تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) په اروپا کې د سختې ګرمۍ څپې د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی، او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې د جون له ۲۱مې راهیسې تر اوسه له ۱۳۰۰ څخه ډېرې مړینې ثبت شوې دي. تر دې وړاندې هم د سلګونو کسانو د مړینو راپور ورکړای شوی و.
د روانې اوونۍ په ترڅ کې د اروپا په ګڼو سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۰ سانتيګرادو هم لوړه شوې، چې له امله یې پر روغتونونو، ژغورنې ادارو او بېړنیو خدمتونو سخت فشار راغلی دی. همداراز، بېړنیو مرستو ته د خلکو د ټیلیفوني اړیکو شمېر هم په څرګند ډول زیات شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي، د اروپا د سختې ګرمۍ څپه ښيي چې د ډېرو کورونو، دفترونو او ښوونیزو ادارو بنسټیز جوړښت د دومره لوړې تودوخې د زغملو لپاره چمتو نه دی.
د فرانسې د عامې روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې له تېرې چهارشنبې راهیسې د اټکل شوې کچې پرتله نژدې زر اضافي مړینې ثبت شوې دي. اداره وایي، د جون له ۲۴مې وروسته د مړینو کچه په غیرمعمولي ډول لوړه شوې، چې اصلي لامل یې د هوا سخته تودوخه ده.
په همدې حال کې، د جرمني د لېپزیګ ښار د ترانسپورټ سیسټم هم د ګرمۍ له امله اغېزمن شوی دی. د لوړې تودوخې له کبله د سړکونو اسفالټ نرم شوی او ټرملار (د ټرم پټلۍ) او د هغو نښلونکې برخې په څو ځایونو کې زیانمنې شوې دي، چې له امله یې د خوندیتوب په موخه د دوشنبې تر سهاره د ټرم خدمتونه ځنډول شوي دي.
د روغتیا متخصصانو خلکو ته سپارښتنه کړې چې بې ضرورته تر لمر لاندې له تګ څخه ډډه وکړي، ډېرې اوبه وڅښي، د ماشومانو او سپینږیرو ځانګړې پاملرنه وکړي او د سختې ګرمۍ پر مهال ټولې اړینې احتیاطي سپارښتنې مراعات کړي.