تاند ( سه شنبه د اسد/زمري ۱۳مه) د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د اګست پر پنځمه سبا چهارشنبه پيلېږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ به وروستۍ لوبه د اګست پر ۱۵ نېټه په بېلفاسټ کې ترسره شي.
افغان لوبډله دې لوبلړۍ ته د چمتووالي لپاره د جولای په ۲۶مه انګلنډ ته تللې ده او هلته په برمېنګم ښار کې خپل تمرينات کړې دي.
افغانستان له وړاندې د رحمت شاه په مشرۍ د ایرلنډ لپاره لوبډله اعلان کړې ده.
په لوبډله کې:
رحمن الله ګربز مرستیال لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافی، فضل الحق فاروقي او ضیا الرحمن شریفي شامل دي.
په احتیاطي لوبغاړو کې هم څلورو توپ اچونکو، “قیس احمد، بلال سمیع، فرید احمد او بشیر احمد ته ځای ورکړل شوی دی.