چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+ټولګډونه حکومت که ټول ګډونه نظام؟ | عبدالوحید وحيد

ټولګډونه حکومت که ټول ګډونه نظام؟ | عبدالوحید وحيد

که څه هم د افغانستان اوسني مشران د توپک په زور واک ته رسيدلي دي او په ژمنو باندي د عمل کولو په برخه کې ښه شاليد نه لري خو د ځينو استثنايي وړتیاو له امله هغوى ته په بيساري ډول دومره امکانات او فرصتونه په لاس ورغلي دي چې که د احساساتو له خيالي نړۍ څخه راووزي، اوسنى وضعیت په هراړخيزه توګه وارزوي، په ممکنه توګه راتلونکې ننګونې جدي ونیسي، په ملي اماناتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په پرتله په عمومي ډول د ټول ګډونتوب اصل ته ژمن پاتې شي، نو کولاى شي د تل لپاره د جګړو له لارې واک ته د رسيدو لاره بنده کړي ،  ملي يووالى  تامين کړي، د تلپاتې اسلامي نظام بنسټ کيږدي، له خپل ولس څخه د مشروعیت ترلاسه کولو ته ملا وتړي، له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو جوړولو پراخولو، له پرديو خيراتونو څخه افغانانو ته د نجات ورکولو لپاره د افغانانو ترمنځ اجماع رامنځته کړي او بالاخره خپل هېواد او ولس ته د پرديو لخوا د زيان رسولو لپاره د روانو هڅو مخه ونیسي.!

د پياوړي مرکزي قيادت شتون، په استثنايي او بې ساري ډول د رامنځته شوي سرتاسري امنیت رامنځته کيدل، مرکز او مشرتابه ته مطلقاً ژمن پياوړى بشري ځواک درلودل، له پخوانیو حکومتونو څخه د ناهيلي، د نظامونو له سقوط او د تازه نظامونو له تجربه کولو څخه د ستړي شوي افغان ولس ذهني حالت، د خپلو ګټو او د بديل د نشتون له امله اړيکو رغولو ته د نړیوالې ټولنې لېوالتیا هغه ارزښتناک او بيساري فرصتونه دي چې د افغانستان اوسني حاکمان ورڅخه د ګټې پورته کولو په پايله کې د هېواد د ښيرازي، د ولس د ارامي او د خپل تلپاتې حاکمیت ته د شرائطو برابرولو موخې ترلاسه کولاى شي.

البته که د اوسني حکومت د حيرانتيا وړ نيمګړتياو ته متوجه شو، نو ناهيلي کيږو؛ ځکه چې متأسفانه له تيرو نزدې دريو کلونو راپدیخوا د طالب مشرتابه د کړنو ريکارد ته په کتو داسې هيڅ نښې نښانې نه ليدل کېږي چې  افغان حکومت دې تيرې سهوو څخه د زده کړو هڅه کړې وي، د افغانستان اوسني ترينګلي او کړکېچن سياسي او اقتصادي حالت يا هم د افغانستان په تړاو په ګاونډ سيمه او نړيوالو کچه راپورته کيدونکو ننګونو او ګواښونو ارزولو ته جدي پاملرنه کړې وي، خو موږ باید ثابته کړو چې ژوندي ملتونه پريوزي خو پرېوتي نه پاتې کېږي، حوصلې نه بايلي او مبارزې ته دوام ورکوي.

په ناکامه شويو ميکانيزمونو باندې بيا فکر نه کوو او نه يې بايد د بيا کارولو هوډ ولرو. که مو په بن کې د ټول ګډونه حکومتي په جوړښت باندي د چانو وهلو پرځاى په ټول ګډونه نظام باندي تمرکز کړى واى، ټول ګډونه ذهنيت مو رامنځته کړى واى او د راتلونکې لپاره مو ټول ګډونه موخې ټاکلې واى، نو پوره باور لرم چې لکه د نن په شان به د احساساتو په دلدل سپاره نه وو، د تياره او مبهم راتلونکې په لور به مو حرکت نه کاوه. البته ظنن هم باید رامنځته شوي فرصتونه غنيمت وګڼل شي. خپلې ستونځې او نيمګړتياوې ومنل شي او داچې رامنځته شوي فرصتونه تلپاتې نه دي.

د ښې حکومتولي وړاندي کولو دعوه هغه مهال تحقق موندلى شي چې کار اهل ته وسپارل شي او ولس ته د مشارکت او په حکومتي کړنو باندې د څار او غبرګون حق ورکړل شي. واک د ولس امانت او په معيارونو باندي ولاړ اسلامي نظام رامنځته کول د ملت مسلم حق وګڼل شي، له نړيوالې ټولنې سره د متقابل احترام په چوکاټ کې راشه درشه او راکړې ورکړې ته امکانات برابر کړاى شي او په نړيوالو ژمنو باندي د عمل کولو مسئولیت ادا کولو ته ملا وتړل شي. د اوسني انزوائي حالت، سياسي او اقتصادي بنديزونو، د رسمیت پېژندلو لپاره د کچکول ګرزولو په برخه کې د اوسنى حکومت لخوا ځان ته برائت ورکول او ټوله پړه په تير جمهوري حکومت او نړيوالې ټولنې باندې اچول له مسئولیت څخه د تېښتې هڅه ده او د توجيه وړتيا نه لري.

شک نشته چې د اوس په شان د نورو د نفى کولو تګلارو ته د دوام ورکولو له لارې پورتنۍ موخې ترلاسه کول ناشونى کار دى. ياد اهداف ترلاسه کول د ملي ګټو لپاره د شخصي او ډله ييزو ګټو قرباني کول غواړي، ښه مديريت او ښه حکومتولي رامنځته کولو ته اړتیا لري، د زغم، حوصلې، ټول ګډونتوب، ملي اجماع او د ولسي استازيتوب اصل ته د هوډ او ژمنتيا له لارې د داسې سيستم رامنځته کول ايجابوي چې معلوم الحال متعصبين، زورواکان او د فساد مخکښان پکې مطرح نه وي،  د سمتونو، ژبو، قومونو او مذهب ترعنوان لاندې د واک وېشل پکې اساس نه وي، بلکې د بين الافغاني اجماع په نتیجه کې د رامنځته شوي اساسي قانون له لارې د اختياراتو او حساب منلو ترمنځ د انډول پر اساس د دولت درى ګونى ځواک عدليه مقننه او اجرائیه ولري، اسلامي نظام پکې تضمين، عدالت پکې تامين، کار اهل ته سپارل شوى وي، د دين، هېواد او ملي يووالي مخالفینو ته پکې د نفوذ مخه نيول شوې وي.

د افغانستان اوسنى ترينګلى سياسي امنیتي او اقتصادي وضعیت د واک ترلاسه کولو او په دغه هېواد کې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره د کورنيو او بهرنيو لوبغاړو لخوا د څو لسيزو جګړو يرغلونو او د واک په سر د کورني تاوتریخوالي محصول دى. د تجربو او مشاهدو له مخې د بين الافغاني تفاهم له لارې د ټول ګډونه حکومتي جوړښت رامنځته کول ممکن د اوسني قيادت جنجالي غبرګون ته لاره هواره کړي او ګټې يې هم لنډمهاله دي خو د ټول ګډونه نظام په رامنځته کولو باندي فشار راوړل اوږدمهاله حل لاره جوړوي، په مشرتابه باندي د ولس بايللى باور بيرته را ګرزوي او په نظام کې د پاشلتيا مخه نيسي.

د کورنيو مخالفينو او بهرنيو اړخونو لخوا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کولو غوښتنه ظاهراً د توجيه وړ ښکاريږي خو موږ وليدل چې د همدغه نوښت مسلسلو ناکامو پايلو ته په کتو په افغانانو باندې د ټول ګډونه حکومت تپل معکوسې پايلې درلودلې دي. د ټول ګډونه حکومت جوړولو او د امتيازاتو د وېش ګټه يوازې ځينې سياستوال ترلاسه کوي، خو د ټول ګډونه نظام رامنځته کول داسې  وړانديز دى چې ګټه يې د سياستوالو پرځاى ولس او هېواد ته رسيږي. تر ټولو مهم اړخ چې د ټول ګډونه نظام رامنځته کول ګټور او اغيزمن ګڼل کېږي دادى چې د افغان ټولنې پيچلتياو ته انعکاس ورکوي او زموږ د سياست نيمګړتياو ته ځواب وايي.

افغانستان د مختلفو قومونو،  کلتورونو او مذهبونو څخه جوړ هېواد دى چې هر يو يې ځانګړې اړتياوې، جدا ګټې او ملحوظات لري. له بهر څخه تپل شوى او يا هم د بهرني فشار په نتیجه کې رامنځته شوى حکومت نشي کولی د افغانستان د متنوع او پيچلې جوړښت هغه ستونځې په عادلانه توګه حل کړي، چې د مخالفتونو راپورته کيدو او بې ثباتي رامنځته کيدو لامل کیږي. له دې څخه ورهاخوا بله ګټه به داوي چې مذاکراتي ډلې به د خپلو ځانونو لپاره د امتيازاتو په غوښتلو باندې د وخت اړولو پرځاى په بنسټيزو ستونځو باندي خبرو ته زيات وخت ولري.

کله چې د خبرو په بهير کې شخصي ګټې مطرح نه وي، نو ګډونوال کولاى د مختلفو فکرونو، سياسي ګوندونو، قومونو او اړخونو ترمنځ د اختلافي مسائلو له شتون سره سره د ګډو اهدافو د لټون له لارې د بارو رامنځته کولو فرصت ترلاسه کړي. د بې باوري ختمول، د بيلتون هڅې شنډول او تعصباتو ته د لمن وهلو بانې له منځه وړل د ملي يووالي قائمولو او د ولسونو ترمنځ د واټن ختمولو لپاره اړين ګامونه ګڼل کېږي.  د بهرنیو لوبغاړو لپاره هم یو فرصت برابروي چې تېرې سهوې تکرار نشي، د خبرو اترو لپاره د اسانتیاو په برابرولو کې د مرستې رول ولوبوي او د اړتیا په صورت کې سرچینې، مسلکي او تخصصي نظر وړاندې کړي.

په افغانستان کې په سیاسي او امنیتي برخو کې په چټکۍ سره بدلونونه رامنځته کيږي او زموږ د ستونځو اوږدمهاله حل باید له عيني واقعيتونو او له بدلیدونکو شرایطو سره د سمون وړ وي.  د ستونځو د حل لپاره پروني فارمولونه د نننيو ستونځو حل نشى تضمين کولاى. دغه ډول سناريو د سياستوالو لپاره له تيرو سهوو څخه د زده کړو او د راتلونکې لپاره په دريزونو او نظرونو کې د انډوليز بدلون او انعطاف رامنځته کولو لپاره ښه فرصتونه  چمتو کوي چې د شرائطو له اړتیا سره سم خپل دریځونه تنظیم کړي.

د ټول ګډونه نظام رامنځته کولو لپاره د بين الافغاني تفاهم او خبرو اترو  له لارې د یو باثباته او ټول شموله سیسټم رامنځته کول د افغاني ټولنې تنوع او د سیاست پیچلتیاوې په نظر کې نیسي، د مختلفو ډلو تر منځ باور رامنځته کوي، انعطاف او د وخت له غوښتنو سره سم بدلون ته لاره هواروي ، او د داسې ریښتیني ولسي حکومت رامنځته کيدو لپاره امکانات زیاتوي چې د اسلامي اساساتو په چوکاټ کې ملي ګټې تامين او د خلکو ارادو ته انعکاس ورکړي.

1 COMMENT

  1. مخکې له دې چې دټولګډونه غم وخورې دسلام اداب، اخلاق،، ظرفیت او اهمیت باندې ڼان پوه کړه!
    دسلام کلیمه کرکه، ویر ، غصه، ازتلاء او ابترا نه منی ستا پوهه اوتعلیم اوشخصیت هغه ڼای کې نه دی چې ته دې مخاطب تحریموې خو تا دا کرکتوب وکړ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب