Homeخبرونهپه فاریاب کې ۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول

په فاریاب کې ۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ په فاریاب ولایت کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، یوه پېښه د میمنې-جوزجان په لویه لاره په پښتونکوټ ولسوالۍ کې شوې ده. د دې پېښې د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې په تېرو میاشتو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.

یوازې په تېرو درې میاشتو کې په ټوله هېواد کې له ۲۰ زیات کسان مړه شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ترافیکو د ریاست چارواکو د پېښو د زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ګڼلې ده. خو ډېری افغانان د هېواد د سړکونو خراب وضعیت، د زیربناوو کمزورتیا او د نظارت نشتوالی د دې ستونزې یوه لویه برخه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....