پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د ډنمارک په تعلیمي نصاب کې د پښتو شعر پل

د ډنمارک په تعلیمي نصاب کې د پښتو شعر پل

پوهندوی آصف بهاند

د ډنمارک په تعلیمي نصاب کې د پښتو شعر پل

(نړیوالې کیسې)

د دوه زره شلم (۲۰۲۰) کال د اکتوبر میاشتې پر شلمه (۲۰) نېټه، د ډنمارک د څو اړخیز فرهنگي شخصیت اوله لوللند مړینې یو شمېر افغان فرهنگیان سره وښورول او دې ته یې پام شو چې د خدایبښلي اوله ژوند او اثارو ته له سره کتنه وکړي. په دې لړ کې ما هم خپله ونډه تر ډېرو پورې ادا کړه. د اوله پر مړینې او یا د ده په فرهنگي ژوند پورې اړوند یو شمېر فیسبوکي مطالب خپاره شول، چې د دغو لیکوالو نومونه د یادولو وړ دي:

ــ عیسی بهرام،

ــ عبدالمالک بېکسیار،

ــ ممتاز ارمان،

ــ او آصف بهاند.

ما د اوله په باب خپله مطالعه او څېړنه پیل کړه، مقاله مې د هغه وخت د معلوماتو په دایره کې بشپـړه او خپره کړه. په دې لړ کې ما (آصف بهاند) وخت ناوخت له ښاغلي بیګسیار نه ځکه د ځینو معلوماتو د ترلاسه کولو مرسته غوښتله چې بېکسیار له اوله سره ډېر نږدي پېژندل او گډ فرهنگي کارونه یې کړي و. د ښاغلي بېکسیار د خبرو په ترڅ کې دا راته ښکاره شوه چې ده (بېکسیار) په ډنمارک کې د ډنمارکي او افغان فرهنگ د پېژندنې په برخه کې یو شمېر داسې عملي گامونه اوچت کړي دي چې ډېر بنسټيز او د حساب وړ دي او تر اوسه د ده د دغه خدمتونه خپلو هېوادوالو ته چا نه دي معرفي کړي.

عبدالمالک بېکسیار په ډنمارک کې د خپلو اوسېدو او ژوند کولو په موده کې د نورو فرهنگي خدمتونو تر څنگ توانېدلی دی چې د یو شمیر ډنمارکي فرهنگیانو په مرسته د پښتو شعر بېلگي د پښتو لنډیو څو بېلگې د ډنمارک د تعلیمي نصاب په یوه مرستندی درسي کتاب کې د ډنمارکیانو له پاره  ځای پر ځای کړي.

د ډنمارک د تعلیمي نصاب دا مرستندوی کتاب چې د نړۍ د ځینو هېوادونو د ژبو ځینې بېلگې په کې راوړل شوي دي «verdenshistorie» (نړیوالې کیسې) نومېـږي. د دې کتاب شپاړس مخونه (۱۶۹ ــ ۱۸۴) د افغانستان له پاره ځانگړي شوي دي، د افغانستان د برخې د پیل مخ عکس یې دا دی:

په یاد کتاب کې د دغو هېوادونو په باب معلومات او د تخلیقي ادبیاتو بېلگې وړاندې شوی دی:

سربیا، بوسنیا هرزگونیا، ترکیه، فلسطین، کوردستان، عراق، ایران، افغانستان، پاکستان، سومالیا، سیریلانکا.

دلته یې اړینه گڼم چې له ښاغلو غبدالمالک بېسکیار، ډاکتر محب زغم او ارش ننگیال څخه مننه وکړم چې د دې مقالې د لیکلو په وخت کې یې، د ځینو موادو په پیدا کولو کې له ما سره مرسته کړې ده.

څنگه چې ښکاره ده د ښاغلي بېکسیار د هڅو له برکته د پښتو ادبیاتو او شعر پل د ډنمارک د تعلیمي نصاب شنه بڼ ته ورسید او ده ته د دې لړۍ بشپـړ حال معلوم و، نو ځکه مې د دې مقالې د لا غنا په خاطر د ده د مرستې اړتیا حس کړه او دا پوښتنې مې د دوه زره شلم (۲۰۲۰) کال د دسمبر پر لومړۍ (۱) نېټه د مسنجر پر څپو ورولېږلې:

ښاغلي بېکسیار ته سلامونه او درناوی!

هیله ده هر څه ښه وي.

د یوې څېـړنیزې مقالې د بشپړلو، غنا او سمې لیکنې له پاره ستاسو مرستې ته اړ یم، که کولای شئ، دغو لاندې پوښتنو ته مې ځوابونه ولیکئ:

ــ د ډنمارک په تعلیمي نصاب کې «د نړۍ کیسې» ترسرلیک لاندې مرستندوی کتاب د کومې دورې یا کومو ټولگیو له پاره کارول کېـږي او ولې د ځینو ټاکلو هېوادونو د شعرونو او نثرونو بېلگې په کې را ټولې شوې دي؟

ــ د استاد صدیق پسرلي او پیرمحمد کارون د کلام بېلگې او لنډۍ چا انتخاب او چا ډنمارکۍ ژبې ته وژباړل؟

ــ آیا د دې تر بحث لاندې کتاب په باب تر ما مخکې چا څه لیکلي او خپاره کړي دي که نه؟ او که لیکل شوي او خپاره شوي وي، چا لیکلي دي او چېرې خپاره شوي دي؟

ــ آیا د انتخاب شويو شعرونو او لنډیو متنونه په بشپړ ډول ژباړل شوي، که ځینې بیتونه او یا برخې ورنه حذف شوې دي؟

له مرستې نه مو همدا اوس مننه کوم.

پوهندوی آصف بهاند

د دوه زره شلم کال د دسمبر لومړۍ نېټه

ښاغلي بېکسیار یوه ورځ وروسته، د دسمبر پر دویمه (۲) نېټه، په وطني او افغاني مینې سره زما د پاسنیو پوښتنو په ځواب کې ښه مفصل معلومات راولېـږه چې زه یې په امانتدارۍ سره په بشپـړ ډول درنو لوستونکو سره شریکوم:

«استاد سلامونه

هیله ده هرڅه سم وي.

دغه کتاب پېژندنه تقریبن په همدې موخه چې تا ته کومې پوښتنې پيداشوي هماغه وخت د کتاب تر چاپ وروسته ما لیکلې وه خو څرنګه چې کتاب چا پښتون لیکوال نه و لوستی ما ته يې خپرول بې ګټې و اېسېدل

هیله من یم ستا ډېرې پوښتنې حل شي.

کتاب پېژندنه:

د کتاب نوم ـــ  Verdenshistorier دنړۍ کیسې

لیکواله ـــ  Ditte Marie Munch- Hansen  دیته   ماریه   مونچ  هنسن

چاپ ـــ  لومړی

ځای ـــ کوپنهاګن

کال ـــ ۲۰۰۹

چاپځی ـــ   Gyldendal

خورونکي ـــ د ډنمارک د ښوونې وزارت  او د کډوالوسازمان

د پاڼو شمېر ـــ  ۲۹۱

قطع  ـــ لوی

په ډنمارک کې ښوونځی جبري ندی، مګر لیک لوست جبري دی. دا خبره په شخص پوري اړه لري چې دغه لیک لوست چېرې؟ څرنګه؟ او له چانه کوي؟

له یوه ښوونځي څخه د فراغت د سند د تر لاسه کولو د پاره باید لس کاله ښوونځی ولوستل شي، ډېر خلک دغه دوره د اروپا په ډېرو هېوادونو کې نهه کاله ګڼي، خو دې خبرې ته یې پام نه وي چې دلته ښوونځي د ګران هېواد افغانستان  پرتله له صفر ټولګي څخه پیلېـږي. یو ځوان یا یوه پېغله چې له لسم ټولګي څخه فارغېـږي، د ادبیاتو د مضمون پر حساب باید له ځینو لیکوالو، د هغوی له کار او د کار له دود سره اشنا وي.

دغه خبره تر ډېره ځایه له ډېر پخوا او په تېره بیا نن سبا چې د اروپا په ډېرو هېوادونو کې ناسیونالیستان د قدرت پرګدۍ ناست دي، د دوی پرخپلو لیکوالو او ادبیاتو را څرخي .

د ادبیاتو دغې یو اړخیزې مطالعې یا لوست Ditte Marie  چې په ۲۰۰۷ کال د کوپنهاګن پوهنتون  د ډنمارکي ادبیاتو او فلسفې له څانګې  فارغه ده، پدې اندېښنه کړه، چې دغسې کړنه، د زده کوونکو د پاره ډېره په ګټه نه، چې حتی په ننۍ د برېښنايي رسنیو په مټ د بې سرحدې نړۍ په چوکاټونو کې مضره لا هم ده.

Ditte خپل دغه سوچ او په ډنمارک کې د هغو ملیتونو د ادبیاتو چې ډېر کډوال یې پدغه هېواد کې اوسي د یوه متمم کتاب د شایع کولو نظریه د ډنمارک د ښوونې له وزارت سره د خوښې او د ډنمارک د کډوالو له سازمان او Gyldendal  سره چې په ډنمارک کې تر ټولو ستر او پخوانی چاپځی هم دی د کومک او مرستې په موخه شریکه کړه او دغو درېواړو مراجعو ورته لبیک ووایه.

د خپلې دغې موخې د ترسره کولو په خاطر Ditte د ډنمارک د کډوالو د سازمان او Gyldendal په کومک چې د ډنمارک دښوونیزو کتابونو یوازنی چاپځی دی د هغو میلیتونو چې په ښوونځیو کې د بهرنیو زده کوونکو زیاته برخه جوړوي، له هغو پوهانو، لیکوالو او د ادبیاتو له هغو استازو سره د غوراوي د پاره په اړیکه کې شوه چې ورځنی کار یې ادبیات وي .

په ښوونځیو کې له پخوا څخه د غوره شویو ادبیاتو او لیکوالو د لوړې سطحې، د زده کوونکو د عمري پوړ [۷ ــ   ۱۰ ټولګیوالو]، او هغه دریم شرط ته په کتو چې دغه متون باید د غوراوی د پاره تر هرڅه د مخه په انګرېزي، فرانسوي او یا الماني ژباړل شوي او د  Gyldendal  او کډوالو د سازمان د ټولو هغو کتابونو لړلیک سره چې دوی د نوموړي هېواد په هکله خواره کړي، مله وي  چندان اسان کار هم نه و. دیتې (Ditte) د افغانستان په استازیتوب د دغه کار د پاره زه وټاکلم .

دغو برنیو دلایلو او دا چې نوموړي اثار بیا وروسته باید له ټولو اړوندو غوښتنو سره په ډنمارکي لیکل شوی وای، زه دې ته اړ وېستم چې اثار باید تر ټولو د مخه ما او بیا زما کشر ورور ډاکتر شېرشاه  ته چې ما يې د انګرېزي ژباړې هیله ترې کړې وه مانوس، پېژندل شوی او د علاقې وړ وای .

ځکه نو ما د استاد پسرلي یو نظم، د پیر محمدکاروان یو ازاد شعر او څو لنډۍ د دغې پروژې د پاره غوره کړې، کتاب د افغانستان، بوسنیا،عراق، ایران، ترکيې، قسطنطنیې، صربیا، پاکستان، سومالیا، سری لانکا، کرد او فلسطینی ملتونو د ادبیاتو په ګډون، د نړۍ کیسو په نامه  له ۷ م څخه تر۱۰ م پورې ټولګیو زده کوونکو لپاره په ډېره ښکلې قطع او صحافت په ډنمارک کې چاپ او د ډېرو صحافیانو، کره کتونکو او ژورنالیسانو د نظر وړ وګرځېد.

په دغه ښوونیز اثر کې، له هرمتن نه وړاندې د هغه د لیکوال په هکله معلومات او بیا ورورسته د دغه اثر په هکله د اثر د غوره کوونکي دلایل او په پای کې ستونزمن او بېګانه وییونه راپېژندل شوي دي.

تر دې ټولو وروسته د اثارو د ادبي، ټولنیزو، ژبنیو او فرهنګي ښېګڼو د لا ښه پوهاوي په خاطر ځینې تمرینونه ځای پرځای شوی دي.

د ټاګل شویو متنونو څخه کومه برخه نده بېله شوې بلکې ټول را اخیستل شوي.

په درناوۍ

دا هم یوه بله مقاله چې ما د ډنمارک په تدریسي سستم ډېره پخوا لیکلې وه او کېدایشي چې حتی حتمن ځينې شیونه له هغه وخته تر اوسه د بېلابېلو رژیمونو له خوا بدل رابدل شوي دي، خو یو عمومي انځور وړاندې کولای شي.

د خپلې خوښې او داوطلبانه کار: 

لیک لوست په ډنمارک کې جبري دی خو ښوونځی نه، په بله مانا وګړي د لیک لوست په زده کولو مکلف دي مګر دا چې څنګه او چېرته يې زده کوي هغه د خلکو خپل کار دی دغه لنډې یو دوه خبرې د زده کړو د پاره قانوني او کاغذي فورمولبندي ده، تر دې ور اېخوا لکه بل هر هیواد په ډنمارک کې هم ماشومان د ۵ او ۶ نیم کلنۍ ترمنځ د ښوونځي لړۍ را پیلوي او ښوونځي ته ځي، دا چې لسګونه ډوله دولتي، نیمه دولتي او شخصي ښوونځي موجود دي، دا بیا بېله خبره ده .

د ښوونځي دوره ټیک لکه د ګران افغانستان ۱۲ کاله ده، خو لږ په بله بڼه. ماشوم له صفر ټولګي څخه شروع کوي او له نهم ټولګي فارغېـږي، بیا درې کاله د لېسې ــ کالج ــ جمنازیوم دوره تېروي چې شي ۱۲ کاله او په لوړو زده کړو پیل کوي. هغه زده کوونکي چې د نهم ټولګي څخه په فارغېدو کې يې ښې نومرې نه وي راوړي او  وار د واره جمنازیومونو ته نشی شاملېدی، کولای شي بېلابېلو حرفوي ښوونځیوته ولاړ شي او یا د ځینو اضافي کورسونو په تعقیبولو سره خپلې نومرې پوره او کال نیم تر هغه نورو وروسته جمنازیومونو او بیا دلوړو زده کړو اداروته خپله لاره پرانیزي .

د زده کړو په دوران کې د ښوونځیو او پوهنځیو ترمنځ  لسګونه کږې وږې لارې شته چې زده کوونکي کولای شي یوې خوا او بلې خوا ته سره واوړي را واوړي، داسې نده لکه د افغانستان چې د ادبیاتو پوهنځی دې شروع کړ [او د زده کړو په دوران کې يې عسکرۍ ته ونه نیوې ــ هاهاها] نو ارو مرو به څلور کاله وروسته د ادبیاتو له پوهنځي فارغ او په سپینه ادې ښوونځي کې د پښتو ښوونکی يې .

دلته دا خبره ډېره شونې ده چې یو هلک یا نجلۍ د ټولنیزو علومو پوهنځی شروع، دوه کاله وروسته د پلاني او پلاني کورس په تعقیبولو او په  پلاني او پلاني مضمونونو کې د څومره څومره نومرو په جوړولو د حقوقو پوهنځي ته واوړي او که هغه يې هم کال نیم وروسته د خوښې پوهنځی و نه خوت نو بیا ټیک همدغه شان خو د ځینو نورو کورسونو په نیولو او ځینو نورو مضامینو کې تر لازمي نومرو جوړولو وروسته  کوم بل د خپلې خوښې پوهنځي ته واوړي او ۷ ــ ۸  یا لس کاله وروسته له څلورم یا پنځم پوهنځي څخه خپل د فارغېدو سند ترلاسه کړي.

د زده کړو په دوران کې دا هم شرط ندی هغه کسان چې د پوهنځي په لومړي ټولګي شروع کوي  ټول به هماغه زده کوونکي وي چې د دوبنیو رخصتیو په شروع کې د هیواد له جمنازیومونو فارغ شوي وي، کېدای شي ستا یوه ټولګیواله یا ټولګیوال تر تا ۲۰ کاله مشره یا مشر وی، شل کاله يې کار کړی او اوس يې زده کړو ته شوق شوی وي.

سمندر چې د ۲۰۰۶  کال د دوبنیو رخصتیو په پای کې یې په ۵ نیم کلنۍ کې صفر ټولګی شروع کړی و اوس پنځم ته لاړ، دا خبره مې هېڅ نه هېرېـږي چې د صفر ټولګي په پای کې د ښوونځي مشر موږ والدینو ته په خطاب کې ویل: “ستاسو بچي د نن ورځې په شمول ۲۰۰ ورځې یا واره ښوونځي ته راغلل او تاسې یانې والدین ۴۰۰ ځلې، دا ځکه چې هرسهار مو هغوی را وستلي او بیا ماسپـښین مو بېرته کورته بوولي.”

داسې نده لکه د میدان د لېسې د یوه پخواني استاد ارواښاد محمد دین خان خبره چې ” ګډولې۱ ورتخته کړه او په ګردنه۲ يې واړوه .”

په ښوونځیو کې له درس نه وروسته وخت د پاره د وزګارځیو په نامه د لوبو او درس ګډ ځایونه شته چې ماشومان وساتي څو والدین له کارونو راوزګار او ماشومانو پسې راشي سمندر چې نوې شروع کړې وه هغه وخت ډېر ښکلي وختونه و، هرڅه ــ څه ناڅه هغه د چاخبره په خپل هماغه پخواني او کلاسیک موډ و، په ښوونځي کې به که هرڅه پېښېدل نو ښوونکو به موږ ته د لیکلی مکتوب په واسطه خبر را کاوه لکه د والدینو او ښوونکو غونډه، د والدینو د ګروپ ملاقات، د ټولګي د پیسو د صندوق اړوند، د ماشومانو چکرــ لمباــ موزیم… ته تگ او نور.

خو نن سبا دا هرڅه په نېټ او برېښنا لیک کېـږي چې دوه ورځې يې تعقیب نکړې نو نه پوهېـږې چې سبا به ښوونځی وي او که نه؟ او که وي نو بیا په څو بجو شروع کېـږي او په څو ختمېږي؟

سږ يې د اوړي تر رخصتۍ لا څو میا شتې تر مخه د څلورم [ی] په پاڼه چې د سمندر د ټولګی پاڼه ده لیکلی و “د دوبي د رخصتیو په وروستي week end اونۍ پای د اګست د میاشتې  په شپږمه نېته د سهار له ۹ د مازیګر تر ۵ بجو خپل نوی ټولګی رنګ او ښایسته کوو، له ځانه سره خوراک، چای او کافي مه هېروئ .”

دغه کار دوی یو ځل له صفر ټولګی څخه اول ته په اوړېدو کې هم کړی و، خو هغه ځل زه  غیرحاضر وم او د همغې غیر حاضرۍ په وجه مې سږنی برېښنالیک print او د یادښت پرتخته کلک ټومبلی و او بیا بیا مې تعقیباوه.

دغه ټاکلې ورځ همدا پرون وه، زه چې لا د پېشلمي بې خوبه او د روژې غوسه او وچې شونډې تر وخت نا وخته او تش لاس ورغلم  که ګورم چې بلا میندې او پلرونه  لګیا دي او بېلابېل کارونه کوي، یوازې دوه سطله د دېوال رنګ يې د ټولګي له بودیجې یانې هماغه د زده کوونکو د صندوق څخه چې کال کې د زده کوونکي په سر سل کرونه [ډنمارکي پیسې] دي اخیستی و، نور هرچا خدای وس چا برس، چا لرګی، چا د رپک د پاره دړه، چا د الماریو رنګ، چا د تختې رنګ، چا پرده، کلچې، کیک، چای ، کافي او چا څه او چا څه د ځانه سره راوړي وو او لا لګیا و راوړل يې، ځينې خو څو ـ څو واره او بیا ـ بیا کورونو او بازار ته په اړوندو څیزونو پسې تلل او راتلل.

موږ افغانان خو له لویه سره د خدای په فضل په څه نه یو خبر، نو چې د روژې غوسه او د پېشلمي بې خوبي هم ورسره یو ځای شي څه به ترې جوړ شي هغه د چاخبره لویه ورځ هماغلته [لر شه مټی برشه مټی] کېدلم څو چې مازیګر بېرته کورته راغلم.

د سمندر په ټولګي یانې پنځم [ی] کې ۲۲ تنه زده کوونکي دي، خو میندې او پلرونه ترنیمو هم لا کم و، خو هېچا په چا کار نه درلود چې کله ځي یا کله راځي او یا څوک څه کار کوي هرڅوک لګیا و یو کار يې کاوه، هېچا نه ویل څوک راغلي او څوک ندي راغلي او یا ولې ندي را غلي؟. یوازې زما په زړه کې دغه خبره وار ـ وار تېرېدله چې دغه نور نو ولې ندي راغلي؟  خو په خوله مې هېڅ نه ویل ځکه دا نور ټول چوپ چاپ و، او د هغوی خو ځکه دا خبره په زړه کې نه وه ــ که وای نو بیا يې ویل هم ، او لکه زما يې په زړه نه پرېښووه. پدې اساس نو که پدغه کار کې له کوم لوري کومه ذره ثواب مواب و هغه مې هم په خپل نیت خراب کړ، په پای کې چې کله له ټولګي راوتو داسې ښایسته ښکارېده لکه ناوې.

ما چې د خپلې خوښې او داوطلبانه کار دغه بېلګه د خپلو وطنونو له هغو سره مقایسه کوله، نو هغه بې شمېره بې وزلي چې یا تر اوسه له هغو داوطلبانه کارونو راستانه نه شول او یا يې د نه ورتګ له وجې سرونه وخوړل، بیا ـ بیا راته یادېدل.

۱ ــ  ګډوله د با قو لیو یا باکولیو ډوډۍ.

۲ ــ  ګردنه د میدان د لېسې [برمیدان] او کوز میدان  ترمنځ  غر.

۲۰۱۱/۰۸/۰۷

ډنمارک»

د ښاغلي بېکسیار له دې معلوماتو نه ډېره مننه چې په هنرمندانه ډول یې زما پوښتنې په هر اړخیز ډول ځواب کړي دي، په تېره د ډنمارک د تعلیمي نصاب په باب هر اړخیز علمي معلومات  او هغه کارونه چې ده د همدې تعلیمي نصاب د مرستندوی درسي کتاب په برخه کې ترسره کړي دي.

په دې مرستندوی درسي کتاب «verdenshistorie» (نړیوالې کیسې) کې له افغانستان څخه دوه ټوټې شعرونه او شپـږ لنډۍ راوړل شوي دي:

ــ د دوو تنو معاصرو شاعرانو د شعر یوه، یوه بېلگه،

ــ د پښتو ژبې له فولکوریکو اشعارو څخه څو لنډۍ.

 د ښاغلو: استاد صدیق پسرلي او پېرمحمد کاروان د کلام یوه ـ یوه بېلگه او د لنډیو شپـږ بېلگې راوړل شوې دي. د شعرونو او لنډيونو انتخاب او توزیحات یا پېژندنه او مقدمه هم ښاغلي عبدالملک بېکسیار په ډنمارکي ژبه ورته لیکلې ده.

د یاد مرستندوی درسي کتاب د افغانستان برخې په پیل کې په ډنمارکۍ ژبه باندې د ښاغلي بېکسیار توزیحات راغلي دي چې لنډون یې ما پښتو ژبې ته اړولی دی.

په دې کتاب «verdenshistorie» (نړیوالې کیسې) کې سره له دې چې لومړی د شعرونو او لنډیو هغه تشریح راوړل شوې چې د ښاغلي بېکسیار له خوا لیکل شوې ده؛ خو زه یې په افغاني دود سره لومړی د شعرونو او لنډیو پښتو متن راوړم، بیا به د هر شعر او لنډیو ډنمارکي متن او ورپسې به د ښاغلي بېکسیار د تشریحاتو ژباړل شوی متن راوړم چې د یاد کتاب د افغانستان د برخې په پیل کې راوړل شوي دي:

دا هم په ترتیب سره د شعرونو او لنډیو پښتو او ډنمارکي متن او وروسته یې تشریح:

 د پیر محمد کاروان د شعر پښتو متن:

د شپې ماشوم شمه زه

کله چې لمر پر کلي سر ووهي

او شپه د وړانگو په خنجر ووهي

په تودو شونډو پېزوانونه ښکل کړي

زرین لاسونه پر گودر ووهي

چې ماشومان په قلمي گوتو په سپینو کاغذي لاسونو

تورې تختې راواخلي

په بلبلي ژبو الف ووایي، بې ووايي، تې راواخلي

ما ته را یادې شي ماشومې شېبې

کلی، گودر او د گودر له غاړې

اخوا په برم ولاړ یو شین چنار یو ښکلی چنار

د چنار لاندې یو وړوکی جومات

چې یې محراب و اوبو وړی او ممبر یې نه و

کولپ او زنځیر خو یې پر ځای پرېږده چې ور یې نه و

فرش یې د خوړ پستوکې شگې وې ټغر یې نه و

چې هر سحر به لمر له پورې غره راوشړل

د وړانگو غشي

د چنار لاندې په اوبو کې به خورې شوې

د طاوس بڼکې

موږ به هم راغلو لکه سیل راشي د شنو طوطیانو

د چنار ډډې ته پر توره تخته سپین لیکونه

پر موږ خواږه لکه د قند او د نبات لگېدل

زړه راته وايي پاڅه بیا ماشوم شه

خو زړه ماشوم دی په دې نه پوهېږي

ما په کتار د ماشومانو کې پرېږدي کله څوک

غواړم ماشوم شم او پر توره تخته

  نوم مې د هغه جانان ولیکمه

چې اول ټکی یې اخیستی دی د خدای له نامه

غواړم ماشوم شمه او ټولې تختې

د خپل جانان په نامه ډکې کړمه

خو زه له خپل عمر شرمېږم

 ماشومانو ته ورتلای نه شمه

په جگو سترگو ماشومانو ته کتلی نه شم

ځکه زما همزولي

د ماشومانو کوټنۍ ړنگوي

قلم، تختې او مشواڼۍ ماتوي

او په لوی لاس ترېنه ماشومه دنیاگۍ ړنگوي

په سپینه ورځ له ماشومانو نه په څنگ تېرېږم

خو شپه!… قربان یې شمه څومره پرده پوښه ده شپه!

ماشومان ټول په خوب ویده وي او زه

له ماشومانو نه په غلا

او پټ په پټه په ماشوم بدل شوم

او زه ماشوم شمه د اوښکو په ماشومو گوتو

د سپینو ستورو تباشیر راواخلم

د شپې پر توره تخته

نوم د جانان ولیکم

افغانستان ولیکم

۰۷/۰۹/۱۹۹۷

ناصر باغ نوی کمپ، پېښور

کاروان پیر محمد، چنار خبرې کوي، اسد ۱۳۷۶ ــ اگست ۱۹۹۷، دانش کتابخانه پېښور،  ۱۴۲ ــ ۱۴۴ مخونه

د پیر محمد کاروان د شعر ډنمارکي متن:

Om natten bliver jeg barn

Af Pir Mohammad Karwan

Sommertider sprøjter solskin

ind over landsbyen,

når solen dolker natten

med sin stråledaggert*,

varme læber kysser næseringe,

gyldne hænder leger i bækken,

børn griber

med hvide hænders gennemsigtige knoglede fingre

om deres tavler,

synger deres abc som nattergale,

barndomsminder springer frem,

landsbyen, bækken

og ved bredden

knejser en majestætisk hvid poppel*,

en dejig poppel

og under poplen ligger en lille moske,

mihraben* er revet væk

af oversvømmelser,

prædikestolen for længst borte,

uden kæde eller lås

ikke engang en dør,

der var intet gulv

andet end det bløde sand fra overskylningen,

hver morgen drev de fjerne bjerge solstrålerne væk,

ved det poppelskyggede bassin

spredte påfuglen sin fjerpragt,

vi lignede en flok grønne papegøjer,

der skrev på tavlerne under den hvide poppel,

hvor sødt det føles

som sukker og slik,

mit hjerte længes efter barndommes igen,

men hjertet, selv barn, forstår ingenting,

hvem vil give mig plads i børnenes rækker,

jeg vil gerne være barn

for at fylde tavlen

med navnet på den elskede,

hvis første bogstav er fælles med

ALLAHS,

jeg vil være barn igen og

skrive min elskedes navn overalt på tavlen,

skamfyld over min alder

tør jeg ikke nærme mig de børn,

det er umuligt at se på børnene med disse øjne,

for andre på min alder

ødelægger børnenes legepladser

brække penneskafter

smadrer blækhuse og tavler,

skamløst ødelægger de et barns uskyldige verden,

jeg undgår børn ved dagens lys,

ved nat, min elskede, giver mørket fuldt dække,

børnene ligger intetanende i deres søvn

mens jeg i hemmelighed,

skjult for disse børn

selv forvalndes til barn,

dette barn vælger med tårevædede fingre

den lyseste hvide stjerne

til at skrive med

på natttens sorte tavle

jeg staver min elskedes navn

A-F-G-H-A-N-I-S-T-A-N-

د محمد صدیق پسرلي د شعر پښتو متن:

دا زه خپله نیمگړتیا ګڼم چې تر اوسه مې د پسرلي صاحب د شعر پښتو متن نه دی پیدا کړی. له ډنمارکه نیولې تر کابل پورې او بیا تر لندنه پورې مې هم څه خپله او څه د نورو دوستانو په مرسته لټه وکړه او له ډېرو هلوځلو سره ـ سره و نه توانېدم چې د پسرلي صاحب د کلام پښتو متن پیدا کړم، د ده د شعر د پښتو متن د یوې برخې عکس چې د ډنمارک په مرستندوی درسي کتاب کې راغلی و، د بېلگې له پاره دلته ږدم:

خو دا وعده سپارم چې کله مې د پسرلي صاحب د یاد شعر بشپړ متن  پیدا کړ، د دې مقالې په بیا ځلې چاپ یا بیا ځلې انلاین کولو کې به یې له یادونې سره ور اضافه کړم.

د محمد صدیق پسرلي د شعر ډنمارکي متن:

En strejfer

Af Mohammed Sediq Pasarly

Efter en rum tid

vendte jeg tilbage til mit hjemland,

til byen hvor jeg efterlod min ungdom.

Byen var den samme,

og gaderne,

mange huse var helt som før,

men når jeg tænkte på livets rejse,

var mange ting forandret,

kun få som før,

efter år i eksil var jeg

kommet hjem til mit land,

samme stad, samme gader,

men jeg var kommet til en anden by.

Nogle var døde,

andre var vandret ad ukendte stier,

de resterende virkede på mig,

som hærgede efter en tyve år lang jihad*.

Hvordan skulle den kunne bestå

urørt af de mange regimer*,

der kom og forsvandt,

ingen forstandighed,

ingen moral er tilbage

eller normale ønsker og tanker.

Jeg så en gang på mig selv,

jeg var ikke længere ham,

som engang havde været Pasarlay,

et tyve år langt eksil

havde gjort mig til noget andet

med samme navn,

langsomt gik jeg ud af byen,

strejfede ad nogle stier

uden mål og med.

Jeg sagde til mig selv,

at jeg dog måske ville genkende min poppelhund*,

i hvis skød mine idéer,

min tankeverden,

min fantasi,

som gav mig stof til mine digte,

ville vokse,

og var ved med mine hemmeligheder,

i dens lette skygge,

måske blunder min ungdom stadig,

hvis jeg vækker den med min snakken,

giver den mig måske et nyt liv.

Nogle træer blev knækket af bjørnene,

andre blev ædt af græshopper,

de resterende var halvdøde,

usikre som var de jagede.

Der var ingen høje popler*

ingen stolte plataner*,

med skygge hvor kilder springer,

som holder til høsten.

Der var end ikke

en enkelt velkendt pil med svalhed,

hvor jeg kunne hvile ud,

ikke et eneste sted var tilbage,

hvor jeg kunne søge tilflugt.

Hvad skal jeg nu gøre?

Hvorhen skal jeg gå?

Gud ved, hvem jeg er?

Hvad er min mission i livet?

Jeg er en fremmed i mit eget land,

en strejfer blandt mit eget folk.

په کتاب کې د راغلو لنډیو پښتو متن:

که دیدن کړې تلوار راوکړه

بېـړۍ ډوبېـږي په تخته ولاړه یمه

د مخ هډوکي مې ښکاره شول

سېلاب داوښکو پرې راځي غوښې یې وړینه

یو وارې بیا پر دې لار راشه

په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه

زړګی مې غواړي اوښه شل شې

په ځغاسته تېر شولې و نه شول دیدنونه

چې توره نه کړي نو به څه کړي

تر نیمايي کنډوه زه ورسره ځمه

د مساپر یار ځنکدن دی

مخ یې وطن ته کړئ چې سا یې وخېـږینه

د لنډيو ډنمارکي متن:

Traditionelle Landay

Du skal skynde dig, hvis du vil møde mig,

for skibet synker, og jeg står på en knækket planke.

Mit ansigts knogler træder frem,

som min tårestrøm bærer kødet på mit kranie bort.

Kom igen en gang denne vej – jeg be’r dig,

dit fodspor fra sidst er nu dækket af sand.

Jeg håber du bliver lam – oh, spurtende kamel,

for du løb så stærkt, at jeg ikke fik set min elskede.

Hvordan kan min elsker undgå at besejre landets fjender?

Jeg følger ham halvvejs til slagmarken.

Når den rejsende er døende, ved hans ansigt mod hjemstavnen, så han kan drage de sidste suk i fred.

Alle digtet er gendigtet til dansk fra pashto

Ved Ole Lillelund og Adul Malek Beaksyar.

مأخذ:

Verdenshistorier – En alternativ kanon

Redigeret af Ditte Marie Munch-Hansen

  1. udgave, 1.oplag 2009

Gyldendal

  1. 171-181

په ډنمارکي مرستندوی درسي کتاب کې د افغانستان د برخې له پاره د ښاغلي بېکسیار توزیحات:

لکه څنگه چې مخکې هم وویل شول، د ډنمارک د تعلیمي نصاب په دې مرستندوی درسي کتاب «verdenshistorie» (نړیوالې کیسې) د افغانستان د برخې په پیل کې، په ډنمارکۍ ژبه باندې د ښاغلي بېکسیار توزیحات راغلي دي چې لنډون یې ما پښتو ژبې ته اړولی دی. دا زما د ژباړې متن دی:

د افغانستان ټولنې د ادبیاتو د نورو ژانرونو په پرتله شعر ته ډېره پاملرنه کړې ده. افغاني ټولنه اساساً د شعر لوستلو ټولنه ده او افغانان د ادب په اړه د نورو ژانرونو په پرتله شعر ته ډیره پاملرنه کړېده. په افغانستان کې، شعر په دوه برخو ویشل کیدای شي:

ــ یو هغه شعرونه دي چې د لوستو خلکو لخوا تخلیق، چاپ او لوستل کېـږي،

ــ فولکلوریک شعرونه.

په لومړۍ برخه کې ما د دوو لوستو شاعرانو شعرونه غوره کړي دي او په دویمه برخه کې مې د فولکوریک شعر (لنډۍ) شپـږ بېلگې را اخیستې دي.

پیر محمد کاروان:

کاروان په خپلې ښې شعرې ژبې سره «د شپې زه ماشوم کېـږم» شعر کې، د افغانستان د تیرو شلو دېرشو کلونو ژوند، روښانه انځور وړاندې کوي. کاروان په خپلې ښې شاعرانې ژبې سره داسې احساس څرګندوي چې ټول افغانان به یې وپیژني. کاروان د گردې ټولنې په استازیتوب، د افغانستان د ماشومانو پر وړاندې خپل ګناه په ډاګه کوي، هغو ماشومانو ته چې اړ شوي دي، په هغه هېواد کې را لوی شي چې د کورنۍ جګړې او ویجاړۍ سره لاس گرېوان دی. کاروان دا ښيي چې څرنګه په هیواد کې خلکو او شرایطو په بشپـړ ډول بدلون موندلی، ځکه چې هغه په خپله یو ماشوم و. له دې سره ـ سره په دې شعر کې له وطن سره مینه هم ځلېدلې ده چې د افغانستان د شعر یو مهمه موضوع ده. شاعر د ماشومتوب دوران بایللی دی او هیله کوي چې بیا ماشوم شي، ښوونځي ته ولاړ شي او د ښوونځي په چمن کې، د چنار تر ونو لاندې کښېني او خوشالي وکړي.

په شعر کې په څرگنده ټوگه د جگړې او بربادۍ پر وړاندې نفرت احساسېدلی شي. د شعر په پای کې له وطن افغانستان سره د مینې بیان خورا هنري دی. وطنپالنه په داسې ډول ښودل شوې ده چې شعر یې له سیاسي شعار نه راګرځولی دی ، چې دا یوه پر ځای او ځانگړې وطنپالنه ده.

پیر محمد کاروان نسبتاً ځوان شاعر دی، د ده د دویمې شعري ټولگې (چنار خبرې کوي) په خپریدو سره یې، نوم داسې مشهور شو چې اوس یې ټول خلک یادوي. هغه د لیکلو د ځانګړي سبک په پار، په پراخه کچه درناوی لري. دا به د حیرانتیا خبره وي چې په افغانستان کې چا د هغه شعر یا نه وي لوستلی او یا یې لږ ترلږه د هغه نوم نه وي اوریدلی.

د کاروان شهرت، تر ډېره د ده د غزلونو په پار دی او د ده د مینوالو لخوا هغه د غزل پاچا بلل کیـږي، غزل له “ښځو سره د خبرو کولو” معنی رسوي او د شعر لیکلو یو ځانګړی فورم هم دی. دا د شعر هغه قافیه لرونکی فورم دی چې کله ـ کله ردیف هم په کې کارول کېـږي. د بیتونو شمېر یې باید تر پنځو لږ نه وي او تر دیارلسو ډېـر نه وي. د کاروان د شعر موضوعات بېلابېل مسایل جوړوي، خو کوم شعرونه یې چې د مینې په اړه لیکلي دي، افغانانو یې ډېر هرکلی کړی دی.

استاد صدیق پسرلی:

د پسرلي شاعري، په شعر کې د هغه د ژور فکر له امله درنښت لري او د عادي لوستونکي له پاره یې پوهېدنه کېدای شي کله، کله ستونزمن وي. پسرلي ته ــ د هغه د کلام د پوخوالي په وجه ــ د ډېرو خلکو له خوا د استاد خطاب کېـږي.

په دې شعر کې پسرلی د دې په باب خبرې کوي چې: څنگه یو څوک له هغه ځایه تېښتې ته اړ کېـږي، چې دی په کې رالوی شوی وي، دا په افغانستان کې له ډېرو کلونو راپه دېخوا د ورځني ژوند یوه برخه ده.

پسرلی په دې شعر کې د هغه چا په باب خبرې کوي چې وروسته له اوږده مهاجرت څخه بېرته خپل ښار ته راستون شوی دی، خو په ښار کې د ده د نه شتون په موده کې د پاملرنې وړ بدلونونه راغلي وي، دی نا څاپه پوهېـږي چې دی هم بدل شوی دی او اوس هغه زلمیتوب نه دی ورپاتې چې د ښار د پرېښودو په مهال یې درلود. د دې شعر په لوستلو سره لوستونکی په خپل ښار او وطن کې د یوازېتوب او پردیتوب احساس کوي.

لنډۍ:

لنډۍ یو فولکلوریک شعر دی چې د ټولو خلکو مال گڼل کېـږي، لومړني ویونکي یې عام کلیوال او نالوستي خلک وو چې نسل په نسل سینه په سینه په شفاهي ډول تر موږ پورې رارسېدلې دي. لنډۍ د ډنمارک د منځنیو پېـړیو سندرې لوستونکو ته ورپه یاد کوي. لنډۍ د سیمو د ویش له مخې، په نورو نومونو هم یادېـږي لکه: ټپه، مسره، او ټیکۍ. د لنډیو ډېره سلنه د مېرمنو له خوا تخلیق شوې ده.

د لنډۍ ویونکی معلوم نه وي او د ټولو خلکو مال گڼل کېـږي. ځینې لنډۍ د وخت په تېرېدو سره د خلکو هېرې شوې دي، خو هغه یې چې لوړ مفهوم او ښه هنري مزیت لري، د خلکو په حافظو کې پاتې دي او په ټاکلو ځایونو او وختونو کې یې په تکرار سره وايي. ډېر ځلې په سندور کې هم کارول کېـږي او کېدای شي چې له موسیقي پرته هم زمزمه شي چې د ځانگړي منځپانگې یا محتوی لرونکې دي. ښځې په لنډیو کې ځان ښه را څرگندوي او په ازادنه ډول د خپل زړه خبرې په لنډیو کې کولای شي.

لنډۍ د افغانانو (پښتنو) یو ځانگړی شعري فورم دی چې په نورو ژبو کې نه شته، یوازې د جاپان هایکوگانې ورتوالی ورسره لري. لنډۍ له دوو نامتوازنو بیتونو څخه جوړه وي چې لومړی بیت یې نه سیلابه او دویم نیم بیتی یې دیارلس سیلابه وي. دلته تاسو ته د بېلگې په ډول د شپـږو لنډیو  ډنمارکي ژباړه وړاندې کېـږي، خو لکه د پښتو ژبې غوندې په بله ژبه کې د لنډيو د دوو بیتونو سره برابرول یو ناشونی کار دی. تاسو یې وآزمییئ، چې د لنډیو د دې بېلگو تر لوستلو وروسته، تاسو خپله لنډۍ جوړولای شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب