چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونههره ورځ ۲۴ افغان میندې او ۱۶۷ ماشومان په مخنیوي وړ ناروغیو...

هره ورځ ۲۴ افغان میندې او ۱۶۷ ماشومان په مخنیوي وړ ناروغیو مري

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان په داسي ناروغیو مري چې د مخنیوي وړ دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې افغان اتباع له “بې ثباته روغتیايي جوړښت” سره لاس او ګریوان دي او د خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د ملګروملتو د دې ادارې په راپور کې راغلي: «۹.۵ میلیونه خلک چې په څه باندې ۲۰ زره کلیو کې ژوند کوي لومړني روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.

د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۵۲ میلیونه ډالره نوره مرسته وکړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که ورته لازمې مرستې ور نه کړل شي وضعیت به لا پسې خراب شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې د بودیجې د سخت کمښت له امله د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر دسمبر پورې په ټول افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د روغتونونو په ګډون په ټول هېواد کې ۳۱۰ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله د خدماتو له ډېر کمښت او د ملاتړ له کمښت سره مخامخ دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دی.

د راپورونو له مخې تر ټولو زیات زیان ښځې او ماشومان  زغمي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب