د هیلو په خوښیو کې ورک یو، حقیقي رنګ مو هېر کړی. ژوند مو د صبر له انحصاره ایستی بې صبرۍ په سر اخستی، یو د بل د درک لوری هم رانه تری تم دی.
په دې هنر کې هم پاتې راغلي یو، چې نور څنګه په خپلو هیلو کې ښکېل وساتو. موږ تل همداسې ورکې په سر اخیستي یو. کله چې فردي نظم رامنځته شي؛ نو هله ټولنیز وصل خپل غولی هواروي او انساني هیلې هم نوی رنګ اخلي او په ټولنه د نویو لید لوریو او افکارو انسجام راځي.
زموږ فردي او ټولنیز ژوند له تبحر ډک دی. کله چې هم موږ دې برخې ته د تفکر له زاویې وګورو او د هرې مسلې سره د هیلو نندارې یو ځای کړو؛ خو ترڅنګ یې د ژوند له ټولو اړخونو سره د امن په جامه کې هم وتلو؛ ترڅو له راتلونکو پېښو او برخوردونو سره د منطق له لارې چلن وکړای شو.
انساني هیلې ، افکار د وخت له تېرېدو سره خپلې موخې او اړخونه بدلوي. دا ځکه چې ټولنه کې شته تاثرات د انسان په روان باندې خپل اغېز شیندي او انساني ارادې د ژوند له نوو اړخونو سره وصلوي.
موږ کله هم چې د څه په اړه فکر کوو؛ نو هغه ډېر سطحي یا ډېر محدېده ساحه په خپله غیږ کې رانغاړي. ځکه انساني لید د همدومره توازن توان لري.
موږ باید هیلې د خپل ژوند له شرایطو سره برابرې کړو که لوړې هم وي؛ نو انسان په تاوان کې دی او که ټیټې هم. د قضایاوو سره برخورد د انسان د ژوند موخې ټاکي.
د چلن له مخې یې پایله هم راوځي. راځئ هره هیله چې له نورو لرو له ځانه یې پیل کړو او ځان د نورو پر ځای او د هغه په ځای ځان وګڼو. دلته به معلوم شي، چې څنګه د یوې قضې او غوښتنو سره برخورد کوو. دلته بیا د نورو له هیلو او زړونو څخه خبریږو چې څنګه د یوې پېښې پر وړاندې اغېزناکه لار غوره کړو.