یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهزاخارووا: له طالبانو سره تماس د روسیې د ملي ګټو لپاره مهم...

زاخارووا: له طالبانو سره تماس د روسیې د ملي ګټو لپاره مهم دی

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د طالبانو له حکومت سره د روسیې د تعامل په اړه د ځینو روسي شبکو د مخالفت په غبرګون کې وویل چې دغه تعامل او تماس د روسیې له ملي ګټو سره تړاو لري.

نوموړي له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: هغه کسان چې د دا ډول موضوعاتو په اړه لیکنې کوي ظاهراً دې ته پام نه کوي چې اوسنۍ ننګونې لکه له نشه یي توکو، تروریزم او منظمو جرمونو پر وړاندې ته باید پام وشي.

زاخارووا په روسیه کې د ممنوع الخروج سازمانونو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه وویل چې په روسیه کې د ممنوع الخروج سازمانونو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو احتمال په نظر کې نیول شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ چې د طالبانو له حکومت سره چې د افغانستان کنټرول په لاس کې لري، د تعاملاتو او تماسونو دوام د روسیې د ملي ګټو لپاره مهم دی.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړي استازي ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو بشپړ کنټرول د مسکو لپاره اړین دی، ځکه چې دا کار به د دغه هېواد د ټوټه کېدو او د سیمې لپاره د هغې د ناوړه پایلو مخه ونیسي.

ضمیر کابلوف دا هم وویل چې د مسکو او کابل اړیکې مخ په پراخیدو دي او طالبان د روسیې دښمنان نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب