ډېویډ پیسیټسکي د معاصرو ژبو او ژبپوهنې امریکایی پروفیسر دی. دی په ۲۰۱۱ کې د امریکا د ساینس د ادارې د غړي په توګه ونومول شو. ښاغلی پیسیټسکي د خپل نوښت او تنقیدي څېړنو له امله چې د ګړپوهنې (Morphology)، غږ پوهنه (Phonology)، لوستنې، د ژبې د زده کړې، د نحوي تیوري(Syntactic Theory) ، مغز-ساینس او د ژبپوهنې د نورو برخو اړوند یې تر سره کړي دي، د امریکا د ماسیچوسیټس انسټیټوټ له خوا د علمي غړي په توګه ومنل شو. دی د نحوي تیوري (Syntactic Theory) اړوند ددوو هغو کتابونو لیکوال دی چې په ژبپوهنه کې خورا کمساري کتابونه ګڼل کېږي. ددې تر څنګ یې د یونیورسل ګرامر (Universal Grammar) د تشریح او سپړنې اړوند هم خورا ډېرې علمي مقالې کښلي.
ښاغلي پیسیټسکي له کېترین اونیل سره د ژبپوهنې اړوند خبرې کړي چې د ژبپوهنې اړوند یې خپل لیدلوری، تجربې او ځوابونه ورسره شریک کړي.
پوښتنه: د ژبوهنې له اړخه، موږ څه وړ زده کړه کوو او څه وړ فکر کوو؟
ځواب: ژبپوهنه موږ ته دا ښيي چې ځیني قوانین شتون لري او دا ښيي چې موږ څه وړ فکر کوو. دغه قوانین بیا دا کنټرولوي چې موږ څه وړ زده کړه کوو. دوئ تر ډېره زموږ برخه دي، حتی تر دې حده چې دوئ هره شېبه زموږ موجودیت تشریح کوي، مګر دوئ په هغه ډول سره د لاسرسي وړ نه دي، چې موږ یې په محسوسه بڼه ووینو، ځکه چې دا ستونزمنه ده چې پوه شئ چې دوئ (دغه قوانین) چېرته دي؟ دا بیا د ساینسي عملیې له طریقه کولای شو چې ومومو چې دوئ څه شی دي؟ دا قوانین، چې موږ کنټرولوي، پټ دي، مګر ډېر په زړه پوري دي.
پوښتنه: دا د یونیورسل ګرامر (Universal Grammar) نظریه ولې دومره ډېره د بحث وړ ده؟
ځواب: زه فکر کوم چې تر ډېره حده تاسې باید ددې پلټنه وکړئ چې کومې ژبې سره ورته دي؟ دا چې دغه نظریه د ژبپوهنیز ساینس یو ځوان او نوی اړخ دی او که یې له ۵۰۰ کاله وړاندې یا تر دې هم وړاندي ساینس سره پرتله کوو، نو ډېر دقیق او ټولمنلی توافق په دې اړوند نشته چې ترې جوته شي چې ددغه برخې څه وړ پلټنه وشي. زه فکر کوم چې ځیني خلک چې کله د یونیورسل ګرامر (Universal Grammar) اصطلاح اوري، نو ناسمه اخیستنه ترې کوي. دوئ ددېر پر ځای چې یاده اصطلاح د یوې تخنیکي هغې په توګه وپېژني، دوئ صرف داسي ګڼي چې ګواکي دا هغه ګرامر دی چې نړېوال (Universal) وي، کوم څه چې د یادې اصطلاح او نظریې په اړوند بېخي ناسم دي او له هغه څه سره خورا ډېر توپیر لري، د څه په اړه چې دغه نظریه رامنځ ته شوې ده.
پوښتنه: نو چې داسي ده، تاسې ددغې کلمې (Universal Grammar) پېژند څنګه کوئ؟
ځواب: زه داسي وایم، دغه اصطلاح (Universal Grammar) چې نام چامسکي په خپل ډېر مشهور کتاب (Aspects of the Theory of Syntax) کې چې په ۱۹۶۰ مو کلونو کې د نوموړي له خوا لیکل شوی، کارولې ده، اما دغه اصطلاح خپله چامسکي له ځانه نه ده جوړه کړې، بلکه ده د ۱۷ مې پېړۍ د فرانسوي ژبپوهانو او فیلسوفانو نه را اخیستې ده، چې هغه وخت کې ددې اصطلاح اړوند کلي نظریه دا وه چې د ټولو ژبو د جوړښت اړوند یو ګډ منطقي اصل شتون لري، چې د موډرنې ژبپوهنې له نظره یوه څه بدل دی. چامسکي په خپل کتاب کې ددغې موضوع د راوړولو علت دا ښوودلی چې نوموړی غواړي د هغو نظریو د تاریخي شالید او ریښو په اړوند پوه شي چې ده د خپل تخنیکي کار د پایلو لپاره کار ترې اخیسته. نو بلاخره ده دغه اصطلاح د روښانتیاـ فلسفې له دورې نه پور کړه، چې اوس موږ په کې نښتي یو، مګر دا دغه مانا نه ورکوي لکه څنګه چې وه.
پوښتنه: نو څه مانا ورکوي؟
ځواب: دا په اصل کې زموږ د ژبو د زده کولو توانايي او استعمال ښيي، چې موږ یې د ژوندیو موجوداتو په توګه زده کوو او کاروو. په ځانګړې توګه د ژبې د زده کړې او کارونې د توانايي دغه اړخونه په ژبې پورې خاص دي. دا ښکاره د چې داسي ډېر حالات شته چې د یونیورسل ګرامر (Universal Grammar) برخه نه دي، مثلا د ځینو انسانانو د خولې مختلف شکلونه چې په دغه مسئله پورې تړلي نه دي. اما هغه دماغي او ذهني ځانګړنې چې ژبنیز اصول او قواعد جوړوي، کوم چې د جملو جوړښتونه کنټرولوي. دغه څه ټول د یونیورسل ګرامر (Universal Grammar) تر چتر لاندې راځي چې دغه څه صرف انګلیسي ژبې ته نه خاص کېږي، بلکه د نړۍ ټولو ژبو ته یوشان دي.
پوښتنه: ما اورېدلې چې تاسي د ژبې او موسیقۍ تر منځ د اړیکو پلټنه کوئ، په دغه اړوند مو کار تر کومه حده رسولی او څه مو زده کړي؟
ځواب: زما ډېر وخت له خپلو هغو ګلالیو زده کوونکو سره تېرېږي چې موږ یې دلته (ماسیچوسیټس پوهنتون کې) لرو، ما له دوئ سره په کار کولو کې ډېر څه زده کړي، چې دغه د موسیقي د زده کړې کار یې یو مثال کېدای شي. دا زموږ له فارغ التحصیل جوناح کېټز سره د یوې ګډې څېړنې برخه ده چې خپله دوکتورا یې په کال (۲۰۱۰) کې د اوازپوهنې (Phonetics) په برخه کې تر سره کړه. زموږ د کار د پیل نقطه د ۱۹۸۳ کال د هغه عالي کتاب نه پیل شوه چې ژبپوه ډاکټر رې جېکینډوف او کمپوزر فریډ لیرډال په ګډه کښلی وو. دغه کتاب کې دغه ډول پوښتل شوي وو: که چېرته موږ د موسیقي جوړښتونو ته د یوه ژبپوه له لیدلورې وګورو، نو د موسیقي په اړوند به څه ترې زده کړو؟
هغه څه چې دوئ لاسته راوړل هغه یو ماډل وو، چې د ژبپوهنیز لیدلورې نه ګټه په کې اخیستل شوې وه مګر تر ډېره لکه ژبه داسي نه ښکارېده. نو که چېرته ددوئ کار سم وبولو، نو موږ په خپله ککره کې دوه ډوله پېچلي ذهني سیستمونه لرو؛ یو له هغو زموږ د ژبې د زده کړې او کارونې پروسه کنترولوي او بل هغه بیا موسیقي کنترولوي. دواړه سیستمونه ډېر جالب هم دي، مګر پېچلي هم دي. څه چې ما او زما محصل جوناح وکړل، هغه دا وو چې که چېرته موږ د دوئ پوښتنه په بل ډول سره وکړو، نو ددوئ موندنې به یوه بله متغیره (جلا) عمومي پایله په لاس راکړي. موسیقي او ژبه په حقیقت کې ممکن د عیني ذهني سیستم یوه برخه وي. دا هغه دعوه ده چې موږ یې د خپل کار د پایلې پر مټ کوو، او دا ډېره د بحث وړ مسئله ده.
له دې را وروسته، د ژبې او موسیقي تر مینځ خوار ښکاره او لوی توپیرونه شته. د مثال په ډول، هيڅ ژبه کې هغسي زیروبمي نه شي کارول کېدای لکه څنګه چې یې موږ په موسیقي کې کاروو. همداډول، د موسیقي هیڅ سیستم د اوازونو له یوځای کېدو نه کلمه (لغت) نه شي جوړولای چې مانا لرونکې وي، لکه څنګه چې موږ په ژبو کې جوړوو او کاروو. دا لوی توپیرونه دي او دا حقیقي توپیرونه هم دي. مګر موږ په دې اند یو چې کله چې دا منئ چې د ژبې او موسیقي بنسټیز توکي خپلو کې مختلف دي (لکه کلیمې، او د موسیقي زېروبمي) هغه لارې د کومو له طریقه چې موږ دغه توکي سره یو ځای کوو، یا یې جلا کوو، دا ممکن یو شان وي، مګر سیستمونه یې جلا دي. هغه شعار چې موږ یې د خپل کړي کار د پایلو پر بنسټ کاروو ، هغه دا دی چې (د مختلفو توکو یو شان لارښوود). له دې وجې، دا ډېره مهمه مسئله ده او دغه هغه څه دي چې موږ هیجاني کوي.