترګي یې ړندې سوې ولیکو. داسي جملې نن سبا په پښتو ژبه، په تېره بیا ژورنالیزم کي، چي لوستونکو ته تر بلي هري وسیلې ژر رسیږي، تر شمېر زیاتي دي او ژبه که خرابېږي نو دغه به یې سبب وي، نه د « سو» او « کي» استعمال او یا د خارجي لغاتو څخه کار اخیستل. تاسي وګوری. که له فارسي څخه عربي وباسو اصلا ژبه نه پاتېږي. هغه ایرانیان چي غواړي خپه ژبه سوچه کړي، له یوې خوا له ړانده تعصب څخه کار اخلي او له بلي خوا خپل هیواد، په لوی لاس، له یوه فرهنګي بحران سره مخامخ کوي؛ ځکه چي د ايران د تاریخ، علم او ادب په باب ټول لیکل سوي کتابونه له عربي کلماتو څخه مالامال دي. یوه ورځ به اېراني زلمي د خپلو کتابونو د لوستلو لپاره ترجمانانو ته اړتیا پیدا کوي.
انګلیسي، چي ښايي نن ورځ د نړۍ تر ټولو پراخه او علمي ژبه وي، ډېره زیاته برخه، په تېره بیا علمي، سیاسي او تخنیکي برخه، یې د خارجي، خصوصا لاتیني اصطلاحاتو او کلماتو څخه جوړه ده. انګرېزي ژبي ویونکي هیوادونه او لیکوالان نه یوازي له خپلي ژبي څخه د نورو ژبو کلمات او لغات نه باسي بلکه لا هم د نورو ژبو څخه لغات ورته را روان دي او هره ورځ یې د ژبي د پراخېدلو او ډیکشنریو د غټیدلو یو لوی علت همدغه دی.
اوس نو که د دغه ځوان څخه، چي وايي د وزیر سمه پښتو نه ده زده، پوښتنه وسي چي په اېران، افغانستان او هند کي به د فارسي ژبي څونه لهجې موجودي وي، زه ګومان نه کوم چي شمېر به یې تر شلو حتی دېرشو کم وي. آیا له کوم چا څخه مو اورېدلي دي چي د فارسي کومه لهجه یې ناسمه بللې وي؟ له امریکا څخه تر انګلستان، هند او اسټرالیا پوري به د انګرېزي ژبي څونه لهجې موجودي وي. کوم لیکوال یو وخت ویلي دي چي دغه یا هغه انګرېزي نا سمه ده؟ دا بدبختي یوازي د پښتنو په کور ده چي د قومي اختلافاتو او تربګنیو تر څنګ یې په خپله ژبه کي اختلافات او د همدغو ژبنیو اختلافاتو په اساس دښمنۍ هم په برخه سوي دي.
په سیمه کي به چنداني داسي هیواد نه وي چي د تقریبا څلوېښتو کلونو راهیسي یې د افغانستان په تېره بیا پښتنو په څېر بدبختۍ او بدمرغۍ په نصیب رسېدلي وي. له کندوزه تر کنړ او لغمانه، تر اوروزګان، هیلمند او وزیریستان پوري د پښتنو قتل عام روان دی او موږ پرمشرقي، لغماني او کندهاري سره وېشل سوي او د یوه بل مرۍ مو نيولي دي. له خوشحال خان خټک څخه تر پاچاخانه او تر نن ورځي مو هر څه د بې اتفاقۍ له وجي له لاسه ورکړي دي. زموږ له قومي، سیمه ایزو او لهجوي اختلافاتو څخه به غلیمان تر کومه ګټه اخلي، خدای ته حال معلوم دی.
ما پر هر سټیج، هره مصاحبه او هره لیکنه کي ویلي دي چي د هر چا له خولې او قلم څخه چي د بې اتفاقی بوی راځي هغه د ټولو پښتنو مشترک دښمن دی، له کوره یې وشړی. ما به ددې ځوان خبري عادي شمېرلي وای، خو څرنګه چي دغه راز خبري مي دلته هلته زیاتي اورېدلي دي، نو موږ خو عمر خوړلی دی، راتلونکو نسلونو ته دي خدای خیر پېښوي. که د یوه خواخوږي سپین ږیري په حیث، زما خبره منی نو همدانن فیصله وکړی چي پښتو یوه ژبه ده او پښتون یو قام دی. ستاسي د عزیز هیواد او ویاړلو اولسونو د دایمي ژغورلو لار همدغه ده. دا د خوشحال خان خټک آرزو وه، دا د دې ویاړلو او پرخپلواکۍ مینو اولسونو د ټولو مشرانو آرزو وه. دا آرزو یې پوره کی؛ او د خپل یووالي او ورور ګلوی دښمنان، چي ستاسي د ټولو بدبختیو عامل او د ټولو نیکمرغیو په مخ کي خنډ دي وشړئ او مخونه یې ورته تور کړئ.
محترم ورور جهانی صاحب!
السلام علیکم و رحمة الله
زه سره لدی چه د پښتو لیکوال نه یم خو ستاسی تحلیل کاملا تائیدوم په غیرضروری ابتکار باندی خواری تر زیاته حده د وخت ضایع کولو سره برابر وی،ښه به دا وی چه اهم ته حق د لمړیتوب ورکړو،ستاسی لارښوونه باید وروڼه له پامه ونه غورزوی .
رښتیا هم لهجی ځینی توپیرونه لری ، دا خود لمړنی ښوونځی په څلورم ټولګی کی اول ځل لپاره د زده کوونکو دی توپیرونو ته پام اوړی.
بله ضروری خبره چه د اسلامی آدابو تقاضا هم ده بیا خصوصا په دا ډول لیکنو کی کله چه مخاطب مشران او عالمان وی ،موږ باید کوښښ وکړو هغه کلمات او جملی استعمال کړو چه ادب او حسن بیان ورکی زیات وی خو فکر کوم چه دی برخه کی د ښوونی او روزنی او لوړو تعلیماتو وزارتونه په تربیوی اړخ کی مقصر دی ځکه یوازی ښوونه بی له سالمی روزنی مصیبت دی،ما پرون یو لنډی بحث د نجونو تعلیم د بلخ په پښتون میشتو سیمو کی د پاڅون صاحب په لیکنه کړی وو او( تعلیم یافته ګان بی تربیه) می تعریف کړی وو خو له بده مرغه د تاند اداری دا بحث نامشروع بللی او حذف کړی وو.
مقصد دا چه لیکل ، بحث او تبصره ددی لپاره وی چه : زده کړه، یایی ورزده کړه او دریم مه اوسه،قلمی جهاد هم ورکی شامل دی
تاسی په تیربحث د اوغان کی مو رښتیا هم ډیر زحمت ګاللی وو او نن بحث مو هم ترټولو غوره لار راښیی،خو دا ټولنه اوس هرڅه کی مشکل لری او سخت کار غواړی، د تاسی دنورو لیکنو په هیله
سلام
ژبه په خپله يوه موخه نه بلکې د ابلاغ ستره وسيله ده چې د غه وسيله په معاري توګه اخلاق، اداب، له ځانه سره لري چې له ظاهري او ما نيزه پلوه په يو کورنۍ، ټولنه، او جمعيت کې ډير ارزښت لري. د هر ولس د پېژندګلوي،ثقافت، کلتور او فرهنګ څخه يوه هم ژبه ده. ژبه د کليمو په بڼه ، دارازونو او ارمانونود څرګندولو وسيله ده چې ډير پراخ محراق لري او د نورو ژبو سره نژدې آريکي لري
له بده مرغه زموږ ځينې ليکوالان د نيوکې په نوم له اخلاق بهر وځي او دکلام اخلاق په نظر کې نه ساتي له کوم ځايه چې الله (ج) انسان ته د پوهې او اخلاقو عظمت ور په برخه کړي ښه به داوې چې په ښه توګه له هغېو څخه ګټه پورته کړي. ما تاسره يو ځل د عامه کتابخانې په تلا ر کې ليدلي چې هغه وخت زه په نهم ټولګي کې وم او بيا مې ستا کتاب کې ” ورکه مېنه” په نوم ياديږي اوپه هغه کې مې د پامير شعر مې ډير زيات خوښيږي
او څو ځله مې ستا ليکنې هم کتلي دي. تاسې د دپښتو ژبې د فرهنګ يو ستره برخه ياست. خير دى که څوک کله ناکله نيوکې هم کوي او د کلام اخلاق په نظر کې نه ساتي دابه دهغو يو مشکل وي پروا نه لري وايي چې افواه مردم ودهر مکتب است
هعه به خپله پشتو باندی نه پوهیزی بیا تاته دا خبری کوی جهانی صاخب زمونزه ملی ویار یی مونزه درباندی ویارو
داعه کوم دومره په وطن رختینی مین وی
لار شه بلخ کی د پوهنتون دانشگاه لیکلی ده هرات د واگوره .
کابل کی د تول شخصی پوهنتون نوم یی دانشگاه لیکلی ده .
جهانی صاخب د چا خبرو ته عوز ما ایگده
د معیار په نامه یو څه لرو
دروند جهاني صیب ، زه ستاسو د خبرو په تایید، غواړم ووایم چې ، دغه د سوچه پښتو علاقمندان چې زیاتره یې مسلکې او کافي زده کړې هم نلري، خو په ډیر ویاړ او سپین سترګۍ سره لګیا دي له ځانه نوې پښتو جوړوي، د پښتو د ودې په لاره کې تر بل هرچا لوی خنډ دی… دوی په لوی لاس غواړي چې پښتو د پښتنو نه پردۍ کړي او داسې یوه نوې داسې ژبه جوړه کړي چې یوازې پرې دوی او یو څو نور د ګوتو په شمار لیکوالان او لیک لوستي پوه شي .بله دا چې، بیا هم ستاسو دخبرو په تایید، په پښتو کې ګڼ شمیر لهجې موجودې دي او شاید ډیری یې تر هغې لهجې چې ځینو ته معیاري ښکاري لرغونې او تاریخي واوسي، نو باید ټولو لهجوته درناوی وکړو او هڅه وکړو چې هغه ژوندۍ وساتو، دا کار به نه یوازې دا چې دپښتو په زیان نه وي، بلکې د پښتو د لا بډایتوب، ښکلا او رنګینۍ لامل کیدای شي. او وروستۍ خبره دا چې، هغه په اصطلاح معیاري پښتو چې دا ځینې پښتانه ورته معیاري وايي، چا د معیاري په توګه ټاکلې ده ؟ ایا د نورو لهجو د ویونکو سره پرې مشوره شویده که ، دا هم د نوې پښتو د جوړونې په څیر یو څو خپل سریو د خپلې سیمې او کلي لهجه موږ ته د معیاري په توګه را مخې ته کړیده ….؟!
زما په نظر که څوک غواړى چى ژبه يي نور خلک په اسانۍ سره زده کړى نو بايد ژبه د سوچه والى څخه وژغورل شى مونږ پښتانه هميشه دخپلى ژبى په سوچه والى ټينګار کوو او همدا وجه ده چى زمونږ تاجک ورونه نشى کولاى زمونږ ژبه زده کړى او يا ورباندى خبرى وکړى ځکه چى زمونږ د خوانه ورته ويل کيږى چى پښتو ژبه ډيره سخته ده او ليکوالان هم هميشه نيونکى کوى د خلکو په ليکنو چى دا لغت دى فارسى او دا لغت دى عربى دى يو ښه مثال اردو ژبه چى په نړۍ کى ورباندى ډېرى خلک خبرى کوى او علت يي همدا دى چى د نورو ژبو شريک لغتونه لرى جهانى صيب زه ستا د نظر سره بيلکل موافق يم وحيدالله اعتماد
محترم باري جهاني صاحب ته سلامونه
موږ رښتیا هم نن سبا د دې لوی مشکله سره مخامخ یو. دا د کره پښتو والا خو بېخي وس اوبو چیښلو ته خلگ نه پرېږدي. او بیا دومره کمزوري دلائل چي هغه نه سر لري نه پښې. د تورو زیاته برخه توری د فارسي سه ترجمه سوی دی. او بیا دې ته د معیاري پښتو نوم ورکول کیږي. زه خو د پښتو ژبي استاز یا پوه نه یم خو ۸ کاله مو د انگرېزي درسونه په بیلا بیلو هېوادونو کي ورکړی دی. داسي اوږدې چاړې د نورو ژبو په الفاظو پسي هیچا هم نه دي راخیستي. په روسي ژبه کي تر یو میلیون زیات الفاظ دي دا ټوله خو څه کیې ډېر لژ یې د روسي ژبي خپل دي. انگرېزي په خپله خو بېخي ډېر لږ الفاظه لري ډېر فیصدي یه د نورو ژبو په ډېره بیا د لاطیني سخه راغلي دي.
او بیا تر کمه ځای چي زما لږ معلومات دي هغه دا چي ژبه یا په ژبه کي الفاظ وخت جوړه یي او پخه یي. د کمپیوټر پر مېز خو ژبي او لفظونه نه جوړیږي. دا رقم یوه ژبه په شلم صدی کي یوروپایانو د اېسپرانټو په نامه جوړه کړه خو هغه ناکامه سوه ونه چلېده. خدای دې وکي دا د کره پښتو والا زموږ خوږه پښتو د اېسپرانټو په رقم را ناکامه نه کي.
سلامونه
زموږ تبصرې ته ځای نه شته، چې نه ده ورپریښودل شوې، که لا ویبسايټ نه دی اپډیټ شوی؟
درنښت
پردۍ ژبه زده کول کمال دی
خیله ژبه هیرول بی کمالی ده.
خو که خپله ژپه مو زده نه وی پردۍ ژبه زده کول به ډیر ستونزمن وی!!!