شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهجمهوریپالو له افغانستانه د وروستي وتلي امریکايي جنرال د ترفیع مخه ونیوله

جمهوریپالو له افغانستانه د وروستي وتلي امریکايي جنرال د ترفیع مخه ونیوله

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د ګارډین او نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د سنا جرګې یوه جمهوریپال غړي د پوځ د بریدجنرال کریسټوفر ډوناهیو د ترفیع مخه ونیوله ځکه چې نوموړی د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه وروستی امریکایي سرتېری و چې ووت.

ډوناهیو، چې ۵۵ کلن دی او د ولسمشر بایډن له خوا د اروپا لپاره د امریکا د پوځ د عملیاتو مشرتابه ته نوماند شوی و، د سناجرګې د وسله والو خدماتو کمېټې په وروستي نوملړ کې شامل نه شو. په دې لیست کې د نژدې ۱۰۰۰ پوځيانو ترفیع ګانې تایید شوې دي.

د دغه جنرال له ترفیع سره د سناتور مارک وین مولین مخالفت په عین حال کې له افغانستانه تر ۲۰ کلونو وروسته د امریکايي پوځیانو له وتلو سره د جمهوریپالو مخالفت ښيي.

راپورونه وايي چې د اوکلاهوما سناتور مارک وین مولین د بریدجنرال دوناهیو د ترفیع مخه ونیوله، خو هغه په دې اړه په ښکاره څه نه دي ویلي.

د ملیټري ورځپاڼې د راپور له مخې، دا بندیز د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتقالي ټیم په غوښتنه لګول شوی.

 د یوې نه‌افشا شوې سرچینې د معلوماتو له مخې، د پنټاګون ویاند د دې ځنډ په اړه اندېښنه څرګنده کړې، د ډوناهیو وړتیاوې یې وستایلې او د هغه د ټاکنې پر بیړنۍ اړتیا یې ټینګار وکړ.

ویاند وویل: “بریدجنرال ډوناهیو د ویسټ پواینټ له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی او تر ۳۰ کلونو زیاته موده یې خپلې خاورې ته خدمت کړی دی.

په اروپا کې هغه په خورا مهم وخت کې ګورمال شوی. پر نوماندانو بندیز زموږ پوځي چمتووالي ته زیان رسوي.”

دغه شخړه په داسې حال کې راپورته شوې چې د بایډن اداره لا هم دله افغانستان څخه د ګډوډې وتنې په اړه له سختو نیوکو سره مخامخ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب