یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهاوچا وايي، د افغانستان لپاره د غوښتو مرستو ۲۰ ٪ ورکړل شوې

اوچا وايي، د افغانستان لپاره د غوښتو مرستو ۲۰ ٪ ورکړل شوې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۴ کال د بشري عملیاتو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۰،۱ سلنه ترلاسه کړې ده.

OCHA راپور ورکړی چې له 3.1 ملیارد ډالرو څخه، چې په افغانستان کې ورته اړتیا لري، 613.6 ملیون ډالر یې ترلاسه کړي.

 دې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

راپور د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په ګډون یو شمیر ننګونې په ګوته کړي چې د بشري هڅو مخه نیسي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم د ادارې پر اساس، «څلویښت کلونو جګړو او د بې وزلۍ زیاتېدا، خورا سخته خوارځواکي، اوږدمهاله بې ځایه کیدل، د خوراکي موادو په لوړه کچه ناخوندیتوب او خوراځواکي، ککړتیا، پر له بسې طبیعي پیښې، د ساري ناروغیو خپریدا، د اقلیمي د بدلون اغیزې، سیاسي ناورین هغه عوامل دي چې ننګونې یې څو برابره کړي دي.

په راپور کې زیاته شوې “د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، واکمن رژیم د ښځو او نجونو د حقونو او بنسټیزو ازادیو په اړه د ګڼو محدودودوونکو پالیسیو په پلي کولو، د خلکو لاس ته د مرستو او خدماتو د رسیدا او په عامه ژوند کې د دوی د ښکیلتیا مخه نیولې ده.”

د OCHA موندنې دا هم په ډاګه کوي چې 1.4 ملیونه تنکۍ نجونې له ښوونځي څخه محرومې دي، او 3.4 ملیونه خلک د چاودیدونکو توکو په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.

راپور د افغانستان په بیا رغونه او بشري اړتیاوو باندې د دې محدودیتونو او ننګونو جدي او روانې اغیزې په ګوته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب