ژباړن: علم گل سحر
ما خپل ځان ته دنده وسپارله چې د خپل قتل موضوع پخپله وڅیړم او پوه شم چې زما قاتل څوک و، کله چې د ژوندیو د قانون په دې دنیا کې څوک وژل کیږي، وژل شوي باید پخپله د خپل قتل په عاملینو پسې وګرځي. زه کوښښ کوم را په یاد کړم چې څنګه ووژل شوم.
ښه پوهیږم تر څو هغه ورځ را په یاد کړم چې دا پیښه وشوه. ممکن زما د قتل عوامل، یوازې د هماغې ورځې تر پیښو محدود نه وي او خپله ټوله ماضي او تیر کارونه مې په دې قضیه کې شامل وي، خو ښه بولم هغه څه را په یاد کړم چې په وروستۍ ورځ راته پیښ شول.
هغه ورځ چې له خوبه پاڅیدم، داسې مې احساسوله چې تر بلې هرې ورځې نن ستړی یم. له معمول سره سم مې شاوخوا وکتل څو را په یاد کړم چې چیري یم . پوه شوم چې په هماغه خونه کې یم چې وم. ښه مې نه یادیږي چې څومره ، خو دومره پوهیدم چې دوه کاله یا لږ زیات کیږي چې په دې ښکلي او له خلکو تش کور کې هغه هم په دې کوچنۍ خونه کې چې د دې دری پوړیز کور په خونو کې رنګینه او ډبرینه نه ګڼل کیده، اوسیږم او یو ډول مې دنده لرله چې دا کور وساتم.
ناڅاپه مې پام شو چې بیا هم د یوه سندرغاړي د غزلو آواز اورم چې د تل په څیر ټیټ دی، لکه چې د دې کور په تکاوي کې، څوک دا سندره تل اوري. دا آواز له سه تار، طبلې او د موسیقي له نورو الاتو سره یو ځای کیده ، شعر به یې په ډیر غمناک ډول وایه چې سړی نه پرې پوهیده او لږ وروسته به دا آوازونه ټول ورک کیدل، نور به مې چې هر څومره غوږ نیو څه به نه اوریدل کیدل . په دې موده کې مې څو ځله تکاوي لټولې وه خو د تکاوي په نوم مې څه نه و موندلي . زما په خیال دا سندره تر دې لوی او ښکلي کور لاندې خښه شوې وه او ما کله کله د دې خښې شوې سندرې، خښ شوي شعر او ژوندیو خښ شویو هنرمندانو غملړلې سندرې اورم.
هغه ورځ مې بیا هم دا سندره واوریدله ¸ تر دې یوه ورځ مخکې د نورو پیښو تر څنګ د یوه ناپیژانده سړي زنګ راغی بې له دې چې ځان سم را وپیژني په بیړه یې راته وویل چې سبا نوروز راځي ، نوروز و که نه پوهیږم څه نوم یې واخیست چې زما په خوا یې حرکت راکړی ، حیران شوم ما د نوروز په نوم څوک نه پیژندل. د نورو اندیښنو او وهمونو تر څنګ له پرونه راسي دا هم زما په تشویشونو ور زیات شوی و.
بیا مې هم دا مرموز او نا پیژانده تیلیفون را یاد شو او مغز مې را سره هیڅ مرسته نه کوله پوه شم چې دا نوروز اوس دی څوک؟ چې ماته را روان دی تر څو وکولای شم چې د خپل ژوند دا بله معما حل کړم.
له کړکۍ څخه مې دباندې وکتل پوه شوم چې بیا هم یوه خړه پړه ورځ ده او لمر د ښار له ګردجنې او خاورو لړلې فضا ها خوا پټ دی. په کوڅه کې مې د چا د پښو ښکالو واوریدله. حتمآ بیا هم یوه ډله خلک پخپلو اوږو هدیرې ته تابوت لیږدوي ، تل به مې چې له دې کوچنۍ کړکۍ کوڅې ته ورکتل یوه ډله خلکو به تابوت لیږداوه. حیران به شوم او فکر به مې کاوه چې د خونې د کړکۍ ها خوا کوڅه نه بلکې د نقاشي یوه تابلو ده چې خلک په یوه کوڅه کې د تابوت لیږدونې په حال کې ښیي.
د خپلو کتابونو المارۍ ته مې وکتل ټولې خانې خالي وې یوازې یو کتاب لیدل کیده او بس. هغه هم هماغه کتاب چې ډیر راباندې ګران و . دا پاتې کتاب راته ډیر ستړی ښکاره شو، دا کتاب هم نور راته ډیر زوړ، ځیله او مړژواندی په نظر راغی او د دې وخت را رسیدلی چې زړه ترې صبر کړم . نه پوهیږم شپږ میاشتې یا زیات به کیدل چې له دوو دریو ورځو وروسته به مې یو کتاب پاڼې پاڼې کاوه . اول به مې یې څو پاڼې لوستلې وروسته به مې یې په پاڼې پاڼې کولو پیل کاوه ، هغه هم ډیر سوکه او په یو ډول خوند سره. دا ناروغي په دې وروستیو کې را ته پیدا شوې وه.
هغه ورځ له خپله ځایه را پاڅیدم او هماغه یوازنی کتاب مې له المارۍ څخه را واخیست ورته ومې کتل ، شا و مخه یې سم و نوي او ځلیدونکي. پاڼې یې جوړې وې دا د دې ښکارندوی و چې ما پخپل عمر کې د دې کتاب ساتلو ته څومره پام کړی و، څومره ستونزې مې ګاللې وې تر څو دا کتاب روغ او نوی پاتې شي. بیا مې ناڅاپه پرونۍ پیښه را یاد شوه او بیا مې کتاب ته وکتل.
پرون له سهاره تر ماښامه د ښار په کتابپلورنځیو کې وګرځیدم، دا کتاب مې په لاس کې و، په داسې حال کې چې د پلورلو نیت مې یې نه درلود، خو پریکړه مې کړې وه چې معلومه کړم زما دې کتاب ته نور خلک او په تیره د کتاب پلورونکو بازار څومره ارزښت قایلیږي او په دې ډول مې غوښتل ځان ته ووایم چې ما هسې مفت خوشي چټي د دې کتاب د ساتلو لپاره زحمت نه دی ایستلی.
غوښتل مې له کلونو وروسته ځان ته ووایم چې ما د دې کتاب په اړه کومه اشتباه نه ده کړې . سره له دې چې نورو زما د دې ارزښتمن کتاب بیه په پیسو ټاکله ، ماته مهمه نه وه او دا د پیسو قیمت یې هم زه ډاډه کولم چې ما د دې کتاب په اړه غلط فکر او قضاوت نه دی کړی، ځکه مطمین شوی وم چې دنیا او د انسانانو د ژوند ټول ارزښتونه په پیسو او مادي شتمنیو سنجول کیږي او دا ډول ارزښت ورکول که څه هم مادي او کم وي ما ته یې د زړه قوت را کاوه چې پوه شم دغه ټول عمر مې د دې کتاب لپاره بې ځایه نه دی لګولی.
نه پوهیږم ولي مې په دې ورځو کې فکر د دې امتحان سرته رسولو ته را ګرځیده، ذهن او روح مې دې خبرې نیولی و او دې قوت زه مجبورولم چې په هره ممکنه وسیله د دې کتاب ارزښت د نورو له نظره وګورم . د ځان او خپل فکر او قضاوت په باره کې را ته شک پیدا شوی و او غوښتل مې په ځان کې دا شک ورک کړم او مات یې کړم چې نور ما ونه وخوري او ومې نه ځوروي او ډاډه شم چې ما تل سم فکر او عمل کړی دی.
پخوا مې هیڅکله پر ځان د دومره بې باوري حس نه درلود او هیڅکله مې د خپل ځان او خپلو کړنو په باب داسې منفي فکر او شک نه و کړی او هیڅکله داسې منفي فکرونو دومره نه وم ځورولی. همدې ځورونو او همدې نوې منفي انرژي زه مجبور کړم چې دا عمل تر سره کړم او خپل ګران کتاب بازار ته یوسم چې وګورم نور پر کتاب کومه بیه ږدي.
خو د کتاب د خرڅولو هیڅ نیت مې نه درلود ، په تیره په دې کابو دوو کلونو کې چې په دې ګرانبیه کور کې چې له قیمتي ډبرو د اوسنۍ انجنیري پر اصولو برابر جوړ شوی و، اوسیدم اقتصادي حالت مې تر بل هر وخت ښه و او پیسو ته مې اړتیا نه لرله او په اضافه پیسو به مې له کتابپلورنځیو څخه نوي کتابونه اخیستل او په خوشحالي به خپل کور ته راتلم. د کوټې د منقل سکاره به مې تازه کول، چای به مې چمتو کاوه، توده وړینه کمپله به مې پر اوږو اچوله او د ځواني د کلونو غوندې به مې په ډیره مینه د کتاب په لوستلو پیل کاوه همدا چې لس پنځلس مخه به مې لوست حوصیله به مې تمامیدله، یو ډول خوب او ستړیا به را باندې راتلله چې هر څومره هڅه به مې کوله تر څو دوه یا دری کرښې نور ولولم خو نه مې شوای کولای. مجبور کتاب به مې یوې خواد کیښود، د کتاب موضوع به تکراري، ستړې کوونکې او بې له تلوسې راته بریښیده او له ځانه سره به مې ویل:
« بیا هماغه، بیا هم . بیا هم »
او بیا به مې په ځان کې د کتاب د څیرولو او پاڼې پاڼې کولو تنده حس کوله او سختې او لیونۍ مینې زه دې کار ته ور کشولم، سم لکه د مخدره موادو معتاد چې اوس یې بیا د خپلې خوشې نشه یي مواد موندلي وي ، بې اختیاره به مې د کتاب په پاڼې پاڼې کولو پیل کاوه. په ارام، نشه یي خاطرجمعي او د مستي او آن شهواني خوند او خوشحالي په حالت کې به مې د کتاب پاڼې شکولې او د خونې په غولي به مې غورځولې. دا کار به مې دومره په خوند، ارامي او سوکه کاوه لکه چې زړه مې نه وي ژر ختم شي. په واقعیت کې به چې کله له دې کاره خلاص شوم، را په خود به شوم پښیمانه به شوم ، لیدل به مې چې څه احمقانه کار مې کړی دی ، دا حالت مې بد ایسیده او د دې په خاطر چې د کتاب د څیري شویو پاڼو لیدل دوه ګونی حالت را باندې را نه ولي او ما پر ځان بې باوره نه کړي ، په بیړه به مې د کتاب شکول شوې پاڼې را راټولولې او د چټلیو په هغه ستل کې به مې اچولې چې د انګړ په کونج کې ایښودل شوی و، هغه وخت به مې د ځان په اړه شک او وسواس یو څه کمیده زړه به مې له یوه ځورونکي وزن څخه سپک شو او خیال به مې کاوه چې د درد او غم یوه کڅوړه مې له ځانه څخه لیرې کړه ، بیا به په تلوار راتلم په ګرم چای کې به مې بوره اچوله او په کاشوغه به مې بوره پکې لړله.
له پیالې سره د کاشوغې د لګیدو آواز به تل ځورولم ، دا اواز مې تل بد ایسیده او ژر به مې غلی کاوه. خو د داسې شیبو تر بیا را رسیدلو پورې به مې خپل دا حساسیت هیراوه تر څو به بیا له داسې حالت سره مخ شوم، نه پوهیږم ولي؟ خو هر ځل او په هر ځای کې به دې آواز زه ځورولم، داسې چې که به ژر غلی نه شو پخپل ټول توان به مې چیغې وهلې. ښایي هغه ورځې، هغه سهارونه او هغه سهارنۍ یې زما په تحت الشعور کې را ژوندۍ کولې چې یوازې مې یوه پیاله خوږ چای او یوه ټوټه کلکه او وچه ډوډۍ لرله او وروسته له دې آوازه هم خلاص شوم ، خوږ چای په تریخ چای ، وروسته وروسته په تودو اوبو او په پای کې په سړو اوبو بدل شو. خو اوس مې چې بیا هم خوږ چای درلود ، ورسره دا ځورونکی آواز هم و تر څو ما د مرګ تر حده وځوروي.
بیا به مې بې اختیاره د ګرم منقل د سکرو انګار او د خونې دودجنې فضا ته کتل ، لږ تنباکو به مې څکول چې مغز مې نور هم کرخت شي څو پخپل څو شیبې دمخه کار فکر ونه کړم، ساړه او مړه لاسونه به مې د منقل اور بیرته را ژوندي کړل. کوښښ به مې کاوه سندره زمزمه کړم چې فکر مې بدل شي ، زما ستونزه د کتاب د له منځه وړلو له امله نه وه ، ډار مې له دې خاطره و چې ولې له ځانه بې خوده کیږم او کتابونه شکوم او د دې کار له ختمیدو وروسته پوهیږم چې د دې عمل د کولو په وخت کې په بل حالت کې وم او دا زما لپاره ډارونکي و ما غوښتل تر څو کولای شم له دې ډاره وتښتم ، د تښتې لپاره به مې بې معنا او بې سوره سندرې ویلې تر څو مې پاڼې هیرې شي، مثلآ داسې:
« خاورو او ګردونو، دوړو او خاورو، خاورو او دوړو، دوړو او خاورو… سره یو شئ، سره یو شئ… له له لاله، له له لاله، له له لا، له له لا… . »
او یا به کله کله له کوره وتلم د کوڅې د هغه سر د بقالې له سپین ږیری دکاندار سره به مې بې هدفه بحثونه کول ، له کله چې زه دې سیمې ته راغلی یم او په دې پرتمین کور کې اوسیدم ، له دې سپین ږیري سره یوازې له دې سپین ږیري سره مې پیژندلي او یوازې مې له ده سره خبرې اترې او سلام و کلام لرل. هر وخت چې د هغه دکان ته ورتلم ، د هغه د راډیو آواز چې مینګ چینګ به یې کول اوریدل کیده.
دی به زیاتره وخت د چای په څښلو او یا د دکان د شیان په سمولو بوخت و او کله کله به مې لیدل چې په تنباکو اوبه پاشي چې وچ نه شي او وزن ونه بایلي ، ده به ویل که دا کار ونه کړي کور یې ورانیږي او د کاروبار یې خرابیږي. کله مې چې لومړی ځل له هغه څخه دا خبره واوریده هک پک شوم . د هغه په عقل او فکر مې شاباش ووایه او په دې خواشینی او مایوسه وم چې ولي ما د هغه دا کار او مهارت درک نه شوای کړای ، د دې علت چې زه تل په ژوند کې ناکام وم دا و چې مغز مې د دکاندار غوندې کار نه کاوه.
دا سپین ږیری چې نه پوهیدم دمخه څه او څنګه و او د ماضي په اړه یې هم ما نه و پوښتلی ، زما په نظر عجیب سړی ښکاریده . یوه ځانګړنه یې دا وه چې ماته یې تل زما نیکه را یاداوه . له خوشنویسي او مشقي او نستعلیق خط سره یې مینه لرله څو ځله مې لیدلی و چې پخپل دکان کې یې د عمر خیام څلوریزې په ښکلي خط لیکلې ، کله به مې چې ده ته او د ده د خط ښکلا ته کتل دا را ته ډیره لیرې ښکاریده چې دا ضعیف سپین ږیری دې چې پښې یې د ګور په غاړه دې داسې ښکلی لیک ولري چې له ځواني ځوان، تر پسرلي او پسرلني اسمان څخه صاف او روڼ وي. هغه د خپل دکان پر دیوال په پنډ نستعلیق خط دا بیت لیکلی و:
« ټوپک وایي چې زه دجهان شاه یم
ټوپکوال دولت ته رسوم»
اول ځل مې چې دې بیت ته ورپام شو ، د خپل ماشومتوب ورځې مې را یادې شوې چې د ښوونځي درسونه مو په کور کې لوستل او د ښکلي لیک د لیکلو تمرین به مو کاوه . نیکه مې چې د دې سپین ږیری غوندې یې له ښکلي لیک او نستعلیق خط سره ځانګړې مینه لرله ، له ماسره ملګری کیده او په نیی قلم او تور رنګ به یې پر کاغذ لیکل کول:
« قلم وایي چې زه د جهان پاچا یم، قلموال دولت ته رسوم»
خو دا بیت چې سپینږیري دکاندار لیکلی و زما خوښ نه شوهر وار به مې چې پر هغه سترګې لګیدلې احساس به مې کاوه چې دا کاغذ او بیت ما تحقیروي او ماته په ملنډو ګوري . څو ځله مې سپین ږیري ته وویل چې دا کاغذ ایسته او پر ځای یې یو سم بیت ولیکي خو سپینږیري به په دې خبره خندل او ویل به یې:
« زړه مې، دکان مې. »
چې دکان ته به یې ورتلم ، لیدل به مې چې راډیو یې یا سندرې غږوي یا د دموکراسي، جګړې او لاریونونو په باره کې څه وایي او کله هم د رادیو ویندوی له تیلیفوني اوریدونکو څخه عجیبې غریبې پوښتنې کوي ، چې سپینږیری به خندل ویل به یې:
« دا لیونیان ګوره، دا لیونیان !»
مثلآ نطاق به له خپل اوریدونکي پوښتنه کوله چې غرمه مو څه پاخه کړي دي؟ ښوروا یې د پسه له غوښې ده که د غوایي؟ به ښوروا کې مو ګشنیز او لم هم اچولی که یه؟ سپین ږیری به پخ پخ وخندل له خانه سره به یې وویل :
« دا هم شوه خبره؟ »
یا که به نطاق ویل چې خلکو په فلاني هیواد کې دیکتاتور را وپرزاوه، سپینږیري به خندل ویل به یې: « دا لیونیان ګوره چې په څه باندې ځانونه وژني، یو دیکتاتور ځي، په ځای یې بل راځي»
پرون مې چې دا کتاب بازار ته ووړ تر هر څه دمخه دې سپینږیري ته ورغلم ، ګرم شین چای یې تیار و یوه پیاله یې ماته راکړه کیسه مې ورته وکړه کتاب مې په یوه وریښمین دسمال کې پیچلی و ، ور وایې خیست ، دسمال یې خلاص کړ کتاب ته یې وکتل څو شیبې وروسته یې وویل :
« زما په خیال اصل نه دی، زخمي زخمي زوړ نګوړ دی، فکر نه کوم په دې زمانه کې څوک په دي خبرو پسې وګرځي»
بیا یې دسمال ته وکتل ویې ویل:
« دا وریښمین دسمال دې له کومه کړی دی؟ډیرقیمتي دی.»
په غوصه مې کتاب ترې واخیست بیرته مې په وریښمین دسمال کې وپیچه ، له ځایه را ولاړ شوم ورته ومې ویل:
« ته د دې شیانو په قدر څه پوهیږې بابا! ورځه پخپلو تنبکو دې اوبه وشینده چې کار دې خراب نه شي»
سپینږیری موسکی شو ویې ویل:
«غوصه کیږه مه معلمه ، ورځه پوښتنه وکړه، ورځه. ته خپله هم پوهیږې چې څوک یې په یوه غیران هم نه اخلي، کتاب دې ارزښتناک دی خو زمانه بدله شوې ده، نور دا شیان خریدار نه لري، مقصد مې دا و»
نور مې څه ونه ویل او د ښار د لوی بازار په خوا روان شوم. د هغه خبرې مې خوشې نه شوې، په قهر وم د هغه خبرې سوکه سوکه راته جدي او اندیښمنونکې کیدې. نه مې شوای کولای ځان قانع کړم چې سپینږیری اشتباه کوي . پخپلو فکرونو او برداشتونو بې باوره کیدم. زړه مې یوه پټ حس ځوراوه، هسې نه سپینږیري سم ویلي وي او ما خپل دا دومره عمر په یوه لویه اشتباه کې تیر کړی وي.
***
بیا مې هم کتاب ته ښکته پورته وکتل، په لنډه شیبه کې مې د کتاب پر دوتڼه ټپونه او خاپي ولیدل چې دمخه مې نه و لیدلي. د باور وړ نه و، د کتاب پر دوتڼه مې داغونه ، زخمونه او د شلیدلو نښې ولیدلې ، دا لومړی ځل و چې لیدل مې ګران کتاب مې داسې زخمي او خواشینې څیره نیولې ده، زړه مې د کتاب د دې حالت لیدلو مات کړ، په غوصناک زړه را وګرځیدم کتاب مې په المارۍ کې کیښود. له کړکۍ څخه مې کوڅې ته وکتل . عجیبه وه بیا هم د خلکو یوې ډلې تابوت لیږداوه، بیا هم زما د کوټې د کړکۍ ها خوا هماغه متحرکه تابلو وه.
له ځانه سره مې د کتاب په هکله فکر کاوه، ممکن ړوند به وم او ناڅاپه څو شیبې مخکې بینا شوی وم چې د خپل کتاب دا بد حالت مې ولید. د سپینږیري دکاندار پرونۍ خبرې مې را یاد شوې کم کم مې فکر کاوه چې زما د کتاب په اړه د هغه خبرې سمې وې. لمر لا د ښار د دوړو شاته پټ و او زموږ د کوڅې فضا په خاورو او دوړو پوښل شوې وه، څو ګامه مخکې ځای دې سم نه شوای لیدلای او نه پوهیدې هغې خواته څه شی دي او څه خبرې دي؟ خاورې او دوړې داسې وې لکه په هوا کې چې بندې پاتې وي نه ښکته تلای شي نه پورته نه هم بلې خواته.تا به ویل د ښار د فضا خاورې او دوړې هیڅ حرکت نه لري هیڅ شمال نه حس کیده چې را والوزي او دا خاوري او دوړې یوې خواته بوځي، کوڅه له خلکو او تابوت څخه تشه شوې وه ، د خونې د دیوال هندارې ته ودریدم چې خپل مخ پکې ووینم ، د خپلې څیرې په لیدلو سره خواشینی شوم ، مخ مې زوړ، ژیړ، زخمي زخمي او ضعیف راته ښکاره شو، پر مخ مې د زخمونو کرښې شلیدلې نښې لیدل کیدې هغسې لکه زما د کتاب پر دوتڼه مې دغسې داغونه لیدلي و . لکه چې دا اول ځل وي چې زه خپله څیره داسې خواروزاره وینم . نه پوهیږم ولي هغه ورځ شیبه په شیبه له نویو شیانو سره مخ کیدم چې دمخه یا نه و او یا مې نه شوای کولای چې ویې وینم.
په چورتونو کې ډوبیږم بیا د کتاب په اړه فکر کوم پر ما دا کتاب ډیر ګران واو ډیر کلونه مې دا کتاب ساتلی و. آن د جګړو او تیښتو په سختو کلونو کې مې هم دا کتاب چیري نه و پریښي هر ځای به چې تلم دا کتاب به راسره و. سخت او دردونکي حالات و هر څه مې چې لرل خرڅ مو کړل تر څو د کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره اوبه او ډوډۍ برابر کړم. خو دا کتاب چې فکر مې کاوه ډیر قیمته به یې هم را څخه واخلي خو خرڅ مې نه کړ حتی د جګړې او قتلونو په سختو شیبو کې چې پردي وطن ته وتښتیدو هم مې دا کتاب خرڅ نه کړ.
په هر حال کې دا کتاب را ته ډیر ارزښتمن و او فکر مې کاوه که دا کتاب خرڅ او یا له لاسه ورکړم د خپل ځان مهمه برخه مې له لاسه ورکړې ده، او پلورل یې را ته په دې معنا و چې ما د خپل ژوند مهم ارزښتونه خرڅ کړي دي ، فکر مې کاوه زما او زما د ژوند ارزښت په دې کتاب پورې تړلی دی او که هغه له لاسه ورکړم نور هر څه ختم دي. احساس مې دا و چې زما او دې کتاب تر منځ کلک تړاو او رشته موجوده ده که دا رشته وشلیږي زه به هر څه له لاسه ورکړم . دغه کتاب د ښوونځي د دورې یوه ښه ښوونکې ماته راکړی و او ویلي یې و چې ویې لولم . هغه څو ورځې وروسته باید راغلی وای او دا کتاب یې بیرته له ما وړی وای خو هغه بیا را نه غی . کله چې روانیده راته ویې ویل چې پر ځان باید پام وکړم چې نوې او وحشتناکه دوره را روانه ده او دښتې د انسانانو او کتابونو د ډله ایزو قبرونو خوبونه ویني ، کله به چې سپینږیري دکاندار د رادیو د خبرونو له اوریدو وروسته ویل:
« دا لیونیان ګوره چې په څه باندې ځانونه وژني، یو دیکتاتور ځي، په ځای یې بل راځي»
ماته به د هغه ښوونکې خبرې را یادیدې چې د دې سپینږیري د خبرو غوندې خبرې یې کولې. خو هغه ولاړ او بیا را نه غی، لکه نور زرګونه کسان چې یووړل شول خو بیا را نه وړل شول. ممکن یوه ورځ راشي نه پوهیږم ډیر کلونه تیر شوي دي ، نور یې د راتلو هیله نشته ، هغه هم د هغو کسانو به دله کې ولاړ چې مړی او ژوندی یې معلوم نه دی او ممکن په همدې ډله ایزو قبرونو کې وي چې وروسته کشف شول او د سره رنګه دیکتاتورانو له دې ډله ایزو قبرونو څخه د پیدا شویو هډوکو په منځ کې د ده هډوکي هم وي . سره له دې چې دا خبره احمقانه ښکاریده خو ما لا تمه لرله چې هغه راځي او زه باید د هغه امانت ښه وساتم.
پرون چې له سپینږیري را جلاکیدم او د ښار د لوی بازار په لوري تللم، په لاره کې مې ګرځنده تیلیفون ته زنګ راغی . د سپینږیري خبرو مې حالت داسې بد کړی و چې د تیلیفون د زنګ اوریدو حیران کړم او نه پوهیدم چې دا زنګ له کومه ځایه راځي . پام مې شو چې زما د خپل تیلیفون زنګ دی ، را یاد مې شول چې زه هم پخپل جیب کې تیلیفون لرم ، نه پوهیږم د څه لپاره دا ټیلیفون هر ځای له ځانه سره وړم، ما خو کوم دوست او اشنا او قوم خپل خپلوان نه لرل.
دا څوک و چې ما ته یې زنګ وهلی ، له دې سپینږیري پرته هیڅوک زما د تیلیفون شمیره نه لري، کله به یې زنګ راته واهه او زه به یې غرمه د پسه د ښوروا خوړلو ته وربللم او یا به ما هغه ته زنګ کاوه د حال پوښتنه به مې یې کوله ، ټوکې به مې ورسره کولې چې تنباکو یې څنګه دي .
په داسې حال کې له دوړو ډکې هوا مې ساه بندوله تیلیفون ته مې ځواب ورکړ:
« بلی؟ »
سړي سلام راکړ زما نوم یې واخیست پوښتنه یې وکړه:
«تاسې؟»
غږ مې یې ونه پیژاند لږ وارخطا شوم ځکه چې د خبرو تون او د غږ شکل یې زما لپاره ډارونکي و، ومې ویل:
« زه خپله یم، مهرباني وکړئ ، تاسې؟»
له غږه یې معلومیدله چې ډیره بیړه لري، بې له دې چې ماته اجازه راکړي څه ووایم ، پوښتنه یې وکړه:
« نوروز پیژنې؟»
حیران شوم، غلی شوم فکر مې وکړ چې را یاد کړم آیا نوروز پیژنم که یه؟ تر شونډو لاندې مې سوکه وویل:
«نوروز؟»
او پسي زیاته مې کړه:
« نوروز، نوروز، نوروز… . ؟ »
او ومې ویل:
«نه، په یاد مې نه شو. ښایي پیژنم به یې، هیر مې دی»
زما خبره یې پري کړه ویې ویل:
«زه یې هم نه پیژنم، ماته یې همدا شمیره راکړه وې ویل تاته زنګ وکړم او درته ووایم چې حرکت یې کړی دی او ستاسې خواته درځي، پخپله یې بیړه لرله، زه له خارجه خبرې کوم…»
تیلفون قطع شو، څو ځله مې هلوهلو او بلې بلې وویل، ځواب یې را نه کړ او وروسته مې د اړیکې د پرې کیدو زیګنال واورید. هک پک شوم ټیلیفون مې په جیب کې کیښود، بیا مې ټیلیغون را واخیست، شمیره نه وه ثبت شوې، همداسې رهي شوم، په داسې حال کې چې لا د سپینږیري د ترخو خبرو د درد تر فشار لاندې وم، دغه مرموز او مبهم ټیلیفون مې په ذهن کې یو بل تشویش را پیدا کړ. نوروز څوک دی؟ کوم نوروز؟ ما د نوروز په نوم څوک نه پیژاند یا مې پیژاند هیر مې دی. نوروز ویلي را روان شوی او زما په خوا راځي … له بهره…. دا نو څه معنا لري؟
زما د ټیلیفون شمیره یې له کومه کړې ده؟ دا ممکنه نه وه، په بهر کې مې هم څوک نه لرل چې ماته ټیلیفون وکړي ، او د ټیلیفون شمیره مې هم د کوڅې له دې سپینږیري دکانداره پرته بل چا ته نه وه ورکړې . مجبور شوم سپینږیري بقال ته زنګ وکړم. هغه مې وپوښت چې آیا زما د تیلیفون شمیره یې چاته ورکړې که یه؟ سپینږیري چې زما دې پوښتنې حیران کړی و، وویل:
« نه بابااا، په یاد مې نه راځي، نه ، نه؟»
او ما وویل:
« زما هم نه یادیږي، هیڅ مې نه یادیږي»
سپینږیري وویل :
« حتمآ تا چاته ویلي ، هیر دې دي، ته خو یو سر او سل سوداوې لرې، حتمآ دې هیر دي»
ومې ویل:
«بابا»
او خدای پاماني مې وکړه. کله مې چې خپل دغه ګران کتاب د ښار لویو کتابپلورنځیو ته یووړ، لا پسې مایوسه شوم. ټولو هماغه څه راته وویل چې د کوڅې سپینږیري بقال راته ویلي و. سخته او توره ورځ مې تیره کړه او راغلم. له یوې خوا مې لیدل چې باورونه مې نور ماتوي او تر پښو یې لاندې کوي له بلې خوا نوروز او نا پیژانده ټیلیفون زه د لیونتوب پولو ته رسولم. ناڅاپه حیران شوم، چا چې راته زنګ وهلی و، څه یې ویلي و؟ له ځانه مې پوښتل. ویلي یې و چې بهار راځي که نوروز؟ زما په خیال ویلي یې و چې بهار راځي…نه، ویلي یې و نوروز، نوروز یا بهار؟ کوښښ مې وکړ پخپل ذهن فشار راوړم، را یاد کړم چې دقیق یې له دې نومونو څخه کوم یو ویلی و. د دواړو په باره کې شکمن وم او فکر مې کاوه چې د دې غوندې کوم بل نوم یې یاد کړی و، په هر حال، هماغه شیبه مې له ځانه سره پریکړه وکړه او ومې ویل دواړه دې ورک شي، هر څوک یا هر نوم چې وي، وي به. نه يې پیژنم. مهمه نه ده که یې نوروز ویلی وي یا بهار یا بل څه. له دوی پرته هم له څه مودې راهیسې له داسې حالت سره مخ وم چې نوی او د فکر وړ و.
د شواروز په مختلفو شیبو کې بې موجبه ډاریدم او بې له دې چې د دې نامعلوم حالت سبب څرګند وي، یوې عجیبې ویرې زه زبیښلم او فکر مې کاوه په دې ورځو کې به له بدو پیښو سره مخ شم. یو یې دا وه چې هر څه مې هیریدل. ځینې شیان مې په یاد پاتې کیدل او ځینې نور مې هیریدل او یا له نورو مسایلو سره ګډیدل، لکه نوروز او همداسې ځینې نورې خبرې.
په دې لوی کور کې یوازې وم او په دې وروستیو کې د هر ډول آواز په اوریدو سره په وارخطایي له ځایه پورته کیدم خیال مې کاوه څوک مې کورته را ننوتي دي او زما د وژلو هوډ لري او مقصد یې دادی چې زما د کور شیان غلا کړي.. دا کور له بهره داسې شانداره ښکاریده چې هر لیدونکی یې حیراناوه او هر چا چې لید فکر یې کاوه په دې کور کې به ډیر قیمتي جواهرات موجود وي او ښایي فکر به یې کاوه چې دا کور وسله وال ساتونکي هم لري.
که دوی پوهیدلای چې زه یوازې په تش لاس دا کور ساتم، نور یې نو صبر نه کاوه راتلل، وهلم یې او هر څه یې له ځانه سره وړل. د کور خاوند له خپلې کورنۍ سره له هیواده بهر ژوند کاوه او دا کور یې د هغه وخت لپاره جوړ کړی و چې کله بیرته وطن ته راشي او پکې و اوسي . هڅه مې وکړه د ټیلیفون موضوع هیره کړم خو د کتاب موضوع مې نه شوای هیرولای. ماښام په مات زړه او یوه دنیا غمونو سره کور ته راغلم. هیڅ وخت مې دا تصور نه کاوه چې زما د ګران کتاب په هکله نور داسې پوچې او سپکې سپورې خبرې وکړي او بیه یې ډیره لږه وټاکي. د خپل زړه د تسلي لپاره مې ویل چې کتاب ارزښتمن دی. سپینږیري دکاندار هم همدا خبره وکړه. خو اوس زمانه بدله شوې ده او نور دا کتابونه بازار او خریدار نه لري. خو دې زما غوصه او درد نه شوای کمولای او هره شیبه مې د دکاندار خبرې د ذهن پر پرده تیریدې را تیریدې او دومره یې ازارولم چې نه پوهیدم د دغه سخت درد د تسکین لپاره څه ډول درملو یا هم مخدره موادو ته مخه کړم.
بیا کیناستم او هماغه کتاب مې له المارۍ را واخیست، بې اختیاره مې په شکولو پیل وکړ، ښه احساس را سره پیدا شو. فکر مې وکړ زما د دردونو او اندیښنو د علاج یوازنۍ لاره همدا ده چې دا ګران کتاب پاڼې پاڼې کړم او ایسته یې وغورځوم ، یو خوند مې احساس کړ، داسې حالت مې درلود لکه یو معتاد چې له ډیرې مودې وروسته یې د خپلې خوشې مواد موندلي وي، د کتاب پاڼې مې شکولې او د خونې په غولي مې اچولې او کله کله به یې کرښو ته ځیر شوم، نه هغوی نور ماته په زړه پورې نه وې او مخکینی کشش یې نه درلود.
هر وار به مې چې کتاب شکاوه او د چټلیو ستل ته به مې اچول ، فکر مې کاوه لوی کار مې تر سره کړ. ته به وایې لوی خطر مې چې زما ژوند یې تهدیداوه له منځه یووړ. نه له دې هم پورته، یو دیکتاتور واکمن مې را پرزولی چې کلونه کلونه یې د خپل هیواد خلک قرباني کول په ډله ایزو قبرونو کې یې ژوندي خښول او سرې شنې او تورې هدیرې یې جوړولې ، همداسې چې کتاب مې پاڼې پاڼې کاوه ، فکر مې نوروز ته ولاړ، نوروز یا بهار؟ نه پوهیږم.
بیا مې هم په زړه کې شک پیدا شو. ناپیژانده سړي ویلي و چې څوک راځي؟ نوروز؟ یا بهار؟ زما ذهني تمرکز یې ګډوډاوه. بیا مې هم ونه شوای کولای را یاد کړم چې نوروز یې ویلی و که بهار یا کوم بل شی… نوروزګل، بهار ګل، ګل بهار، نوروزخان… نه، په هر صورت ما داسې څوک نه پیژندل چې ما ته راشي او هغه هم له خارجه. هڅه مې کوله خپل تیر ژوند را یاد کړم. ښایي وکولای شم را یاد کړم چې نوروز پیژنم.
پخپله ماضي کې ګرځیدم. له جګړې دمخه، د کار ځای، ښوونځي، پوهنتون، سیمه وال، دوستان خپلوان، د جنګ ورځې، هغه ورځې چې له توغندیو او هوایي بمبارونو تښتیدلو او بیا په نورو ملکونو کې د مهاجرت ژوند… او را وګرځیدم او دا لس کاله چې یوازې مې په دغه ښار کې ژوند کاوه ، او له څه مودې را هیسې چې د کتابونو د شکولو په ناروغي اخته شوی وم. ډاډه شوم چې ما پخپل ټول ژوند کې نوروز یا بهار نه پیژاند.
په داسې حال کې چې د کتاب پاڼې مې شکولې، وهمناک تصور مې په ذهن کې را وګرځید او په خیال مې چې څو ټوپکوال حتمآ د کور دروازې ته ولاړ دي تر څو ما وتښتوي. حتمآ یې فکر کړی دی چې زه یوازې په دې ښکلي او لوی کور کې ژوند کوم او کاروبار مې هم معلوم نه دی ، باید ډیر شتمن یم. د کتاب شکلول مې بس کړل ، ولاړم په ډیر احتیاط مې د دروازې له شا د دروازې له چولو کوڅې ته ور وکتل. څوک نه وو او بیا کوڅې ته ووتلم. هوا سړه وه او کوڅه غلې او تشه وه.
یوه نهه کلن لس کلن ماشوم، چې له خپل وزن زیاته توبره په شا وه په داسې حال کې چې خولې خولې و په ډیر زحمت یې وړله، هر ګام به یې چې اخیست د ډنګرو پښو لړزیدا یې ښکاریده ، زړه مې و ورشم او ورسره مرسته وکړم خو ناڅاپه مې په زړه کې را وګرځیدل چې څه فایده. بل وار او نورې ورځې به له هغه سره څوک مرسته کوي.
له هغو زرګونو ماشومانو سره چې په کوڅو کې رغړي څوک مرسته کوي؟ له هغوی سره څنګه مرسته وکړم؟ د خیر له دې کاره مې ډډه وکړه او له بلې خوا وډار شوم، کیدای شي په ما تومت وکړي او د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې په تورمې بندي کړي.
پوهیدم چې دا ډول افتونه زموږ په خاورو ځپلي ښار کې ، د نورو وختونو برخلاف ډیر شوي دي. او داسې ورځ به نه وه چې په کوچنیو نجونو او هلکانو د ډله ایز او انفرادي جنسي تیري خبر وا نه ورې او کومه ورځ د کلاوو د دیوالونو له شا د ښځو او جنکیانو د ځان سوځونې بوی احساس نه کړې. دا لومړی ځل و چې دا ډول فکرونه مې سره ته راغلي وو، ومې ویل څه ګټه لري، خو بیا مې هم زړه ناارام و، غوښتل مې ورشم او مرسته ورسره وکړم.
وروسته مې له ځانه سره وویل دا پر هغه زړه سوی نه دی ، ورځې له هغه سره مرسته نه کوې، له ځانه سره مرسته کوې تر څو دې زړه ارام شي خوند ترې واخلې او خوشحاله شې چې نن دې نیک او د خیر کار وکړ. خو دا ځل له نورو سره د مرستې حس د تیرو کلونو قوت نه درلود او د داسې کارونو کول نور زما په نظر کې بې رنګه شوې و. له ځانه سره مې وویل ولې ولاړ نه شم یو ظالم او سړي خوړونکی دیکتاتور له واکه لیرې او د خلکو له اوږو را کوز نه کړم؟ دا خبرې د هماغه ښوونکې د خبرو غوندې وې چې کلونه مخې یې کولې، دا کتاب یې ماته راکړی و او ویلي یې و چې بیرته راځي. هغه تللی و تر څو یو ظالم دیکتاتور د خلکو له اوږو را کوز کړي خو تری تم شو. که ما دا ډول کار کولای شوای ډیر ښه و او خوند یې هم بیخي زیات.
را یاد مې شول چې یو مهم کار مې پرېښی او کوڅې ته راوتلی یم، یو مهم کار مې چې پیل کړی و، یعني د یوه ستر دیکتاتور له منځه وړل ، فکر مې وکړ چې د دې وروستي کتاب پاڼې پاڼې کول په هماغه اندازه ستر کار دی چې سړی وکولای شي دیکتاتور را وپرزوي، کتاب، هماغه کتاب و چې کلونه راهیسې مې درلود او په هر ډول شرایطو کې مې تر ځان زیات هغه ښه ساتلی و ، آن میرمن او دوه اولادونه مې کلونه مخکې د همدې کتاب په خاطر له لاسه ورکړي وو.
بیرته خپلې خونې ته راغلم د کتاب پاڼې مې ولیدلې چې هره خوا پاشلې وې . نه پوهیږم د دې پاڼو په لیدلو مې ولې هغه ماشوم رایاد شو چې تر درانده بار لاندې لړزیده، په نظر مې داسې راغلل چې دا هره پاڼه داسې دي لکه په کوڅو او سرکونو هغه وږي هلکان او نجونې چې د ژوند تر درانده پیټې لاندې لړزیږي او تپیږي.
بیا مې په زړه کې د کتاب د څیري کولو تنده را ویښه شوه ، کتاب ته مې ور وکتل ، یوه قوي احساس د کتاب لور ته ور بللم چې ورشم او بیا یې پاڼې پاڼې کړم ، فکر مې کاوه تر دې مهم او ضروري کار بل نشته. ما ویل کله یې چې وروستۍ پاڼه وشکوم زړه به مې یخ شي او په دې سره د کوڅې او ښار د غریبو ماشومانو ټولې ستونزې حل کیږي او نور ټوپکوال زما د تښتولو او برمته کولو لپاره نه راځي. خو چې څنګه مې د کتاب د پاڼو په شکولو پیل وکړ د نوروز یا نه پوهیږم بهار ټیلیفون مې را یاد شو. او له دې سره مې زړه یوې مرګونې ویرې ونیو.
خو ژر مې هڅه وکړه چې خپل فکر بدل کړم بیا مې هم په کتاب فکر وکړ. غوښتل مې د کتاب د پاڼو د شکولو کار ډیر ژر خلاص کړم اما له بلې خوا مې سوکه او په ځنډ سره دا کار کاوه تر څو زیات دوام وکړي . د نوروز یا بهار ټیلیفون؟ زما راحت اخیستی و شیبه په شیبه د ویرې هغه زهر چې زما په بدن کې خپاره شوي وو، پسې زیاتیدل. د کتاب د پاڼو شکلول مې ودرول، پاڅیدم او په خونه کې مې په قدم وهلو پیل وکړ. سوکه سوکه مې هر څه په نظر وحشتناک راتلل . د کور فضا، دروازې، دیوالونه او کوټې له ټولو ډاریدم. پولیس مې را یاد شول، بیا مې په ځان پورې وخندل چې پولیسو ته څه ووایم. پولیسو ته د ویلو لپاره کوم څه نه و پیښ شوي. چا زه نه ګواشلم ، تر اوسه سړي تښتوونکو ګواشلی نه وم او نه هم را پسې راغلي وو. خندوونکي و چې د پولیسو ادارې ته ورشم او ورته ووایم چې زه خیال کوم تښتول کیږم. ممکن ما رواني روغتون ته ولیږي او یا مې هم بندي کړي تر څو پوه شي چې زه ولي داسې فکر کوم؟
پوهیدم چې تر څو ډیرې پیسې ور نه کړم له زندانه مې نه را خوشی کوي. ښه مې وبلله د دې ټولو تشویشونو پر ځای منتظر پاتې شم چې نوروز راشي چې ویې وینم وبه یې پیژنم . بله لاره چاره نه وه داسې هیڅ څه مې ذهن ته نه راتلل چې له ما سره د نوروز یا بهار یا نه پوهیږم همدې ډول نومونو په پیژندلو کې مرسته وکړي . نوروز، نوروز، نوروز، بهار، بهار، بهار… اوس نو ما ته دې نوروز او بهار هم نوی سردرد پیدا کړی و، نا څاپه مې له پاسه یو آواز واورید، د یو څه شي د لویدلو آواز . له ډاره پورته غورځار شوم په دې وختونو کې ډیر عادي آواز هم زه ویرولم . څو شیبې منتظر شوم چې ووینم آیا بیا هم دا آواز تکراریږي که یه؟
تل مې به داسې حالاتو کې فکر کاوه چې یو څوک په غلا کور ته را ننوځي او شاید په کومه خونه کې مخدره مواد، چرس یا تریاک یا یو میل وسله پټه کړي او ځي او څو ساعته وروسته پولیس راځي ، کور مې لټوي، دغه شیان پکې پیدا کوي او ما له ځانه سره وړي . د اعدام رسۍ مې انتظار کوي یا هم په ابدي بند محکومیږم بیا نو ډیرې پیسې باید ورکړم چې ځان له دې مصیبته وژغورم. هغه وخت مې نو که هر څومره زارۍ ورته کړې وای چې زه هیڅ پیسې نه لرم، نه یې منل راته وبه وایي چې نو دا شانداره ماڼۍ دې له کومه کړې ده؟او زه چې هر څومره دلیلونه ورته وایم حتمآ به راپوري خاندي او وایي:
« تا ته موږ ماشومان ښکارو.»
کله کله به مې خیال کاوه چې د دې ښکلي کور خاوند د کور په کومه برخه کې نشه یي توکي یا هم وسلې پټې کړې دي . یوه ورځ به پولیس راشي، پیدا به یې کړي او ورسره به ما ته هم قبر وکیني.
بیا هم سترګې په لار پاتې شوم خو هیڅ آواز مې وانه ورید. له معمول سره سم ولاړم په ویره او لړزیدا په کوټو کې را وګرځیدم . هغه خاورې او دوړې چې د کوټو په ځینو شیانو ناستې وې وحشتناکې راته ښکار شوې. چې ورته کتل به مې ډاریدم به، داسې مې حسوله چې له هغو په کور کې یو پټ ډار او وهم خپریږي.
یو وار مې زړه شو د کوڅې بقال بابا ته ورشم ، نه پوهیږم ولي مې په زړه کې را وګرځیدل چې ورشم او ترې وپوښتم چې ته نوروز پیژنې که یه. احمقانه خبره وه ، هغه له کومه او څنګه نوروز وپیژني. نوروز داسې څوک و چې زه یې پیژندم او زما لیدو ته را روان و، نه پوهیدم ممکن ما دغسې یو څوک پیژاند او اوس مې هیر شوی وي ، ښایي له بابا بقال سره خبرې اترې چې تل له هر ځایه غږیږي له ما سره د نوروز په پیژندلو کې مرسته وکړي، کیدای شي نوروز یو له هغو کسانو څخه وي چې زه یې پوروړی یم. پخپل ټول ژوند کې پوروړی وم، د ژوند په بدو ورځو کې، او د جنګ او کاختي په شرایطو کې به مې له دوستانو پیسې پور اخیستې او ورځ مې چلوله، ډیر دا ډول قرضونه مې پرې نه کړای شول . حالات داسې راغلل چې هر څوک یوې خواته ولاړل او کډوال شول او ما ونه شوای کړای پورونه په بشپړ ډول پرې کړم، اوس آن د هغو زیاترو کسانو نومونه چې پوروړی یې یم په یاد نه شم راوړلای. او کیدای شي ډیر یې ژوندي نه وي. توغندي، هوایي بمباري، تړل، وړل، تري تم کول او ژوندي په ګور کول… دا بمبارونه او کوڅه په کوڅه جګړې خو نو څه د ګلونو د کرلو او باغچو د خړوبولو لپاره نه وې.
دا نوروز ممکن د کوم یوه هغه کور خاوند وي چې موږ په کرایه نیولي و . او د څو میاشتو کرایه یې پر ما پاتې وي. دومره له یوه کرایي کور څخه بل کرایي کور ته په کډه او سفر و چې و مې نه شوای کړای د کورونو د خاوندانو نومونه پخپل ذهن کې ثبت کړم. یوازې یو مې په یاد دی چې نوم یې ړوند ضیآ واو کوتر باز چې دری میاشتې د کور کرایه مې یې نه وه ورکړې. نور نو ډاډه شوم چې دا نوروز یو د هماغو کسانو څخه دی او بس.
بیا کیناستم او د کتاب په پاڼې پاڼې کولو مې پیل وکړ، هره پاڼه به مې چې شکوله ځینې کرښو ته به مې سرسري وکتل. نور یې کلمو او جملو راته معنا او جذابت نه درلود، په همدې شیبه کې مې ناڅاپه له لیرې ځایه د هماغه غزل ویونکي غمجنې سندې تر غوږ شوې، د کتاب څیري کول مې بس کړل آوازونو ته مې غوږ کیښود دا ځل د سندرغاړي آواز یو څه لوړ اوریدل کیده ومې شوای کولای کلمې یې سهي کړم.
د دوه دریو کلمو تر پیژندلو وروسته مې ناببره اصل شعر و غزل را یاد شو له ځانه سره مې وویل چې ښااا اوس پوه شوم چې څه وایي، هماغه مشهور غزل چې وایي دومره نشه یم چې له سترګو مې شراب بهیږي (این قدر مستم که از چشمم شراب آید برون.) یو وخت ما او هغې نجلۍ چې وروسته مې میرمن شوه له دې سندرې سره ډیره مینه لرله او تل مو اوریدله. داچې ومې کړای شوای یوه ګونګه نکته پیدا کړم زړه مې یو څه ارام شو. بیا هم ورته غوږ شوم تر څو یې نورې مصرې هم را یاد کړم. د سندرغاړي آواز چې تا به ویل د دې کور له تکاوي څخه اوریدل کیږي بیا ورک شو. لکه چې هیڅ آواز نه و او ما دا غږونه د خپلې ماضي له کونجونو، د خپل مغشوش ذهن له لاندې خانو څخه اوریده.
په دې وخت کې مې بیا د کتاب په شکولو پیل وکړ چې ناڅاپه یې له منځه یو عکس ولویده ، عکس مې را واخیست، حیران شوم جې دا عکس څنګه دا دومره وخت روغ پاتې دی ، زموږ هر څه په ښاري او کوڅه په کوڅه کور په کور جګړو کې چور و چپاول او له منځه تللي وو. زما د میرمنې انځور و هغه هم زموږ د عاشقي د دورې چې زه یې په احساس، سترګو او خوږو کتلو مین وم. ماته یې ښکلي عاشقانه غزلې ویلې له موسیقي په تیره له غزل سره یې ډیره مینه لرله چې وروسته یې زه هم پرې عادت کړم ، شعر او موسیقي، کتاب و قلم د هندوستان او تاج محل بخارا او سمرقند افسانوي کیسې وې او زموږ خوږه او عاشقانه بیقراري.
د عکس شاته هغه نیټه او ورځ لیکل شوې چې ما دا عکس اخیستی و، دیرش کاله تیر شوي وو. هغه په انځور کې یوازې وه او شاته یاسمن ګلانو عکس ته ځانګړې فضا ورکړې وه. د سترګو لیدلو یې زه د همغې دورې احساساتو ته بوتلم او د هغې دورې غوندې یوه خواږه او ګونګ حس مې زړه ته لاره وکړه خو وروسته مې زړه وښویید، را یاد مې شول چې د جګړې د کلونو په یوه ورځ زما همدې میرمنې چې په غوصه وه راته وویل چې زه له دې دواړو باید یو انتخاب کړم ، یا همدا کتاب یا هم دوی. ما همدا کتاب انتخاب کړ او میرمنې مې خپل دوه ماشومان تر لاس ونیول او په سفر ولاړه.
څه وخت وروسته خبر شوم چې هغوی هالنډ، جرمني یا ډنمارک ته رسیدلي دي، سم مې په یاد نه دي ویل یې په یوه اروپایي هیواد کې دي.
نور مې بله چاره نه لرله یوازیتوب مې ورځ په ورځ زیاتیدونکي کډوالي او بدمرغیو سره ومانه له خپل کتاب سره پاتې شوم همدا کتاب چې نن مې پاڼې پاڼې کړ، چې هر ځای به تلم دا کتاب به را سره ملګری و او ډیره هڅه مې کوله چې دې کتاب ته هیڅ ډول زیان ونه رسیږي. په هغو ورځو کې مې ډیر احمقانه فکر کاوه په دې خیال کې وم چې که دا کتاب له لاسه ورکړم نور مې ژوند ختم دی. عکس مې یوې خواته کیښود زړه مې پرې ونه شو چې څیري یې کړم ، سره له دې چې څو ځله مې وغوښتل د کتاب غوندې یې څیري کړم خو بیرته پښیمانه شوم.
کله به مې چې د څیري کولو په نیت د عکس سترګو ته کتل، خیال مې کاوه چې هغه اوس هم په زړه وړنکو او ښکلو کتو راته مخامخ ده او لا هم پرې ګران یم ، ځان مې د هغې په مقابل کې ګناهګار احساساوه او دا حس مې کاوه چې هغې تر ما عاقلانه او ښه فکر درلود ، ښایي د زړه په کونج کې مې اوس هم هغې ځای درلود هغه راباندې ګرانه وه او نه مې غوښتل له دې واقعیته ځان خبر کړم.
کله به مې چې دا پوښتنه له ځانه کوله پخپله به له خپلې پوښتنې تښتیدم او د خپل فکر موضوع به مې بدلوله او نورو افکارو ته به تللم، ښه مې بلله په دې اړه فکر ونه کړم. هغه ورځ مې چې وروستۍ پاڼې وشکولې اوږې مې سپکې شوې د کار وروستی پړاو پاتې و باید ټولې پاڼې مې را ټولې کړې، دباندې وړې او د چټلي په ستل کې اچولې وای. د کاغذونو په راټولولو مې پیل وکړ ، په عین حال کې سترګې په لاره وم چې لږ وروسته به د دروازې زنګ ووهل شي او وروسته به ووینم چې د نوروز یا په بل نوم کوم څوک راغلی دی او له ما به وغواړي چې پور یې ورکړم نه مې شوای کولای د نوروز په اړه څه په یاد راوړم. ناببره مې نوروز او د نوي کال مراسم ذهن ته راغلل، را یاد شول چې یو وخت به نوروز کیده نوی کال به راته ، ښکلې ورځې به راتلې. پسرلی، د غاټول ګلونه شنې بیدیاوې او پکې ژیړ او بنفش خودرویه ګلونه. د ونو غوټۍ، لرګین آسونه، سمنک پخول او د زیارتونو میلو ته تلل. کله به چې نوروز راغی هرڅه به نوي او تازه شول ، هر څه بدلیدل، خیال به دې کاوه چې ژوند بیرته له سره پیل شوی دی. د ټولو په څیرو کې نوی حرکت لیدل کیده انسانان هم له ونو او شنو او ګلورینو دښتو سره یو ځای کیدل. ګلاب، صد برګ او نازبو ګلانو د عطرونو بوی به سړی مست او بې حاله کړ. او داسې حالت به و چې نه به پوهیدې څه غواړې خو احساسوله به دې چې یو څه غواړې خو نه به پوهیدې چې څه؟ د سپینو او تورو وریو په غاړو کې د ګړنجونو آوازونه او د هغوی بع بع ویل به مې اوریدل ، د نوروزي لمر تر وړانګو لاندې پر شنو وښو د پسونو او وریو څملاستا او استراحت. کاشکې بیا هم هماغه نوروز راشي ، په شنو دښتو کې هماغه خودرویه ګلان، د غاټول ګلونه، یاسمني او ژیړ رنګه ګلونه. کاشکې هغه چا چې ټیلیفون کړی و او ویلي یې و چې نوروز راځي، هماغه زما ښکلي نوروزونه وي چې کلونه کیدل ورک کړي مې و. یوه پیاله شیدې، یوه مڼه، د څنځلې د ګل یو ښاخ، کاشکې هغوی وي او بیا راشي او زه ماشوم یم او وري په غیږ کې ونیسم مینه ورسره وکړم بع بع وکړي شعر ووایي او د ګړنجونو آواز یې زما د زړه تارونه ولړزوي.
پاڼې را ټولې شوې ، وړم یې چې په ستل کې یې واچوم ، لا ستل ته نه وم رسیدلی چې ناڅاپه مې تر پښو لاندې ځمکه وښوییده ، پښه مې په یوه کنده کې ننوتله ، پښه مې را وایستله ومې لیدل چې یو سوری پیدا شوی دی ، هک پک شوم، سم مې چې ور وکتل ومې لیدل چې د سوري په بیخ کې یو څه شته. په بیړه مې د سوري په لټولو پیل وکړ زړه مې شاهدي ورکوله چې حتمآ مې یوه خزانه پیدا کړې ده، ومې لیدل یوه لویه غوټه د بوجۍ او پلاستیک په منځ کې پیچل شوې وه. د زړه درزا مې زیاته شوه فکر مې کاوه چې له یو عمر مصیبتونو او بدمرغیو وروسته مې دادی د سرو زرو او قیمتي جواهرو یوه ښه خزانه په نصیب شوه . ښایي د دغه ستر او ښکلي کور خاوندانو د غلو او قاتلانو له ویرې خپله طلا دلته پټه کړې وي چې مصونه پاتې شي او چې بیا بیرته راشي هغه ور واخلي. خو کله مې چې غوټه پرانیسته زما د تصور برخلاف نه طلا وه نه جواهرات، ومې لیدل چې ټوپک او مرمۍ دي، بیرته مایوسه شوم په زړه کې مې وویل: دا هم زما له بخته، دا دومره کاله مو د ټوپک له شره څه ستونزې ونه ګاللې، اوس د ځمکې له تل څخه هم د طلا پر ځای زما له بدو طالعو ټوپک راووت. خو د ټوپک په باره کې مې ژر نظر بدل شو ، ومې ویل دا هم لویه خزانه ده. همدا دی چې نن په هر ځای حکومت کوي ، خزانه راوړي، پیسې ، ماڼۍ او شتمني راوړي، طلا پیدا کوي، قدرت، شهرت او عزت ورکوي. ورک دې شي کتاب او قلم، بیا مې د خپل ماشومتوب ورځې را یادې شوې ، نیکه او د هغه ښکلی خط مې را یاد شو، د کوڅې بقال بابا مې را یاد شو چې پر دکان یې یو بیت لیکلی او را ځړولی و. هر وار به یې چې دکان ته ورتلم دې کاغذ او بیت به سخت ځورولم . سره له دې چې هڅه به مې کوله هغه خوا ور ونه ګورم او ویې نه لولم ، نه کیدل. نا ببره به مې کاغذ ته کتل او هغه بیت به مې لوست، څو ځله مې له دکاندار بابا څخه وغوښتل چې دا کاغذ ایسته کړي او پر ځای یې یو ښه بیت ولیکي، نه یې منل.ورته ویل مې ستا دا بیت ښه پیغام نه لري ، ته د قلم سپکاوی کوې، ستا دا فکر غلط دی، په حقیقت کې مې د دې بیت په لیدلو سره ځانته سپکاوی احساساوه، هر څومره به مې چې کوښښ کاوه ویې نه ګورم ، نه کیدل. بقال بابا زما دا خبرې نه منلې او تل به یې زما د دې هیلې په مقابل کې خندل، په ملنډو به یې خندل ویل به یې.
« زړه مې، دکان مې. »
خو په دې شیبه کې مې له ځانه سره وویل، نه بابا بقال سم فکر کاوه، اوس هغه وختونه نه دي او ټوپک دی چې ټوپکوال دولت ته رسوي.
عجیب وخت دی قانون آزادي وژني او آزادي د قانون وژلو ته مټې را نغښتې دي. دا زه یم چې هره ورځ د خپلې خونې له کړکۍ په خاورو لړلې کوڅې ته وګورم او وینم چې زما خلک د عدالت تابوت هدیرې ته وړي. دا ښه ده، ها، کله چې په ما کې دغه نوی فکر پیدا شو ګوتو مې چې د ټوپک میل او ماشه لمس کړه. لکه چې دغه حس او فکر د ټوپک له دننه څخه زما د ګوتو له لارې زما سر ته لاره پیدا کړه او دا ځل د تیر وخت برخلاف زما د مغز او افکارو لخوا هیڅ ډول مقاومت ونه شو. لکه یو چا چې لویه خزانه پیدا کړې وي په خوشحالي او تلوار سره مې ټوپک خپلې خونې ته یووړ، پاک مې کړ ومې لیدل چې هر څه روغ او سم دي ، ټوپک مې په دیوال را وځړاوه ، لیدل یې راته په زړه پورې و او ماته یې د خوند او خوښۍ احساس را کاوه، بیرته ولاړم او د کتاب پاڼې مې د ټوپک په ځای کې خښې کړې او هغه ځای مې داسې پټ کړ چې څوک پرې پوه نه شي چې هغه ځای لویدلی او کیندل شوی دی. بیا هم خونې ته راغلم او ټوپک ته مې وکتل او په میل مې یې لاس را تیر کړ.
بل ډول احساس مې درلود ، زړه مې قوت اخیستی و او همیشنۍ ویرې او اندیښنې مې نور کمې شوې وې ، پر ځان د باور احساس را ته پیدا شوی و ، داسې را ته ښکاریده چې د سترګو نور مې زیات شوی دی فکر مې کاوه چې اوس له هغو خلکو او هغه چاپیریال سره چې ژوند مې پکې کاوه، تړل شوی یم ، اوس نو ما هم سړی ګڼي او پوهیږي چې زه هم یو څه یم ، ټوپک ته مې په مینه ور وکتل او شیبه په شیبه ټوپک راته ښه او ګرم ښکاریده خیال ته مې راتلل چې زه دا کلونه کلونه په ده پسې ګرځیدم. خو نه پوهیدم چې هغه ورکه مې همدا وسله وه چې له کلونو سختیو او کړاونو وروسته ور رسیدلی وم ، زړه مې له شوقه په کوګل کې په ټوپو و او د داسې یو چا حس مې درلود چې وروسته له ډیرو کلونو خپلې معشوقې ته رسیدلی وي ، کتاب به نو کوم درد دوا کړي؟ هر څه د دې ټوپک په څیره کې نغښتي دي . اوس نو یو څه شوی وم نه سړي تښتوونکو څه کولای شوای نه هم پولیسو او نه نورو. اوس مې کولای شوای له ځانه دفاع وکړم او هر څه جې وغواړم د دې ټوپک په زور یې تر لاسه کولای شم، باید د زور ځواب په زور وویل شي له ټوپک سره کتاب مقابله نه شي کولی. کلونه مې دا فکر کاوه چې کتاب کولای شي د هر څه په مقابل کې ډال شي خو نه نه شو. ځان ته مې حیران وم چې ولي مې دا دومره کلونه داسې ښې او عالي مفکورې ذهن ته نه وې راغلې ، فکر مې وکړ چې ګناه ټوله د هماغه کتاب وه چې نور یې له شره بې غمه شوی وم، وژلی مې و او اوس مې عقل سم کار کاوه . ښایي د کتاب په خښولو سره مې عقل بیرته سر ته راغلی وي.
اوس چې دا نوروز هر څوک وي، وي دي، را دې شي. نور نو له چا او څه شي څخه نه ویریږم
یو وار مې په دهن کې را وګرځیدل هسې نه چې دا نوروز زما ورک شوی عقل و، چې د دې ټوپک په پیدا کیدو او زما د ګران کتاب په خښولو سره بیرته راغلی وي. ویلي یې و راځي او اوس راغلی و. خندا مې راغله په زوټه مې وخندل ، داسې مې وخندل چې پخپل ټول ژوند کې مې دومره لوړ او د زړه له تله نه و خندلي. یو ساعت وروسته د انګړ په چوتره ولاړ وم او ټوپک مې په لاس کې و . سر مې درد کاوه او سترګو مې د ضعف احساس درلود ، هره شیبه مې فکر کاوه پر ځمکه لویږم ، د زړه له تله مې خندلې و او د انګړ پر چوتره مې د ځان بیا پیدا کیدل هیرکړي و. دا مې په یاد نه و چې په دې موده کې څه راباندې تیرشوي وو. څه مې کړي و او پر ما څه شوي و. نه پوهیدم چې څنګه دلته راغلی یم ، لاسونه مې تر پخوا زیات لړزیدل او پښو مې سستي کوله ، هوا سړه او همداسې ګردجنه وه. پام مې شو چې ها خوا زما مخامخ په انګړ کې زما په څو ویشت متري کې سړي ولاړ دي ماته را ګوري او ما ټوپک د هغوی خواته نیولی دی ، نه پوهیږم ولي مې یو وار دا احساس کړه چې هیڅ نه پوهیږم خو شیبه وروسته مې په یاد راتلل چې ما څه غوښتل وکړم . بیا مې هم رایاد شول چې ما څه غوښتل وکړم. هوډ مې همدا و چې دوی او بل هیچا ته دا اجازه ور نه کړم چې ماته را نږدې شي . هوډ مې قاطع و ، نه پوهیدم چې څه وخت مې دا پریکړه کړې وه خو په دې پوهیدم چې نور دا زړه او جرآت لرم چې هر څه وغواړم وکړم ، یو عمر نورو وویل ما وکړل خو نن ورځ زما وار دی زه هم د قدرت او ټوپک خاوند وم او خلکو ته مې کتل. د ګلانو د پټیو ها خوا ولاړ وو ، دوه دری تنه مې یې وپیژندل. یو یې بقال بابا و بل هم د همدې کور خاوند او څو تنه نور چې ټوپک او عسکري دریشي یې لرلې. یوه ښځه هم ورسره وه چې تورې جامې یې اغوستې او سپین ټیکری یې پر سر و، ورته ځیر شوم زما میرمنې ته ورته وه ، لږ زړه شوې وه، د هغې په لیدو سره مې هغه ورځې را یاد شوې چې پرې میین وم. حیران وم څنګه دا ټول په دومره چټکتیا پیښ شوي و. باور مې نه کیده ، زموږ د تیر وخت صحنې مې د ذهن پر پرده تلې راتلې. هغه ورځې په نظر احمقانه راتلې خو هغه شیبه مې چا په زړه کې وویل چې هغې حق درلود ما پریږدي، چا کولای شوای ستا غوندې له لیوني سره ژوند وکړي.
هغې رښتیا ویلي و چې زما په باره کې یې اشتباه کړ وه ، زړه مې پرې وسوځید، زړه مې غوښتل په ژړا یې خواته ورشم، په غیږ کې یې ونیسم او ورته ووایم چې ته په حقه وې، تا حق درلود ما وبښه. خو کله مې چې هغې او نورو کسانو ته وکتل بیرته ناببره پښیمانه شوم، حیران شوم چې دوی څنګه داسې ناڅاپه را پیدا شول، په تیره د کور خاوند او میرمن مې چې دلته نه ول، خو ښځې مې غږ وکړ:
« څه کوې؟ زه راغلې یم چې تا له ځانه سره بوځم، هلته دې درملنه وشي، اولادونه دې درته سترګې په لاره دي»
آواز یې هماغه د مخکینیو کلونو و چې ما ورسره مینه لرله او پرې مین وم ، بیا مې په زړه کې یو حس غزونې وکړې او له هغې سره مینه مې احساس کړه، خو بیرته کرکه راباندې زور شوه او خپله پریکړه مې را یاد شوه ، نه مې غوښتل دا ځل له خپلې پریکړې را وګرځم ، هغه مینه ناک حس مې هیر کړ او چغه مې کړه:
« ته ولې راغلې، ځه ، بیرته ولاړه شه»
دا ځل مې میرمنې وحشتناکه چغه وکړه:
«لیونیه»
را یاد مې شول، پخوا به یې چې ډیر سترګو ته ځیر شوم ، په غوصه به شوه، سوکه به یې وویل:
«لیونیه»
بیا هم هماغه آواز و، هماغه زما لیونی بلل، په ویره او وحشت.
ورته ومې ویل:
« هو زه لیونی یم، لیونی، ورک شئ»
بل آواز مې په غوږونو کې انګازې وکړې:
«څه کوې؟ ټوپک کیږده، زه یم د کور خاوند، زه دې ونه پیژندم؟»
ور ومې کتل، لاسونه مې لړزیدل، ومې پیژاند د کور خاوند و ، څیره او جامې یې صفا سوتره وې . خو را یاد مې نه شول چې د هغه نوم به نوروز وي. کلونه کیدل چې بیکاره او په کار پسې سرګردانه وم. خو نه مې شوای پیدا کولی، هغه و چې زه یې دلته مقرر کړم او پخپله ولاړ او زه دا دوه کاله او څو میاشتې د هغه د ښکلي کور ساتونکی وم، دلته څوکیدار وم ، په زړه کې مې را تیر شول چې له خپلې پریکړې په شا شم.
همدې سړي په ډیرو سختوحالاتو کې له ماسره مرسته کړې وه ، ماته یې کار او د اوسیدو ځای راکړی و. خو له ځان سره مې وویل چې نور په دې احساساتو او خرافاتو پسې ونه ګرځم یو عمر مې دا ډول فکرونه لرل چې حال مې ښه نه شو چې نه شو، په قهر مې چغه کړه:
« یه ، نه دې پیژنم، زه نوروز موروز نه پیژنم. هره ورځ هر څوک راځي ماته دروغ وایي چې نوروز یم، د کور خاوند یم، په دروغو… ورک شئ که نه ډز درباندې کوم!»
ښځې وویل:
«چا ویل نوروز؟ ما ټیلیفون کړی و، زه بهار، ستا ښځه…»
دکاندار بابا وویل:
« معلمه، معلمه، پر تا څه شوي دي، د اولادونو مور دې راغلې ده چې تا له ځانه سره بوځي ، په سد شه، موږ نه پیژنې؟ دا د کور خاوند دی»
د ښځې دې وروستۍ خبرې را ویښ کړم. بهار، بهار. را یاد مې شول چې د هغې نوم بهار و خو فکر مې وکړ چې نور ډیر ناوخته دی فکر مې وکړ چې باید له خپلې پریکړې په شا نه شم . د دوی خواته مې چې ور وکتل . ومې لیدل نه، دوی یو هم نه پیژنم. نه دا ښځه زما بهار وه نه هم دا سړی د کور خاوند او دا سپین ږیری هم بقال بابا ته هیڅ سوی نه دی. په خیال کې مې راغلل چې دا هماغه غله او تښتوونکي دي چې ورته منتظر وم او بې اختیاره مې بیا چغه کړه:
« نه مو پیژنم، نه بهار پیژنم نه هم نوروز، ټول درواغ وایاست چې بهار راغلې ده ، نوروز راغلی دی، نه مو پیژنم له تا زاړه بقال څخه هم بیزاره یم . دا کور زما دی، زما کور، زړه مې ، کور مې، ځئ ورک شئ. هره ورځ هر څوک راځي او وایي چې بهار راغلې ، نوروز راغلی، دروغجنو، باور نه کوم، ولاړ شئ کنې فیر کوم!»
په دې شیبه کې له خپلو کړیو خبرو وویریدم، ناببره مې سترګې نورې هم کمزورې شوې، پوهیدم څه وکړم. نه ، د فیر کولو نیت مې نه درلود. خو په وحشتناک ډول مې حس کوله چې ګوتې او لاسونه مې په واک کې نه دي او زما له ارادي دباندې ښوري. په خیال کې مې راتلل هغه کسان چې هلته ولاړ دي ټول زما په خوا منډې را وهي، لاسونه مې زیات لړزیدل.
د هغوی غږونه، د میرمنې غږ، د بقال بابا غږ، د کور د خاوند غږ او نورو آوازونو مې په سر کې غیر عادي او وحشتناکه ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه ، کڼونکي او هیښوونکي وو او په یوه لنډه شیبه کې مې احساس کړه چې سر مې چوي..
نور مې تیاره لیدله ، نا څاپه مې د دغو وحشتناکو او لړزیدونکو آوازونو په منځ کې د ټوپک ډزونه واوریدل او پوه شوم چې زه پخپله په زینو کې ولویدم.
څو شیبې بې حاله وم ، چې را په خود شوم ، ټوپک مې په لاس کې نه و ، ټوپک یې راڅخه اخیستی و او د کور د انګړ په جمن او ګلانو کې د کور خاوند په وینو لړلی پروت و، نورو ورسره مرسته کوله چې یو یې سي.
یو عسکر له خپل ټوپک سره زما خواته ولاړ و او ماته یې کتل، کوم غږ مې نه اوریده، لکه چې غوږونه مې کاڼه شوي وي. خو څو شیبې وروسته مې د دکاندار بابا غږ واورید لکه چې له لیرې ځایه راځي ، بابا ته مې وکتل، په داسې حال کې چې ماته یې کتل وې ویل:
« معلمه، تا څه وکړل؟»
غوښتل مې هغه ته ووایم چې دا مې لومړی انساني کار و چې پخپل عمر کې مې وکړ خو ومې نه شوای کړای . پام مې شو چې دا کار مې وروستی انساني کار هم و. بل خوا په تورو جامو کې بهار ولاړه وه، په ویریدلو او له اوښکو په ډکو سترګو یې ماته په زړه سوي سره کتل. ومې لیدل له بغله مې وینې څاڅي او بیا مې احساس کړه چې بې هوښه کیږم ، بې هوښه کیدل مې له یوه خواږه او نشه لرونکي خوند سره ملګري و. وروستي څه مې چې اوریدل د هماغه هنرمند آواز و، چې ویل یې:
«دومره نشه یم چې له سترګو مې شراب…»
او وروستي څه چې مې لیدل د بهار مینه ناک کاته و چې پر ما را خوریدل او دې زما نشه او د بې هوښه کیدو خوند نور هم زیاتاوه او احساس مې کاوه چې زما د خونې له کړکۍ د هرې ورځې په څیر خلک تابوت لیږدوي او جنازه وړي.
قادر مرادي د دري ژبې تکړه کیسه لیکوال دی چې په ۱۳۳۷ لمریز کال د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې زېږیدلی، همالته یې لومړنۍ زده کړې کړي او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي یې لیسانس اخیستی دی.
د ده ځینې چاپ شوي اثار دا دي:
د لنډو کیسو ټولګه؛ شبي که باران می بارید- د چاپ کال ۱۳۶۹
د لنډو کیسو ټولګه؛ صدایی از خاکستر – ۱۳۷۴
د لنډو کیسو ټولګه؛ رفته ها بر نه می ګردند – ۱۳۷۶
ناولګوټی؛ سرمه و خون- ۱۳۸۲
د لنډو کیسو ټولګه؛ شمع ها تا اخر می سوزند – ۱۳۸۴
دختر شالی های سبز
ناول؛ برګ ها دیګر نفس نه می کشند – ۱۳۸۸
چشم های سیاه بهار – ۱۳۹۳