یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهاروپايي اتحادیې د افغانستان لپاره ۱۵۰ میلیون یورو بشري مرسته اعلان کړه

اروپايي اتحادیې د افغانستان لپاره ۱۵۰ میلیون یورو بشري مرسته اعلان کړه

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په غبرګون کې اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د قحطۍ د خطر د مخنیوي لپاره یې د بېړنیو مرستو زېرمه فعاله کړې ده.

دې اتحادیې نن په یوه بیان کې ویلي:”دا به په 2024 کال کې د دې بحران لپاره د اروپايي اتحادیې بشري مرستې نژدې 150 ملیون یورو ته ورسوي.»

اروپايي اتحادیه همداراز وايي، نژدې 126 ملیون یورو به په افغانستان کې له خپلو شریکو مرستندویو موسسو، په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره 11 ملیون یورو، او په ایران کې له بشري سازمانونو سره نژدې 11 ملیون یورو  مرسته وکړي.

برسیره پر دې به د ناورین د چمتووالي د پیاوړي کولو لپاره پیسې تخصیص شي.

اروپايي اتحادیې ټینګار وکړ: “زموږ ژمنه دا ده چې ډاډ ترلاسه کړو چې مرستې خورا اړو خلکو ته ورسیږي.”

په افغانستان کې، د اروپايي اتحادیې مرسته به په ځانګړې توګه د هغو سیمو خلکو ته زیاته ورسیږي چې په لېرې سیمو کې اوسي او لا ډېر زیانګالي دي..

مرستې به د خوراکي توکو، سرپناه، روغتیا، د تشناب او حفظ الاصحې او اوبو په برابرولو ولګېږي.

اروپايي اتحادیې په خپل بیان کې یادونه کړې: “تر 14.5 ملیون یورو پورې په بیړني حالت کې د زده کړې لپاره ځانګړي شوي چې د 8 ملیون ماشومانو او زلمکو اړتیاوې پوره کوي. په دې ماشومانو کې 1.4 ملیون نجونې هم شاملې دي چې له ثانوي زده کړو څخه بې برخې دي.”

په پاکستان کې به د بې ځایه شویو افغانانو او د هغوی د کوربه ټولنو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اووه میلیونه یورو ځانګړې شي، چې د قانوني مرستو، روغتیا، تغذیې او تعلیم فرصتونه ترلاسه کړي. 4 ملیون یورو به په هیواد کې د ناورین په وړاندې چمتووالي ته وقف شي.

اروپايي اتحادیې څرګنده کړه، د دې ملاتړ هدف هغو خلکو ته د مرستې رسول دي چې ډېر اغېزمن شوي دي.

په ایران کې به تر ۱۰.۲۵ میلیون یورو پورې د افغان کډوالو او د هغوی د کوربه ټولنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي. اروپايي اتحادیې وویل: “زموږ هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې بشري مرستې هغو کسانو ته رسیږي چې خورا زیان منونکي دي.”

د اروپايي اتحادیې بشري مرستې به په ځانګړې توګه د مرستندویو موسسو له لارې چې په ساحه کې کار کوي ولېږل شي. «موږ په باوري موسسو تکیه کوو ترڅو مرستې په اغېزمن ډول ورسوي.»

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د نړیوالې ټولنې جګپوړي استازي په بروکسل کې د افغانستان د خوراکي او روغتیايي بحران په اړه د بحث لپاره راټول شوي دي.

په دې غونډه کې اروپايي اتحادیې وویل: «د نن ورځې غونډه په افغانستان کې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې زموږ په ګډه ژمنتیا ټینګار کوي.

د اروپايي اتحادیې د مرستې تر اعلان لږ مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۴ کال د بشري عملیاتو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۰،۱ سلنه ترلاسه کړې ده.

OCHA راپور ورکړی چې له 3.1 ملیارد ډالرو څخه، چې په افغانستان کې ورته اړتیا لري، 613.6 ملیون ډالر یې ترلاسه کړي.

 دې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب