تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس درېیمه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي چې د بودجې د کمېدو، د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې بندیزونو، او اداري خنډونو له امله له ۶۰۰,۰۰۰ څخه ډېر افغانان د ژمي له اړینو مرستو څخه بې برخې شوي دي.
دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ژمنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳۴ میلیون ډالرو بودجې د کمېدو له امله د زیانمنو خلکو، په تېره بیا د تازه راستنېدونکو او هغو کورنیو چې د ناڅاپي سېلونو او درنو بارانونو له امله په غیر مناسبو یا زیانمن شویو ځایونو کې اوسي، حالت بحراني دی.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که چټک اقدامات ونه شي، د ټیټې تودوخې له امله ناروغۍ، لک تنفسي ناروغۍ، په زیانمنو ډلو، په ځانګړي ډول ښځو، نجونو، کوچنیانو، او زړو خلکو کې په چټکۍ سره زیات شي.
په راپور کې راغلي: “دغه حالت د زیانمنو ډلو لپاره جدي ګواښونه جوړوي چې په دې کې ښځې، نجونې، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان، او زاړه کسان شامل دي.”
د طالبانو له لوري د ښځینه مرستندویو کارکوونکو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه د مرستې رسونې چارې لا پیچلې کړي دي. دغو محدودیتونو، له اداري خنډونو سره یوځای، د دې سبب شوي چې مرستندویې ادارې لرې پرتو او بېوزله ټولنو ته په وخت اړتیاوړ ضروري شیان ونه شي رسولی.
د UNHCR په یوه جلا راپور کې ویل شوي چې ۴۰ سلنه غوښتنې لا هم د ښځو او نجونو له لوري ادارې ته وړاندې کېږي، او دا شمېره ثابته پاتې ده. خو ادارې زیاته کړې چې دغه شمېره ښايي د ښځو ګډون کم وښيي، ځکه ډېری ښځې او نجونې د بریښنالیک له لارې اړیکه نیسي، چې د هغوی د هویت پټ ساتلو او د مخامخ اړیکو د مخنیوي امکان برابروي.
دغه ستونزې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو پر وړاندې د روانو محدودیتونو په ترڅ کې راولاړې شوې دي. په دې محدودیتونو کې د تعلیم، کار کولو، او د تګ راتګ د ازادۍ بندیزونه شامل دي، چې د افغان ښځو او نجونو حالت یې نور هم سخت کړی دی.