یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+پوښتنې/اجمل پسرلی

پوښتنې/اجمل پسرلی

د هرومیرڅي کلي په پای کې مې ټکنده غرمه یوازې د خپلو پلونو غږ اوریده. دا غلې غرمه د ګیتار تړنګ ماته کړه.

د دې کلي بر سر د ځنګله لورې ته د ښاروالي نقشې نه دې رسیدلي، هلته یوه خامه کوڅه تیره شوې ده چې شاوخوا یې وړې وړې جونګړې ولاړې دي.

کله چې په دې خامه کوڅه کې  تیریږم ګامونه مې بې سیکه کیږي، په خیال کې وطن ته ځم، همداسې ورو ورو پل اخلم لکه د دې ګیتار نغمه چې غږ یې مات شوی نه وي بل تړنګ یې نه پورته کیږي.

چې څومره د ګیتار غږ ته ورنژدې کیدم، نغمه یې سُر کیده او چې دې کور ته ورسیدم چې ګیتار پکې غږیده، ومې لید چې د سپینو څڼو هډور سړی د ټیټې جونګړې اړخ ته په چوکۍ ناست دی، په غیږ کې یې ګیتار لکه نانځکه ښکاري. ده په چمن کې په بله تشه چوکۍ کې سترګې ګنډلې دي.

زما خواته یې پام شو او د سترګو له رااړولو سره سم یې له ګیتاره ګوتې پورته کړې. زه ایسار نه شوم. خو په خامه کوڅه کې چې تل به پکې ورو وم چټک  تلم، د کوڅې له نیمایي اوښتی وم چې بیا د ګیتار نغمه جګه شوه، دا داسې نغمې دي لکه د سمندر د اوبو ټيټې څپې.

 د ګیتار د تارونو دې تړنګ لکه چې زما پښې ورکش کړې، وروګرځیدم ما ویل وبه ګورم چې هاغه تشه چوکۍ یې چاته ایښې ده. لا هاغه کور ته رسیدلی نه وم چې نغمه غلې شوه.

د دې سړی له کوره چې تیریدیم، ومې لیدل، تشه چوکۍ یې ایسته کړې وه، ګیتار یې اړخ ته ایښی و، خپله یې نرۍ مثلث حویلي ته نیغ نیغ کتل.

ما ویل پوښتنه به وکړم، خو نه پوهیدم چې د څه شي پوښتنه، که وطن وای یوه پلمه به مې لا وطندار ته جوړه وه چې سره وغږیږو. ترې تیر شوم مخامخ د کوڅې په اخره کې د لمر سترګه د ځنګله هسکو ونو پټوله، نری شمال شو، د ریبل شوي فصل تریخ بوی سپږمې راوتخنولې او پام مې شو چې زه نن له دې خامې کوڅې ژر وتلی وم او چې په ځنګله ورننوتم، فکر مې کاوه چې ډیرې پوښتنې باید وکړم، خو له چا او څه پوښتنې؟

همدا سوچ له ما ورک شو، که وتښید، که د ځنګله په منځ کې د شمال غږ ورسره یووړ، د هسکو ونو تر منځ چټک تلم…

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب