لارښود: پوهنمل دوکتور اسدالله وحیدي
لنډيز
منځنۍ پېړۍ په دوو برخو وېشل کېږي، چې د منځنیو پېړیو لومړۍ او دوهمه برخه یې بولي. د منځنیو پېړیو لومړۍ برخه تیاره ترینه دوره ده البته د اروپایانو لپاره. منځنیو پېړیو ته تیاره پېړۍ هم وايي، ځکه په دغو پېړیو کې له نهمې تر پنځلسمې پېړۍ پورې د ژبپوهنې یو عمومي بازار دی. دویمه برخه یې نسبتاً منظمه او ماډرنې ژبپوهنې ته د پیلېدو او چمتوالي دوره بللای شو.
منځنیو پېړیو ته د زړې او نوې ژبپوهنې د اتصال کړۍ هم ویلای شو، ځکه په دغه وخت کې زاړه ګرامرونه او تیوریګانې بیا وکتل شوې او کره کتنه پرې وشوه.
د منځنیو پېړیو په لومړۍ دوره کې د لاتیني ژبې لپاره چې د دین ژبه وه ډېر کار شوی دی، ځکه چې په دین پوهېدل د هر چا لپاره اړین و. تر منځنیو پېړیو مخکې هر ډول ژبنۍ څېړنې هر چا تر خپلې ژبې پورې محدودې کړې وې. یونانیانو خپلې ژبې ته، رومیانو خپلې ژبې ته او هر چا خپلې ژبې ته کار کاوه. په منځنیو پېړیو کې د تطبیقي ژبپوهنې پیل دغه رواج مات کړ او عمومیات پیل شول. د منځنیو پېړیو تر پیله ټول هغه اثار چې د ژبپوهنې په اړه لیکل شوي وو؛ تدریسي یا هم ممد درسي اثار وو. دغه آثار ټول د دین له وېرې یا مجبوریته د لاتیني ژبې په خدمت کې وو او د لاتینې ژبې د زدهکړې لپاره په ښوونځیو کې تدریسېدل.
د منځنیو پېړیو دویمه برخه چې د نوي ژوند په نوم هم یادېږي، په دې برخه کې نه یوازې د ژبپوهنې په برخه کې ، بلکې په هره برخه کې پرمختګ او پرمختیاوې رامنځته شوې؛ مثلاً: د چاپ ماشین رامنځته شو، چې د علومو په پرمختیا او پرمختګ کې یې هم خاص باب پرانیست. همدارنګه د دویم ځل لپاره رسمي زدهکړې پیل شوې. د منځنیو پېړیو په دویمه برخه کې یو ګرامر چې تقریباً له هره اړخه یو بشپړ ګرامر دی. د یوه نوم ورکي ایسلینډي له خوا ولیکل شو. دغه ګرامر د (ګرامر لومړۍ رساله) نومېږي.
د منځنیو پېړیو په آخرو کې د عربي او عبري ژبو زدهکړه عامه رواج شوه. په څوارلسمه پېړۍ کې دغه دوې ژبې (عربي او عبري) د فرانسې په پاریس پوهنتون کې په رسمیت وپېژندل شوې.
سریزه
څرنګه چې اوسمهال د ژبپوهنې بازار په ټوله نړۍ کې ډېر ګرم دی او ژبپوهانو هڅې کوي چې د ژبپوهنې په برخه کې نوې لاسته راوړنې ولري او نوې نظریې رامنځته کړي؛ نو ما هم په دغه مقاله کې په منځنیو پېړیو کې ژبپوهنې ته یوه لنډه کتنه وکړه، چې په منځنیو پېړیو کې ژبپوهنه په کوم حالت کې وه او په هغه وخت کې هم څېړونکو او پوهانو د ژبې په اړه څېړنې کولې که نه. په دغه مقاله کې ما په همدغو موضوعاتو خبرې کړې او له بېلابېلو مأخذونو مې استفاده پکې کړې ده.
دا چې په منځنیو پېړیو کې کومو ژبو ته ډېر پام شوی دی او ولې ورته کېده، په دغه مقاله کې مې پرې خبرې کړي دي.
په پای کې که بیا هم کومه تېروتنه شوې وي، نو له محترمو لوستونکو څخه هیله کوم چې تېروتنې پکې سمې کړي؛ ځکه هېڅ انسان له تېروتنو خالي نه دی.
په منځنیو پېړو کې ژبپوهنه
منځنیو پېړیو ته تیاره پېړۍ هم وایي، ځکه په دغو پېړیو کې له نهمې تر پنځلسمې پېړۍ پورې د ژبپوهنې یو عمومي بازار دی. خاصه او ځانګړې لاره نشته او نړۍ خپل ځان د ماډرن کېدو خواته جوړوي.
منځنۍ پېړۍ په دوو برخو ویشل کېږي، چې د منځنیو پېړیو لومړۍ او دوهمه برخه یې بولي. د منځنیو پېړیو لومړۍ برخه تیاره ترینه دوره ده او دوهمه برخه یې نسبتاً منظمه او ماډرنې ژبپوهنې ته د پیلېدو او چمتوالي دوره بللای شو.
منځنۍ پېړۍ ته د زړې او نوې ژبپوهنې د اتصال کړۍ هم ویلای شو، ځکه په دغه دوره کې زاړه ګرامرونه او تیوريګانې بیا وکتل شوې، کره کتنه پرې وشوه، سمې او خرابې خواوې یې سره بېلې شوې او یوې روښانه راتلونکې ته تیاری ونیول شو.
تر نهمې مېلادي پېړۍ پورې کلیسا په پوره زور او قوت سره حاکمه وه، نو په دغه اوږد مهال کې لاتیني ژبه چې د کلیسا ژبه وه پر ټولو علمي او اکاډمیکو ماحولونو حاکمه وه. (آی. ایم. سورن، ۱۳۹۴: ۸۳)
څرنګه چې لاتیني د دین ژبه وه او پر دین پوهېدل د خلکو لپاره اړین وو، نو په دغه وخت کې خلکو کوښښ کاوه چې لاتیني ژبه زده کړي، ځکه چې تورات او انجیل دواړه په لاتیني ژبه شول.
د عیسوي راهبانو تبلیغ هغه موضوع وه چې د ژبو په اړه یې خلک هڅو او کوښښونو ته اړ ایستل. د روم امپراتوري ډېره ستره وه او د عیسوي دین پیروان یوازې تر روم او یونان پورې محدود نه وو، عیسوي راهبان اړ وو، چې د خلکو د پوهولو لپاره دیني متون د هغوی په ژبو باندې ترجمه او تر هغوی پورې ورسوي.
تر منځنیو پېړیو مخکې هر ډول ژبنۍ څېړنې هر چا تر خپلې ژبې پورې محدودې او مشخصې کړې وې. یونانیانو خپلې ژبې ته، رومیانو خپلې ژبې ته او هر چا خپلې ژبې ته کار کاوه. دغه وضیعت تر منځنیو پېړیو ادامه در لوده او په منځنیو پېړیو کې د تطبیقي ژبپوهنې پیل د دغه رواج د ماتولو زمینه برابره کړه او عمومیات پیل شول.
د منځنیو پېړیو تر پیله ټول هغه اثار چې د ژبپوهنې په اړه لیکل شوي وو، تدریسي یا هم ممد درسي اثار وو.
دغه اثار ټول یا اکثره یې دوهم لاس مواد ځکه بلل کېدل چې ټول د دین له ویرې یا مجبوریته د لاتیني ژبې په خدمت کې وو او د لاتیني ژبې د زده کړې لپاره استفاده کېدل او په ښوونځيو کې د تدریس لپاره منظم کېدل، حتا ځینې یې د نظم په بڼه لیکل چې له زده کوونکو سره د ګرامر په اسانه زده کړه کې مرسته وکړي.(آی. ایم. سورن،۱۶۱:۱۳۸۷)
د منځنیو پېړیو په دویمه برخه کې یو ګرامر چې تقریباً له هره اړخه یو بشپړ او پوره ګرام دی د یوه نوم ورکي ایسلنډي لخوا ولیکل شو. دغه ګرامر د ( د ګرامر لومړۍ رساله) په نوم شهرت درلود چې په دوولسمه پېړۍ کې لیکل شوی وو.
دغه رساله په اصل کې د ایسلنډي ژبې د اصلاح لپاره لیکل شوې ده او کوښښ یې کړی چې د ایسلنډي ژبې الفبا چې د لاتیني ژبې له الفباڅخه اخستل شوې ده په دغه رساله کې په ګرافیمونو سره وښیي.
له دغه ایسلنډي رسالې وروسته په همدغه منځنیو پېړیو کې بل مهم اثر (نظري ګرامر) دی، چې د څو بېلابېلو ګرامریانو له خوا لیکل شوی دی. چې په اصل کې د څو بېلابېلو رسالو مجموعه ده. دغه لیکوالان ټول هم مهاله اوسېدل او دغه زمانه (۱۲۰۰ـ ۱۳۵۰) پورې د منځنیو پېړیو د فلسفې د اوج زمانه بلل کېږي.
دغه ګرامرونو که څه هم د پخوانیو ګرامرونو ځای نه شو نیولی، ځکه هغو ګرامرونو دیني او عقیدتي خوا درلوده. خو داصلیت او محتوا له مخې د لاتیني ژبې تر ګرامرونو څو چنده قوي او پراخه وو.
د منځنیو پېړیو په دوهمه دوره کې بله مهمه خبره دا وه، چې خلکو پر ژبپوهنه او مخکنیو خلکو د کره کتنې مسئله پیل کړه؛ مثلاً : د پریسکیانوس په اړه به نیوکه کېده چې د موضوع تل ته نه دی ورکښته شوی، بلکي د لاتیني ژبې مینې غرق کړی او یوازې توصیفي غږېدلی دی. (روبینز۱۶۹:۱۳۸۱)
لنډه دا چې منځنۍ پېړۍ د پخوانیو زمانو پر ګرامرونو شخوند او تنظیم دوره وه، یوازینۍ لاسته راوړنې یې دا وې چې د نوې زمانې د پیل لپاره یې زمینه برابره کړه او ځینې ناکره مواد یې کره کړل.
د چاپ د ماشین ایجاد یوازې په ماډرنایزیشن کې رول و نه لوباوه، بلکې د علومو په پراختیا او پرمختګ کې یې هم خاص باب پرانیست. ژبپوهنې ته یې مهموالی ځکه درلود چې ټول هغه مواد او معلومات چې راهبانو د ژبو په اړه راټول کړي وو د ژبو د زده کړې او معلوماتو د خپرېدو لپاره چاپ شول.
د څوارلمسې پېړۍ په اخیر کې د یوناني ژبې یوه مشهور معلم مانوئل کریسولوارس چې د یوناني ژبې د تدریس او بیا اعادې په خاطر له قسطنطنیې څخه دعوت شوی و، د یوناني ژبې ګرامر یې په نوې غربي طریقه ولیکه او دا د ژبپوهنې د نوې دورې لومړی اثر هم بلل کېږي بشپړ او چاپ کړ.
د منځنیو پېړیو په اخرو کې د عربي او عبري ژبې زده کړه عامه او رواج شوه. په څوارلسمه پېړۍ کې دغه دوې ژبې (عربي او عبري ) د فرانسې په پاریس پوهنتون کې په رسمیت و پېژندل شوې.
راجر بېکن د عبري ژبې لپاره په همدې وخت کې یو ګرامر ولیکه. دی په عربي ژبه هم پوهېده. دا کار په دې وخت کې د ډېر ارزښت او اهمیت وړ و، ځکه مسیحیان د عبري ژبې په ارزښت پوه وو او دوی پوهېدل چې باید پر دې ژبه پوه شي، ځکه چې عبري د تورات ژبه وه او د انجیل لومړۍ برخه بلل کېده.
د عبري ژبې په اړه په څوارلسمه او پنځلسمه پېړۍ کې تحقیقات ځکه زیات شول، چې د عربي خاص دوران هم و او اسلامي عالمانو د عربي ژبې په تشریح او انکشاف کې خاصې هڅې کولې. په اروپایي علمي مرکزونو او پوهنتونونو کې هم د عربي او عبري ژبې زده کړو ښه زور نیولی و او د عربي او عبري ژبې په اړه د تل په څېر په ګرامر لیکلو او آسانولو کې خاصې سیالۍ روانې وي او زیات شمېر آثار په دې برخه کې ولیکل شول.
په دغه ګرامر لیکوالو کې د قیمحي کورنۍ خاص شهرت او اعتبار درلود. له دوی څخه وړاندې یو هسپانوي یهود (ابن بارون) یو تطبیقي ګرامر ولیکه، چې عربي او عبري یې سره پرتله کړې وه.
د ژبې په اړه د اسلامي پوهانو هڅې په دغه پېړۍ کې د خاص ارزښت او اهمیت وړ دي. د دوی هڅې اکثره د قرآن عظیم الشان له برکته وي، چې یو لوړ او فوق العاده اسماني کتاب دی او د هغه زمانې او اوسمهال د ژبو له لوړو شهکارونو څخه دی.
په هغه زمانه کې ټول هغه خلک چې مسلمان وو، مجبور وو چې عربي زده کړي؛ ځکه چې دا دین ژبه وه.
د قرآن عظیم الشان اعجاز و چې ډېر خلک یې اړ ایستل؛ ترڅو د عربي ژبې د ګرامر او قاعدوپه اړه آثار ولیکي او دغه مسئله د نورو اسماني کتابونو په څېر وه، ځکه کله چې د تورات او انجیل خبره وه نو د هغه زمانې پاچاهانو خپله رسمي ژبه د دین ژبه ټاکله.
کله چې مو د یوناني او لاتیني ژبې په اړه څېړنې مطالعه کولې، متوجه شولو چې هلته د یو او بل د کره کتنې او رد لپاره بېلابېلې ډلې او مکتبونه را ایجاد شول او د عربي مکتبونه را پيدا شول.
په دغو مکتبونو کې یو مکتب د بصرې مکتب و، چې تر ډېره ځایه د پورې د ارسطو له مطالعاتو اغېزمن و او ژبې یې له فلسفي اړخه څېړلې.
دویم مکتب د کوفې مکتب و، چې په دغه مکتب کې د ژبې په رنګا رنګوالي غږېدل او په ژبه کې یې تحول او اوښتون ته په ډېره جدي توګه کتل. هغوی لهجوي تغیراتو او سیمه ایزو ګړدودنو ته ډېر جدي متوجه وو.
په دغه اړخ کې یوه نقطه ډېره د پام وړ ده، هغه دا چې عربو له یوناني ژبپوهنې هېڅ الهام نه و اخیستی، یوازې یې د خپلې ژبې په اړه خاصې څېړنې کولې.
د آتمې مېلادي پېړۍ په اخرو کې د خلیل بن احمد یو شاګرد چې ایرانی و، د عربي ژبې په اړه خاصې څېړنې ترسره کړې. هغه یو کتاب ولیکه چې الکتاب نومېده او دغه کتاب د عربي ژبې پر عروضي اړخ څېړنې وړاندې کولې.
د ژبې د ګرامر په اړه یې د کلماتو پر ویش او ډلبندۍ باندې ټینګار کاوه. د عربي ژبې کلمات یې په درېو برخو اسم (نوم)، فعل او حرف باندې وېشل او دا خبره یې کوله چې اسم او فعل ګردانېږي او حرف نه ګردانېږي.
د عربي ژبې په زده کړه کې مخارج الاصوات ډېر مهم وو، ځکه د عربي ژبې تر ټولو ستر کمال د اوازونو په ادا کې وو. دغږیزو غړو علم (مخارج الاصوات) د عربو په مملکتونو کې یو خاص ارزښت درلود او زیات شمېر عالمان یې مصروف کړي وو.
د عربي او عبري ژبو په اړه څېړنو یو ځل بیا د محلي یا سیمه ایزو ګرامرونو لپاره لاره خلاصه کړه. که څه هم په منځنیو پېړیو کې د پروانس او کاتولونیایي ژبو لپاره محلي ګرامرونه لیکل شوي وو او دانته هم په دغه دوره کې په دې برخه کې زیات مطالعات او څېړنې کړې وي او د رومیایي ژبو لپاره یې محلي ګرامرونه ولیکل.
مګر یو معلوم او ښکاره محلي ګرامر چې موږ ته لاسته راغلی دی په پنځلسمه پېړۍ پورې تړاو لري، چې د هسپانیایي ژبې لپاره لیکل شوی دی. د فرانسوي ژبې لپاره لومړی محلي ګرامرپه شپاړسمه پېړۍ کې لیکل شوی دی. په همدغه پېړۍ کې د ایټالوي ژبې ګرامر د لورنتسوی دلاور لخوا ولیکل شو او په همدې دوره کې د لهستاني او اسلاودي ژبو لپاره هم محلي ګرامرونه ولیکل شول.
د نوې پېړۍ ګرامرونو له لرغونو زمانو سره ډېر توپير درلود. ماډرنایزیشن پر ژبپوهنه حاکم و.
کله چې د چاپ ماشین اختراع شو، د علم لمنه پراخه شوه او د څو محدودو خلکو له واکه ووتله. د ګرامرونو تر څنګ د فرهنګونو چاپ هم عام شو او خلکو د ګرامر تر څنګ د لغتونو زده کړې ته هم ملا وتړله.
په ۱۵۳۰ میلادي کال کې په رسمي توګه د فرانسوي په اړه څېړنې پیل شوې. په همدې کال پالزګریو خپل کتاب د تشریحاتو په نامه د فرانسوي ژبې په اړه چاپ کړ. دا کتاب نږدې زر پاڼې و. دا کتاب لومړی کتاب و چې د فرانسوي ژبې د غږونو، ګرامر او نحوې په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کول.
د رومیایي (نوې لاتیني) ژبې په اړه جدي هڅې هم په همدې دوره پیل شوې. دانته د څوارلسمې پېړۍ په پیل کې د عامیانه خبرو په نوم یو اثر ولیکه او دغه اثر د دې لامل شو چې د لاتیني ژبې نوې بڼه یا نوې لاتیني په بشپړه توګه تشریح شي.
په څوارلسمه پېړۍ کې مارکوپولو په اسیا کې په سفر وتلی و او د خپل سفر په سلسل کې چین ته رسېدلی و. په اسیا کې یې څو بېلابېلې ژبې تر کره کتنې او شننې لاندې نیولي وې. په (۱۷۲۷) مېلادي کال د چینايي ژبې لومړی ګرامر په اروپا کې خپور شو. دغه ګرامر د ژ.ایچ دو پره مار لخوا (د چیني ژبو زده کړه) ولیکل شو.
په (۱۶۶۲) مېلادي کال د بریتانیا شاهي انجمن ایجاد شو او د ژبې اړوند تحقیقاتو لا کش پیدا کړ. په (۱۶۳۵) مېلادي کال کاردینال ریشلو د فرانسې اکاډمي تاسیس کړه؛ ترڅو د فرانسې ټولې ژبپوهنیزي هڅې وڅاري. په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کې هم د ژبپوهنې په اړه بېلابېلې هڅې او څېړنې شروع وې. لاتیني په بشپړه توګه له علمي ماحوله ور ټوله شوه او ځای یې نورو ژبو ونیوه. خبره له ګرامره تېره شوه د ژبې د غږونو، املاء او انشأ په اړه څېړنې او بحثونه کېدل.
له شپاړسمې څخه تر اتلسمې پېړۍ پورې د غږ پېژندنې په اړه هم تحقیقات ترسره شول. اسلامي پوهانو تجویدونه رامنځته کړل او غربیانو فونوټیکس مګر زیات شمېر ژبپوهان فونوټیکس د نولسمې پېړۍ ایجاد بولي.
د انګلېسي ژبې د تلفظ په اړه په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کې زیات شمېر هڅې ترسره شوې، چې ډېرو مشهورو پوهانو څېړنې ترسره کړې. لکه: هارت، ډبلیو بولوکار، آ. هیوم، آر. رابینسون، سي باتلر، ژ. والیس او ډبلیو هولډر هغه کسان دي چې په دې اړخ کې یې بې شماره څېړنې ترسره کړې دي.
چې په دوی کې ډبلیو هولډر تر ټولو مشهوره او پرکاره سړی و. ده د انګلېسي ژبې په اړه یو مشهور اثر د کلام اجزا لیکلی. چې په انګلېسي ژبپوهنه کې په هغه وخت کې بې جوړې اثر بلل کېږي.
په شپاړسمه پېړۍ کې د عمومي ژبپوهنې لپاره هم هڅې ترسره شوې. یعني ژبپوهنه د یوې خاصې ژبې لپاره محدوده پاتې نشوه. ځینې داسې تحقیقات ترسره شول چې ټولې ژبې یې په بر کې نیولې په دغو هڅو کې میټرایډیټس د ګسنر اثر دی چې په (۱۵۵۵) مېلادي کال په زوریخ کې چاپ شو. د دغو هڅو بله ښه نمونه (د څلوېښت ژبو نمونې) په نوم کتاب دی، چې هیرونیموس مګیسر لخوا لیکل شوی دی.
دغه دوره د نونسمې پېړۍ په جریان کې د هندو اروپایي ژبو د راپیدا کېدو او په دغه اړخ کې له تحقیقاتو پيلېدو سره سمه پای ته رسېږي. دا دوره د ژبپوهنې د اساساتو او بنسټونو د ایجاد دوره بلل کېږي.په دغه دوره کې د ژبپوهنې لپاره خام مواد آماده او چمتو کړل شول. (مرهون، ۱۳۹۹: ۴۲ـــ۴۳)
مأخذونه
۱ـ آې. ایم. سورن، پیټر (۱۳۹۴ه.ش). مکاتب زبان شناسی نوین در غرب. (ژباړه: علی محمد حق شناس). څلورم چاپ. تهران: سازمان مطالعه و تدوین علوم انساني دانشکاه های(سمت).
۲ـ اې. ایم. سورن پیټر. (۱۳۸۷ه.ش). تاریخ زبان شناسی. (ژباړه: علی محمد حق شناس). (دویم چاپ). تهران: سازمان مطالعه وتدوین علوم انساني دانشګاهها (سمت).
۳ـ روبینز، ار. ایچ، (۱۳۸۱ه.ش). تاریخ مختصر زبان شناسی (ژباړه: علي محمد حق شناسي). تهران: نشر مرکز کتاب ماده.
۴ـ مرهون،محمود (۱۳۹۹ه.ش). تاریخي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.