چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهازبکستان افغان محصلانو ته ۵۰ بورسونه ورکوي

ازبکستان افغان محصلانو ته ۵۰ بورسونه ورکوي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې ازبکستان افغان محصلانو ته د ۵۰ تحصیلي بورسونو وړاندیز کړی دی.

د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ (جون ۹) د دغه وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه او په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره وکتل.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په ازبکستان کې د افغان محصلانو د ستونزو د حل او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

وزارت په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي چې څوک به دا بورسونه ترلاسه کړي یا د کومې پروسې پر اساس به ورکړل شي.

طالبانو ویلي چې اوسمهال په ازبکستان کې ۴۳ افغان محصلان په زده کړو بوخت دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې دغه بورسونه به د لېسانس په کچه ورکول کېږي، خو دا یې نه دي ویلي، چې د زده کړو کومو څانګو یا پوهنځیو ته به ورکول کېږي.

له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع دي.

د نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره سره، د طالبانو ادارې په هېواد کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونه لرې نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۳ پوهنتونونو د کانکور ازموینې لومړی پړاو د پنجشنبې په ورځ د جون په ۵ مه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د نجونو له ګډون پرته پیل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب