پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهد یو ملیون ډالر ګټلو چل

د یو ملیون ډالر ګټلو چل

لیکوال: *سټیفن ليکاک

ژباړه: هدایت الله غیرت

زه له ملیونرانو سره تر ډیره موافق یم. زما خوښیږي. زما د دوی څیرې خوښیږي. زما یې د ژوند کړه وړه خوښیږي. زما د دوی خوراک خوښیږي. څومره چې ډیر شیان ګډ لرو، هومره مې د هغو شیانو شریکول خوښیږي.

په ځانګړې توګه زما د دوی جامې خوښیږي، د دوی خړ رنګه پتلونونه، د دوی تک سپین واسکټونه، د دوی درانده طلايي زنځیرونه، او د دوی د لاسلیک ګوتې چې بانک چیکونه پرې لاسلیکوي. اوه، ډیر ښکلي ښکاري. چې کله وګورې پنځه یا شپږ تنه یې په کلب کې یوځای ناست وي، نو لیدل یې مزه کوي. او که چیرته لږ ګرد ورباندې ولویږي، نو خلک راشي او ورڅخه ویې څنډي. هو؛ او خوشاله هم وي. زه خپله هم غواړم چې له دوی څخه یو څه ګرد وڅنډم.

د دوی له خوراک څخه زیات زما د دوی معنوي پوهه او اخذ خوښیږي. حیرانوونکی کار دی. د دوی لوستل چې وګوري. بس ټوله ورځ لوستل کوي. هر وخت چې کلب ته ولاړ شې نو ګورې چې درې یا څلور هلته ناست وي. او هغه څه چې دوی یې لولي! تاسو به فکر کوئ چې څوک په دفتر کې د سهار له یوولسو بجو د ماسپښین تر دریو پورې سخت کار کوي، او د غرمې ډوډۍ لپاره یواځې یو نیم ساعت دمه ولري، نو ډیر به ستړي وي. نه، هیڅکله نه. دا خلک له دفتري وخت وروسته کیناستلای شي او طرحې او د پولیسو مجله او ګلابي مجله لولي، او زما په څیر په ټوکو هم پوهیږي.

هغه څه چې زما ډیر خوښیږي دا دي چې د دوی په منځ کې ښکته او پورته وګرځم او د دوی خبرې واورم. هغه تیره ورځ مې یو ولید چې تکیه یې وکړه او ویې ویل، “ښه، ما ورته د یو نیم ملیون وړاندیز وکړ او ورته مې وویل چې یو غیران هم اضافه نه درکوم، د هغه خوښه وه چې اخیستل یې که پریښودل یې–” ما غوښتل چې اوس یې په خبرو کې ور ودانګم او ورته ووایم، “څه شی! څه شی! یو نیم ملیون؟ اوه! ته یې بیا ووایه! ما ته دا وړاندیز وکړه، چې یا یې واخلم یا یې پریږدم. ته خو یو ازمايښت وکړه: زه ؛پوهیږم چې زه یې کولای شم: یا دلته، یواځې یو ملیون وړاندیز وکړه او خبره ختمه وبوله.”

داسې نه ده چې دوی د یو ملیون پروا نه کوي. نه، صاحبه. داسې فکر و نه کړې. بې له شکه چې دوی د غټو پیسو په کیسه کې نه دي، یو لک ډالر په یو ځل یا داسې بل شی. خو لږې پیسې. تاسو نه پوهیږئ چې دوی پر یو غیران څومره خواشیني کیږي، یا په نیم غیران، یا لږ.

ولې، هغه تیره شپه دوه ملیونران کلب ته راغلل او له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځاییدل: وايي غنم قیمته شوي دي او هر یو یې له نیم ساعت څخه کم وخت کې څلور غیرانه وګټل. د همدې ګټې پر مټ یې د شپاړسو ډالرو ډوډۍ وخوړه. زه خو هیڅ نه پوهیږم. ما ډیر وختونه ورځپاڼو ته په لیکنو باندې د دې دوه برابره پیسې ګټلې دي او هیڅکله مې د لاپو وهلو فکر هم نه کړی.

یوه شپه مې له یوه څخه واوریدل. “ښه سمه ده، صبر چې نیویارک ته ټیلیفون وکړم او د یو غیران څلورمه برخه ورته وړاندیز کړم.” دا څه وایې! نیویارک ته، چې نږدې پنځه ملیونه خلک په کې اوسیږي، د شپې ناوخته د زنګ وهلو او هغوی ته د یو غیران د څلورمې برخې د وړاندیز کولو تصور وکړه! او بیا هم—ایا نیویارک غوسه وکړه؟ نه، ویې منله. هو، دا خو ډیرې پیسې دي. زه خو فرض کوم چې نه پوهیږم. له هغه وروسته ما هڅه وکړه چې شیکاګو ته زنګ ووهم او د یو نیم غیران وړاندیز ورته وکړم، او همیلټن، اونتاریو ته مې زنګ وواهه، او د نیم ډالر وړاندیز مې ورته وکړ، د ټیلیفون اپراتور پر ما د لیوني ګومان وکړ.

له شک پرته، دا کارونه ښيي چې زه سمه څیړنه کوم چې ملیونران څنګه کارونه ترسره کوي. له کلونو راهیسې، ما فکر کولو چې د ځوانانو لپاره د کار پیلول ګټور کار دی او کار پریښودل ورته خپه کوونکي دي.

تاسو پوهیږئ، ډیر وخت سړی وروسته په ژوند کې پوهیږي چې که په ځوانۍ کې پر هغه څه پوهیدلای چې اوس پرې پوهیږي، نو د هغه څه پر ځای چې اوس دی، کیدای شي هغه څه وای چې نه به شي؛ خو ډیر لږ هلکان پر دې فکر کول پریږدي چې که چیرته دوی پر هغه څه پوهیدلای چې دوی نه پوهیږي، د هغه څه پر ځای  چې دوی به شي، هغه څه به شي چې دوی به نه شي؟ ډیر ګډوډوونکي فکرونه دي.

په هر حال، زه د هغه څه په اړه معلومات راټولوم چې دوی څه ډول کارونه کوي.

یو شی چې زه ورباندې یقیني یم.  که چیرته یو ځوان غواړي چې یو ملیون ډالر وګټي باید د خپل خوراک او د ژوند په اړه ډیر ځیرک اوسي. کیدای شي دا چاره ستونزمنه ښکاره شي. خو بریا یواځې د زحمت ګاللو له لارې ترلاسه کیږي.

د دې کار هیڅ ګټه نشته چې هغه ځوان چې غواړي یو ملیون ډالر وګټي نو فکر کوي چې باید د سهار په پنځو بجو پاڅيږي، سباناري کې جوش کړې هګۍ وخوري، په غرمه کې سړې اوبه وڅښي، او د شپې لس بجې ویده شي. تاسو په دې توګه پیسې نه شئ ګټلای.  د دې کار لپاره ما ډیر ملیونران لیدلي دي. که غواړئ چې ملیونر شئ نو باید د سهار له لسو بجو وختي را ویښ نه شئ. ملیونران هیڅکله وختي نه پورته کیږي. جرئت یې هم نه لري. په نهه نیمو بجو په کوڅه کې د دوی لیدل همدومره ارزښت لري لکه د دوی شتمني.

او د پرهیزګارۍ هغه پخوانی نظر بشپړ ناسم دی. د ملیونر کیدلو لپاره تاسو ډیرو شرابو ته اړتیا لرئ، ډیرو شرابو ته، او هر وخت ورته اړتیا لرئ. همدا ډول سکاچ ویسکي او سوډا ته: باید ټوله شپه کینئ او په ستلونو ستلونو یې وڅښئ. دا هغه څه دي چې د راتلونکې ورځې د سوداګرۍ لپاره ذهن پاکوي. ما داسې ډیر خلک لیدلي دي چې ذهنونه یې په سهار کې دومره پاک وي، چې مخونه یې سم ځوښیدلي ښکاري.

له شک پرته، د دې ډول ژوند لپاره، کلک عزم ته اړتیا ده. خو په دوه درې ګوټونو باندې یې اخیستلای شئ.

له همدې امله، زما خوږ ځوان ملګریه، که غواړې چې په سوداګرۍ کې له خپل اوسني حالت څخه مخ ته ولاړ شې، نو ژوند دې بدل کړه. کله چې دې درته کوروالا په سباناري کې هګۍ راوړي، له کړکۍ بهر یې سپي ته وغورځوه او ورته ووایه چې سړې خیزې او ماهیان درته راوړي. بیا خپل بادار ته زنګ ووهه چې کار ته د یوولس بجو شاوخوا درځم. ډیر ژر به مخ ته ولاړ شې. هو، ډیر ژر.

دا چې ملیونران څنګه پیسې ګټي سخته پوښتنه ده. خو یوه لاره یې دا ده. خپل ښار ته په جیب کې له پنځو غیرانو سره ولاړ شه. تقریباً دوی ټول همداسې کوي؛ ما ته یې په څو څو ځلې ویلي دي (هغه سړي چې په ملیونونو ملیونونو پیسې لري) چې لومړی ځل چې کله دوی ښار ته راغلل نو یواځې پنځه غیرانه ورسره ول. داسې ښکاري چې له همغو یې پیل کړی دی. هو، له شک پرته، اسانه کار نه دی. ما هم څو ځله ازمایلی دی. یو ځل مې نږدې ترلاسه کړی و. پنځه غیرانه مې په پور واخیستل، له ښاره مې بهر یوړل، او بیرته ښار ته په ډیرې چټکۍ سره راستون شوم. که په کلي کې د بیر سالون ته ورغلی نه وای او پنځه غیرانه مې هلته مصرف کړي نه وای نو نن به شتمن وم.

بل ښه پلان د یو کار پیلول دي. داسې څه چې په غټه کچه وي: داسې څه چې مخکې چا کړي نه وي. د بیلګې په توګه، یو سړی چې زه یې پیژنم، ما ته یې وویل چې په مکسیکو کې ورسره یو غیران هم نه و (خپل پنځه غیرانه یې په مرکزي امریکا کې مصرف کړي ول) او هلته یې ولیدل چې خلک د بریښنا فابریکو ته اړتیا لري. نو د بریښنا فابریکې یې پیل کړې او بې شمیره پیسې یې وګټلې. یو بل سړی چې زه یې پیژنم یو ځل په نیویارک کې بند پاتې و، هیڅ یوه انه هم ورسره نه وه. خو، هغه دا خبره درک کړې وه چې په نیویارک کې خلک داسې ودانیو ته اړتیا لري چې له ټولو لوړو ودانیو څخه لس پوړه جګې وي. نو ځکه یې دوه ودانۍ جوړې کړې او سمدلاسه یې خرڅې کړې. ملیونران تل له همداسې ساده کارونو څخه پیل کوي.

په ډاډ سره وایم چې له دې څخه هم د ملیونر کیدلو ساده لارې شته. خو زه یې له ویلو کرکه لرم، ځکه غواړم پخپله دا چاره ترسره کړم.

د دې لارې په اړه یوه شپه په ناڅاپي توګه په کلب کې خبر شوم. هلته یو سپین ږیری سړی دی، چې ډیر شتمن دی، له ټولو خلکو څخه ښکلې څیره لري، سمه لکه د هیونا غوندې. زه هیڅکله خبر شوی نه وم چې دا څنګه دومره شتمن شو. یوه شپه مې له یوه ملیونر څخه پوښتنه وکړه چې دې زوړ بلاګز څنګه دومره ډیرې پیسې وګټلې.

هغه په ریشخند سره وویل. “څنګه یې وګټلې؟ له کونډو او یتیمانو څخه په اخیستلو سره یې ترلاسه کړې”

کونډې او یتیمان! له ځان سره مې فکر وکړ چې څومره ښه نظر دی. خو څوک به دا شک هم وکړي چې له دوی سره دومره پیسې دي؟

په کراره مې پوښتنه وکړه، “نو څنګه؟ ایا هغه پسې ورغلو چې له دوی څخه یې واخلي؟”

سړي ځواب راکړ، “نه، هغوی یې تر پښو لاندې کړل، هو، همداسې یې تر لاسه کړلې.”

اوس نو تاسو ووایئ چې اسانه کار نه دی؟ د دې خبرو په اړه زه هر وخت فکر کوم او له همغه وخت راهیسې هڅه کوم چې ویې ازمایم. که یو ځل په لاس راغلل، ژر به یې دل کړم. خو څنګه ورته ځان ورسوم. ډیرې کونډې چې زه یې پیژنم دا ډول دل کول یې سخت دي، او یتیمان، د دې موخې ترلاسه کولو لپاره ډیرو ته اړتیا ده. په ورته وخت کې زه په دې انتظار یم، چې که چیرته یوه ستره ډله یتیمان راباندې یوځای پیښ شي نو پر پښو به پرې وخیژم.

په یوه بله څیړنه کې مې وموندله چې له نورو خلکو څخه هم پیسې ویستل کیدلای شي. خلک وايي  چې دا چاره هم ساده ده. خو ماته د یتیمانو کار اسانه ښکاري.


*سټیفن بټلر لیکاک (ډسمبر ۱۸۶۹ – مارچ ۱۹۴۴) په انګلستان کې زیږیدلی و او په شپږ کلنۍ کې کاناډا ته ولاړ. په کاناډا کې یې د ښوونکي، سیاسي عالم، لیکوال او طنز لیکونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

که څه هم په اوسني عصر کې دومره مشهور نه دی، خو په ۱۹۰۰ کلونو کې، لیکاک د انګلیسي ژبې تر ټولو مشهور طنز لیکونکی و. یو وخت، داسې ویل کیدل چې له کاناډا څخه د سټیفن لیکاک په اړه خلکو ډیر معلومات درلودل. یوه سرچینه وايي چې د ۱۹۱۰ او ۱۹۲۵ کلونو ترمنځ، لیکاک په انګلیسي-ژبې نړۍ کې تر ټولو لیکوالانو ډیر لوستونکي لرل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب