شنبه, مې 4, 2024
Homeمیرمننيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي/ محرم درانۍ

نيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي/ محرم درانۍ

افغانه مېرمن چې د وحشت تر سیوري لاندې د جهل او  ناپوهۍ په سین کې ډوبېږي، خپل ژوند او خلقت په نړۍ کې د خدای ستره پېرزوینه او عاجز بنده ګڼي. دا په خپل همدې خلقت کې له یو بل هم‌نوعه او هم‌ساه مخلوق سره د ژوند د ملګري په پار نوي بهیر ته ور داخلېږي. ښځه په دې بهیر کې د خپل ژوند شریک ته په دومره لوړ مقام قایلېږي چې هغه ته ملګری نه، بلکې خاوند وايي.

ښځه ولې له کوچنیوالي تر ځواني او بیا تر مرګه د محکومیت په زولنو بندیوانه پاتې شي؟

نن مو له یو داسې رازه خبروم چې له مودو راهیسی مې په زړه کې غوټه شوی، نن دا راز د اوښکو له څپو سره تړلی د توریو په‌ واسطه اشفا کوم، ځکه دا ستر واقعیت په زړه کې د ساتلو توان نه لري، دې ته د نړۍ هيڅ شي دېوال کېدای نه‌شي.

دا راز د یوې داسې پېغلې د ژوند کیسه ده چې چا یې د ټیکري پیڅه هم نه وه لیدلې. په ښکلا کې د کلیوالو نجونو سرداره، د رڼو او خوږو خوبونو ارمانجنه، یوه بشپړ په ځان بسیا ژوند ته هیله‌منه او په ټوله کې د یوې باشهامتې «ښاپېرۍ» انسانې په توګه خپل راتلونکې ته خوشاله وه، خو ناببره د خپل تربور په لومه کې ونښته، د خیال لوړ برجونه يې ونړېدل، له خاورو سره خاورې شوه او د ځواني څانګې ورماتې شوې.

هو! د تره زوی یې غوښتل ښاپېرۍ خپله کړي، دا چې د دې «خپلولو» تر شا رښتیا هم رښتینې خپلولي پرته وه او که نه، خو ښاپېرۍ دې رشتې ته په ښه سترګه نه کتل، تل یې د تربور غوښتنه په رد سره ځوابوله.

تربور هلک خپلې غوښتنې ته د نه رسېدا په پار دویمه لاره غوره کړه، هغه لاره چې د یو پلیت، ځان‌خوښي او په ټوله کې د انساني کړنو خلاف لاره وه. هلک ښاپېرۍ ته دامونه کېښودل، په نجلۍ یې د بد اخلاقي تور پورې کړ، خپلې خوارۍ یې وکړې، خو مور چې خپله لور یې په ټوله مانا ښه پېژندله، په دې دسیسه باوري نه‌شوه.

خو پلار د خلکو د تورونو تر اغېز لاندې راغی او لور یې په دې وګواښله، که موضوع رښتیا شي، مور و لور دواړه ابدي ژوند ته لېږلای شي.

نجلۍ د خلکو ناعادله عدالت ته، د خلکو ړوند قضاوت او ارادې ته، د پلار و مور رنځ او د خلکو تومتونو په زړه داغلې وه. بې‌ځایه تور، د انسان خودغرضه حالت، د تربګنۍ او پښتنولۍ په نامه بې‌ځایه او بې‌غيرته غیرت، اروايي کشمکشونو او خپلې بې‌وسۍ له ځانه پردۍ کړې وه.

دا ورځې همداسې روانې وې چې د هماغه هلک مور یو ځل بیا د نجلۍ په غوښتلو پسې په مرکه راغله، دا نو حساسې شېبې وې، ښاپېرۍ هم کوټې ته د چای راوړلو په پلمه ننوته، مخامخ اینې ته ودرېده، ځان یې ولید، خپل تېر حالت، د مور بې‌وسي او انسانانو د پلار کرکجن حالت یې سترګو ته شو، د غيرت په نامه د افغانانو «جهالتونه» یې په ذهن کې تېر و بېر شول، ځان ورته په دې نړۍ تر ټول بې‌ځایه ژوندی موجود ښکارېده، دې د پښتون نارینه له لاسه خپل ژوند هسې د ټولنې بار ګاڼه، دا نو هغه وخت و چې ښاپېرۍ په یوه بله فیصله روانه وه، دا هغه پرېکړه وه چې سر یې ان د توپک تر ګرمې شپېلۍ رسېده، ښاپېرۍ همداسې وکړل، کوټې کې تم شوه، غټې ـ غټې ساوې یې واخیستې، ها خوا دې خوا یې وکتل، د پلار ښکاري توپک یې راواخیست، توشک یې سهي کړ، پاکه روجایي پرې وغوړوله، مخ په قبله پرې کښېناسته، غټه ساه یې واخیسته، سترګې یې پټې کړې، په‌ ځان یې له مرګه مخکې د شهادت کلمه وویله…

یو ناڅاپه ډز شو، انګازې شوې، مور يې په بېړه خونې ته منډه کړه، لور یې د وینو په ډنډه کې د زنکدن سلګۍ وهلې…

د ښکلا ښاپېرۍ له خپلو ټولو ارمانونو سره د هدیرې په لورې کډه وکړه او د تقدیر کتاب یې وتړل شو.

تر دې ورورسته د کلي د نورو نجونو د هیلو ډېوې هم مړې شوې. هرې یوې فکر کاوه چې پر دې نړۍ بوج دي، بې‌مانا ژوند کوي او هيڅکله هم خپلو ارمانونو ته نه‌شي رسېدای. د زده‌کړې، سالم ژونده، باسواده کورنۍ او نو مدني حقوق خو لېرې خبره ده، حتا د ژوندي پاتې کېدو پلمې هم ور نه تروړل کېږي.

ښځې ته د پردي مال خطاب کول دا حس ورکوي، چې ښځه د نارینه بنده‌ګي وکړي او هغه ورباندې هر ډول حق لري، که له هر ډول تاوتریخوالي چې لفظي وي یا فزیکي ځورونې سره مخ شي، خپل اواز نه‌شي پورته کولای او نه یې هم څوک اوري، دا د کفر قانون هم نه مني چې لور او زوی تا نړۍ ته راوړي، خالق یې هم یو ذات دی، خو بیا هم د دوی حقوق نه مني.

که په کورنۍ کې له نجونو او مېرمنو سره سم سلوک وشي، د هغوی هر اړخیزو حقوقو ته پام وشي، ژوند به ژوند شي او نسان به په رښتینې توګه په دې نړۍ د انساني‌ بودن یو اصل پر ځای کړی وي. که داسې نه‌ وي، نیمه نه، پوره نړۍ ورانه بولئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب