یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد افغانستان حکومت په دوحه کې د سولې د بل پړاو خبرو...

د افغانستان حکومت په دوحه کې د سولې د بل پړاو خبرو له کېدو سره موافقه وکړه

تاند(سې شنبه، د جدي ۹) افغان چارواکي وايي، حکومت پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د سولې بل پړاو خبرې په دوحه کې، چې تر دې وړاندې لومړی پړاو خبرې پکې شوې وې، دوام وکړي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویندوی فریدون خوځون پرون وویل چې دا پرېکړه په دې خاطر وشوه چې د کورونا وایرس له کبله پر سفر ډېرو ځایونو ته محدودیتونه دي.

تر دې وړاندې د جرمني، ناروې او اندونیزیا په شمول یو شمېر هیوادونو وړاندیز کړی و چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته حاضر دي او د افغانستان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی و چې د خپل هیواد په هره برخه کې چې دا ډله غواړي د سولې خبرې دې همالته وشي خو طالبان حاضر نه شول چې په خپل هیواد کې د سولې خبرې وکړي.

طالبان امنیتي ستونزې په هیواد کې دننه د سولې د خبرو خنډ بولي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرو هم ۱۸ میاشتې دوام وکړ او بالاخره دواړو خواوو د فبرورۍ په ۲۹ موافقه وکړه. د دې موافقې پر اساس د افغانستان د دولت او طالبانو خبرې پیل شوي دي.

د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو له اوږده ځنډه وروسته د رسمي خبرو پر اجنډا موافقه کړې ده او اوس په پام کې ده چې پر اصلي او لا ستونزمنو مسایلو خبرې پیل کړي.

د سولې د بل پړاو لپاره د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ ۵ مه ټاکل شوې ده چې یوازې ۷ ورځې ورته پاتې دي.

د ولسمشر غني دفتر په دوحه کې د سولې د خبرو د دوهم پړاو د پیلېدو خبره تایید کړه. ولسمشر غني په خپله مخکې وړاندیز کړی و چې دوهم پړاو خبرې دې په کندهار یا د افغانستان په بله هره سیمه کې چې طالبان یې غواړيو وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب