Homeخبرونهیوناما د نهرین چاودنه وغندله او د هغې په اړه یې د...

یوناما د نهرین چاودنه وغندله او د هغې په اړه یې د څېړنو غوښتنه وکړه

تاند (شنبه، د لیدندۍ/ قوس ۳ یمه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په بغلان ولایت کې د صوفیانو پر زیارت وسله‌ برید غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې دا پېښه بشپړه وڅېړي او په راتلونکې کې د داسې بریدونو د تکرار مخه ونیسي.

د پنجشنبې په شپه ناڅرګندو وسله‌والو د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په “سیدپادشاه آغا” زیارت برید وکړ او په دعا بوخت صوفیان یې په ډزو ووژل.

د بغلان ولایت د پولیسو قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې په دې برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت نن (شنبې، د قوس په ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې، چې پر ایکسپاڼه یې خپره کړې ده، ویلي چې طالبان باید ډاډ ورکړي چې ټولنې خوندي دي.

تر دې دمه هېڅ ډلې د دې مرګوني برید مسوولیت نه دی منلی. خو ګومان کېږي دا برید به داعش ډلې کړی وي چې له زیارتونو او صوقیانو سره اختلاف لري.

طالبانو ویلي چې د دې برید په تړاو یې څو تنه مشکوک کسان نیولي دي. خو هغوی نه دي ویلي چې نیول شوي کسان له کومې ډلې سره د تړاو په شک نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...