تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) آریانا افغان هوايي شرکت د کابل او د هند د پلازمېنې ډیلي ترمنځ الوتنې وروسته له هغه بیا پیل کړې چې د هند د ملکي هوايي چلند ادارې (DGCA) الوتنو ته رسمي اجازه ورکړه.
د دولتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هند د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې (DGCA) د آریانا افغان هوايي شرکت د کابل–ډیلي پروازونو ته د فعالیت رسمي اجازه ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د کابل او ډیلي ترمنځ د آریانا الوتنې به له دې وروسته د اعلان شوي مهالویش له مخې په منظم او عادي ډول ترسره کېږي.
آریانا افغان هوايي شرکت همداراز د کابل- ډیلي ترمنځ په الوتنو کې د راغلې وقفې په ترڅ کې د خپلو مسافرو، پېرېدونکو او سوداګریزو شریکانو د حوصلې، همکارۍ او باور مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د خوندي، باکیفیته او پر وخت هوايي خدماتو وړاندې کولو ته ژمن پاتې کېږي.