هر انسان یوه یوټوپیایي نړۍ لري. د چا ارمانښار شاید له لوړو خیالاتو، د چا بيا د وخت له ارزښتونو سره عیار او د بعضو شاید له ټيټو خیالاتو څخه راوتلی وي.
یوټوپیا، ارمانښار یا مدينه فاضله یوه ادبي اصطلاح ده. د یوټوپیا په نوم د لومړي ځل لپاره انګرېز لیکوال او سیاست پوه سرتوماس مور یو کتاب ولیکه او د یوټوپیا کلمه چې نوموړي له يوناني ريښې څخه له ځانه جوړه کړې وه، اصلن دوه خبرو ته پکې پام شوی و:
یو اویوټوپیا او بل یوټوپیا. اویوټوپیا هغه ځای ته اشاره کوي چې بېخي شته نه او یوټوپیا بیا د خوښۍ او خوشالۍ له ځای څخه بحث کوي.
په ټوله کې یوټوپیا د يو کس هغه ښکلې او ارماني دنیا ته وايي چې په خیال کې یې د خیال په مټ جوړوي.
په تخلیقي ادب لکه شعر، لنډه کیسه، ناول او…. کې شاید یوټوپیا په ډېره لوړه سطحه، آن د لوستونکي له خیال او فکر هم لوړه رااخيستل شوې وي؛ خو په تحقيقي ادب مقاله او نورو کې شاید بیا د یوې ټولنې له بدو دودونو، افکارو او… څخه یوازې د وتلو تر اندازې پورې وي.
دا لومړی ځل دی چې د یو لیکوال ارمانښار مې د مقالو په ټولګه کې ولوست. د مقالو دا ټولګه خپله ارمانښار نومېږي چې استاد اجمل ښکلي ليکلې ده.
د ارمانښار مقالې موږ ته زموږ د ټولنې له نیمګړي کلچر، دودونو، رسمونو، ناخوالو او نورو بدمرغيو څخه د وتلو په لور دعوت راکوي.
د مقالو دا ټولګه د ازادي تر عنوان لاندې مقالې څخه پیل او د زما اختيار شته، که نشته؟ مقاله باندې پای ته رسېږي.
د ازادي مقاله موږ ته د اصیلې، فردي او ټولنیزې ازادۍ په اړه غږېږي. په دې مقاله کې لولو: “ّپه کومه ټولنه کې چې فردي ازادي نه وي، فرد ازاد نه وي، چې د ټولنې د غلامۍ پرځای د ټولنې مشري وکړي او ټولنې ته ګټه ورسوي، په هغه ټولنه کې هېوادنۍ ازادي تش سراب وي، چې له لرې نه اوبه ښکاري خو چې ته ستړی ستومانه ور ورسېږې، هېڅ نه وي، بې له سپېرو شګو”.
د اضطراب تر عنوان لاندې مقاله موږ د فردي او ټولنیز اضطراب د مخنیوي په لارو چارو پوهوي: “د فردي اضطراب د ختمولو لپاره پکاره ده چې انسان هر کار د تعقل له مخې وکړي؛ خو د ده تعقل باید په داسې کچ کې وي چې دا کار په ښه ډول ترسره کړي. زموږ ډېرې ټولنیزې غوښتنې دي چې پر فرد باندې مسلطې دي او د فرد او ټولنې ترمنځ یې تړاو غړند کړی دی”.
د دې کتاب يوه بله په زړه پورې مقاله د تحول ذهنیت نومېږي. دا مقاله مو د ذهني تحولاتو په ځانګړنو او ښېګڼو پوهوي او دا راته وايي چې موږ باید هر تحول پر دین پورې ونه تړو: “موږ د تحول له کلمې وېره کوو، ځکه له واره مو دين ته پام اوړي، نو موږ چې دیني خلک یو او هر ټولنیز بدلون ته د مذهب په عینکو کې ګورو، له هر ډول بدلون سره مخالفت کوو خو چې اړ شو، بیا ورته غاړه کېږدو”.
د طبیعت ښکلا مقاله راته ښيي، هغه کسان چې له طبیعت سره نيږدې وي یا یې له کایناتو او د طبیعت له ښکلا سره مينه وي، د هغه کسانو په نسبت چې له دې نعمت څخه لرې وي، د ژوند په ارزښت او ژوروالي ډېر ښه پوه او آګاه وي: “له طبيعته لرې والی په موږ کې وحشت پياوړی کوي او انسانیت راکې وژني. کوم خلک چې د ګل د طراوت له نندارې او خوشبویۍ نه خوند اخلي او پر شنو پټو د مازیګر وړانګې ورته خوندوره نظاره ښکاري، هغوی په اسانه وحشت ته لاس نه اچوي”.
د دې کتاب تر ټولو عالي او یا شاید ماته تر ټولو خوندوره تمامه شوې وي، هغه د والصبح اذا تنفس مقاله ده. دا مقاله مو پر دې پوهوي چې د خدای او رسول له خبرې پرته، د هېچا خبره بايد په پټو سترګو ونه منو: “د فکر په پایله کې ترلاسه شوی ایمان د پټو سترګو تر ایمان ډېر د بصیرت خاوند او حق ته نيږدې وي، ځکه دلته ستا ذهن مشغول دی او هلته ستا ړنده جذبه چې هر وخت د هر چا له خوا استعمالېدای شي. د ړندې جذبې تر شا د هغه وېره کارفرما ده چې تا د سيوري غوندې په ځان پسې روانوي او چې کله هم دا وېره ختمه شي، د طاعت سایه هم ړنګه شي، ځکه عقل و بصیرت پکې دخیل نه وي”.
دا کتاب ټول ټال 120 مخونه لري چې د ټولنیزو مسایلو په اړه له 29 بېلابېلو مقالو مالامال دی.
په دې مقالو کې چې کومه نیوکه د استاد ښکلي پر پېچلي نثر کېږي، بېخي پرځای ده. ښکلی یوه ګونګه موضوع تقریباً هماغسې ګونګه پرېږدي، د استاد غضنفر په شان يې د مثال په راوړلو سره نه شاربي چې دې کار نه یوازې د نوموړي نثر پېچلتيا ته بېولی، بلکې د مقالو د خوند رنګ یې هم ور پيکه کړی.
د ارمانښار تقریباً ټولې مقالې ذاتاً ښکلې او عالي دي خو ځينې مقالې لکه د هکیوبې خوب يې بيا له لوستونکي سر و بر ورکوي. دا مقاله د پریام پاچا د مېرمنې له خوبه پیلېږي، خو ورپسې لکه د ځینو ملایانو وعظونه بېرته خبره بلې خواته پکې ځي، وروسته خبره بېرته اصلي کیسې ته راګرځي، همداسې تر پایه…..
د مقالو دا ټولګه په ۱۳۹۶ کال کې کلاسيک خپرندويه ټولنې چاپ کړې ده.