شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهسندرغاړې| اجمل پسرلی

سندرغاړې| اجمل پسرلی

د ژورنالیزم په کورس کې وم. استاد راته ویلي و چې په خپله خوښه یو راپور جوړ کړم. کله سترګې ړندې شي نه پوهیږې چې څه وکړې یا به ښایي زه همداسې یم.

د پراګ ښار په منځ کې ورو ورو رهي وم، ماښام تیاره شوه چې د نامیستي میرو سیمې ته ورسیدم. هلته د زړې کلیسا مخې ته په میدان کې د سندرو غږ و. ورته نوک نیولی شوم، پر سټیج دوې نجلۍ ولاړې وې، ګیتار یې غاړې ته اچولي وو او سندرې یې بللې. تر سټیج لاندې شپږ تنه سیل ته ولاړ وو.

چې سندره خلاصه شوه. سندرغاړې کښیناستې. ورته ومې ویل چې زه یوې راډیو ته راپور جوړوم که ستاسو خوښه وي له تاسو سره به څو خبرې وکړم.

نجونو له نژدې یو متر لوړ ستیجه راټوپ کړل، روغبړ یې راسره وکړ. پوښتنه مې ترې وکړه چې لیدونکي نه شته خو تاسو په ډیر خوند سندره ویله، څرنګه خوند یې درکاوه:

یوې سندرغاړې په خندا وویل:

– شپږ کاله وشو چې سندرې بولمه او اته کاله وشو چې ګیتار د خلکو مخې ته غږوم خو په دې موده کې مې کله هم لیدونکو ته پام نه دی کړی چې ډیر دي که لږ دي.

ټیپ مې دوهمې سندرغاړې ته ونیو:

– ځینې سندرغاړې حتی له خپلو لیدونکو د چک چکو غوښتنه کوي او وایي چې کله اوریدونکی سندرې ته غوږ نیسي دوی یې بیا له زړه ویلی شي، تاسو څرنګه؟

خپلې ملګرې ته یې لاس ونیو:

– زه هم د لوسيا په څیر په اوریدونکو پسې نه ګرځمه په خپله ترې خوند اخلمه

– په اوریدونکو پسې ولې نه ګرځئ؟

– خلک یو رنګ نه دي ځیني یې راک خوښوي، ځیني یې پوپ خوښوي، که په دوی پسې ګرځې خپل هنر دې پاتیږي

– هنر د خلکو لپاره دی که یې هغوی خوښ نه کړي نو …

لوسیا په خوله کې راولویده:

– وبښه چې خبرې دې نیسم، په دې سړې هوا کې زموږ کار دا دی چې د دغه میدان چاپیریال د نوي کال په درشل کې په نغمو ونازو او چې همدا کار کوو خوند ترې اخلو که  څوک نه وي خپلې سترګې پټوم او فکر کوم چې یو میلیون کسان مې سیل ته راغونډ شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب