چهارشنبه, نوومبر 27, 2024
Homeخبرونهکورمه کې د شیعه او سُني ډلو ترمنځ نښتو کې ۳۲ تنه...

کورمه کې د شیعه او سُني ډلو ترمنځ نښتو کې ۳۲ تنه وژل شوي دي

تاند ( شنبه د لیندۍ / قوس ۳مه) په خیبر پښتونخوا کې د کورمې ځایي چارواکپ وايي د شیعه او سُني ډلو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي.

د یادې سیمې نظامي چارواکی جاویدالله مسید رسنیو ته ویلي، چې جګړه لومړی په جلامۍ ، چاردیوال او ټالو کونج کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته وغځېدله.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې نښتو کې تر اوسه دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا لا معلومه نه ده چې په وژل شویو کسانو کې څومره شیعه او څومره سنیان شامل دي.

دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې کله چې د سلګونه خلکو یو لښکر لومړی پر ټالو کونج او بیا پر بګن ورغلی او هلته یې کورونو او دوکانونه وسوزول.

په یاده سیمه کې وضعیت وروسته له هغه خراب شو، چې نومبر پر ۲۱مه وسلوالو په کوزه کورمه کې د مسافرو لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید کې تر ۵۰ ډېر مسافر ووژل شول.

د سیمې پولیس وایي تر برید لاندې راغلی بس ماسپښین مهال له پېښوره پاړه چینار ته روان وو چې تر برید لاندې راغلی دی.

په بس کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لومړی ۳۸ کسان ووژل شول چې ۱۲ نورو وروسته په روغتونونو کې ساه ورکړه.

د سیمې ځايي مشران وايي چې په وژل شويو کې زياتره شیعه ګان دي خو څلور سنيان هم پکې شامل دي.

2 COMMENTS

  1. ولا سړی څه ووائی. پښتون ( کمونسټ، نیشنلیسټ، مسلمان، ملحد، روشنفکر، تاریک فکر، ملا، امی، عامی، سُنی، شیعه، افسر، عسکر، پولیس، طالب مالب او…….. ) د سخت زړه سوی وړ دی لکه څنګه چی د تلمود پیروان د زړه سوی وړ دی.
    که یادی نښتی او قتلونه د مځکی او جغرافیا پخاطر وی نو مدنی جرم ګڼل کیږی او که مذهبی ریښه او انګیزه ولری نو یو دینی جرم او جنایت ګڼل کیږی.
    اصلی خبره خو دا ده چی اهل سنت والجماعت ځانونه برحق او اکثریت ګڼی ( که څه هم حقانیت ئی تر زرو پوښتنو لاندی دی – د سته صحاح په هیڅ ځای کی د ” سنت ” د میراث سپارښتنه نه ده سوی البته فقط د ابی داوود په سنن کی د سند او رجال له معرفی پرته یو غیر ثِقه روایت نقل سوی دی چی هغه هم په هیڅ توګه د منلو وړ نه دی ) نو اهل سنت باید د خپل حقانیت! او اکثریت په احترام د شیعه اقلیت ووګړو درناوی ولری ( شیعه حداقل په توحید او نبوت او معاد کی د اهل تسنن سره عقیدتی اشتراک لری چی وینه او مال او عزت ئی باید خوندی وساتل شی).
    که یو کس دا احمقانه استدلال وړاندی کړی چی شیعه اصحابو ته د سپکاوی پخاطر کافر ګڼل کیږی نو ځکه وژل ئی روا دی نو دې بړوه ګانو او خوګانو ته باید وویل سی چی د پاکستان هیواد خو د نبوت د نص د منکرینو ( قادیانیانو) څخه ډک دی نو هغوی ولی نه وژل کیږی؟. یا مثلاً د شِرک مرکزونه ( د هندوانو معابد) ولی نه په نښه کیږی؟
    یقیناً چی انګریز ددې کار اجازه هیڅ خپل مزدور ته نه ورکوی او فقط د شیعه د وژلو اجازه ئی خپلو داعشی غلامانو ته ور کړیده.
    په هره توګه، زه د یو یاغی! مسلمان پتوګه پدی عقیده یم چی ۱۳ – ۱۴ پیړی وروسته هم د علی بن ابی طالب او معاویه بن ابی سفیان د عقیدتی سنګرونو تر منځ سړه او توده جګړه روانه ده. د عقل او قرآن او نَبَوی ارشاداتو له مخی به دا محال او ناممکنه وی چی علی او معاویه دواړه برحق وی.
    د پیښور د اهل سنت څخه هیله کیږی چی د الله سبحانه و تعالی څخه وبیریږی او د شیعه د وژلو څخه لاس واخلی.
    داسی ښکاری چی دیارلس څوارلس پیړی گ

  2. د ښاغلی ورور د تبصری سره موافق یم، خو دا باید هم اضافه کړم چه:
    د اوسنی وخت ټول بحرانونه، استخباراتی سیاستونه، زهرجنی خصوصی اسلحی، خصوصی ټکنالوجی او نور کاذب او پټ حالات دا ایجابوی چه سنی او شیعه سره یو ځای شی، خپل ځانونه وپیژنی او د ظالم او کاذب دښمن په مقابل کی په اتحاد کی ودریږی.
    نه دا چه خپل ځانونه په کرمه او یا کردستان او نورو ساحو کی په یوه ټوټه ځمکه ووژنی.
    که سنیان او شیعیان په اتفاق او اتحاد نه شی؟ نه به سبا سعودی، قطر، الجزایر او نور عربی او سنی هیوادونه وی، او نه به ایران او نور شیعه هیوادونه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب