پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهپوښتنه / اجمل پسرلی

پوښتنه / اجمل پسرلی

د پراګ د هرچانسکا په تمځي کې له اورګاډي کوزیدم، تر مامخکې یوه ښځه وه هغه ورو ورو کیده نو زړه مې ورته تنګ شو یوې خوا بلې خوا شوم، چې هسې نه د اورګاډي ورونه بند شي. خو ښه و سره ښکته شو، په اړخ مې ورته وکتل، ړنده وه. ورو ورو یې ګام اخیست نژدې له مخامخ دیوال سره کلکه لګیدلې وه. دلته ړانده یوه امسا لري چې په هغې لاره سیخوي، خو د دې یو بیک په شا و او په لاسونو کې یې څه نه ښکاریدل. څو ګامه وړاندې ودریده زګیروی یې شو فکر مې وکړ چې په بریښنایي زینو نه شي ختلی، څنګ ته یې ورغلم ورته ومې ویل :

– که ستاسو مرسته پکار وي په زینو کې مرسته درسره کولی شم ؟

دې وخندل:

– نه مننه زما ملګری اوس راځي

زه ترې روان شوم. د زینو نیمایي ته نه وم ختلی چې لاندې مې وکتل، که ګورم چې یو سړی چې یو لاس یې شل دی او په یوې پښې نګوښیږي ړندې ته ودرید او دواړه په خندا پر زینو سره وختل.

دا ړنده هره سې شنبې او پنجشنبې وینم همدغه تمځي ته راځي، همدغه سړی ورته راځي او دواړه په کټ کټ خندا پر برقي زینو خیږي. هرځل چې ورسره له نژدې مخامخ شوی یم شل خپل روغ لاس راته خوځوي، ښایي دې نجلۍ به کیسه ورته کړې وې چې ما پیژني، خو نه پوهیږم چې څرنګه به یې پوه کړی وي، دغه سوال مې پر ذهن ګرځي راګرځي او دوی مې نه دې پوښتلي.

2 COMMENTS

  1. پسرلی صیب ډیره په زړه پورې پوښتنه ده مونږ ته یې هم ځواب ګران دی ځکه پر غیبو یوازې الله ج ښه پوهیږي خو له تا مننه چې زمونږ د اولس ساعته روژې څو شیبې دې ذهني بوخت کړو. مننه اباد اوسې.

  2. محترم پسرلی صاحب
    احترامات می ومنه او کیدای شی هدف مو پکښی داوی چی نجونی په نوی ځوانی کی لژی نخری او نازونه کوی او یوازی خپل ځان ګوری ړندی غوندی وی او د نوروخیال نه ساتی په خپل زړه حرکت کوی که ته ورپسی روان وی او بیړه ولری کیدای شی احساس وکی چی کومه سپین سری به وی او په بی صبری د خپل معشوق انتظار کوی ممکن بعضی حالات یی تاته احساس درکی چی ناروغه به وی… او هلک که یو لاس له نجلی سره نیولی وی نو هغه لاس لکه چی شل وی هیڅ د بل کار لپاره یی نه کاروی او هسی د نجلی خواته ځان زوړند نیسی لکه چی ګود هم وی. نورنوبس وایی! خزانه هغه ته معلومه وی چی خزانه کړی یی وی

    بیا هم مننه او که خپله هم په آخر کی هدف ولیکی مهربانی به مو وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب