پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبتصوف او موسيقي/ عنایت الله دیدار

تصوف او موسيقي/ عنایت الله دیدار

شاعراوليكوال ملګرى داوود تپان به هروخت راپسې و،هلكه! د غني خان په يوه، يوه شعرتبصره وكړه، ما به ورته وېل: (له خره نه منطق مه غواړه) خوسړى نۀ كرارېده. په(جي،ام،اى) پروډكشن كې مې يوه ورځ له  ملګري شاعر(احسان الله درمل) سره بحث كاوۀ، په اخركې يې لكه ماچې خوشالوي ووېل:
دا خبرې چې دې وكړې همدا وليكه.زمونږ يوبل ليكوال ملګري(عاشق الله يعقوب)چې زه هم انسان يم اوهغه هم انسان دى راته ووېل، زه او ته به يوه مناظره ګۍ كوو او بيا به يې خپروو. بل ليكوال او په فلسفې مين ملګري پښتونځارهم ويلي و چې د ځينوڅيزونو په اړه به بحث كوو. له دوئ ټولونه مننه له پښتنومې ځاركړې.

د خدای په درلاسونه پورته کوم ،چې دروازې راپرانيزي. دا دى دا لړۍ شورو كوم، كه خوښه م وشوه په اړه يې راته وليكئ اوكه خوښه مونۀ شوه نو افسوس دى، چې ستاسوضايعه شوى وخت نه شم راګرځولى.
ستاسوملګرى
ديدارعنايت الله

د دې ليكنې شورو د مشرشاعر(پيرمحمدكاروان)په يوبېت كوم:

واعظه غلى شه دازړۀ رانه په بله لاړ
هغلته لرې يوچابيابنګړوته شړنګ وركړ

شړنك تش اوازدى، د يوه عمل غبرګون دى، يانې د لېلو د سپين مړوند د خوځېدوجواب دى.خو تاسو ګورئ چې اثركوي، زړۀ تخنوي،جذبې پاروي، بنده لاهو كوي، په فكركې، په ځان كې په كاېناتوكې، په رنګ كې، په نوركې، په وجد كې اوپه كېف كې. موسيقي شاېد د فطرت له پېداېښت سره سمه پېداشوې وي اودا دى له مونږ اوزمونږله فكرسره سمه راروانه ده. موسيقي د بنده په باطن اثركوي. بنده ورته كله په خپل وجود كې ناڅي اوكله هم له خپل ځانه رابهرشي لاسونه اوپښې وخوځوي،چې څوك يې ډم توب اوڅوك سماع بولي. چاترې وسيله جوړه كړې ده اوڅوك يې له هدف نه پرته په رسمياتونه پېژني.

د روم مولانا جلال الدين محمد به د وعظ پرځاى سماع كوله.هغه به د هرموزون غږ له اورېدو سره مكتب اومدرسه پرېښوول اوپرسماع به بوخت شو.

په قاموسونو كې سماع د وجد،سرور، پاى كوبۍ اولاس غورځونې په ماناراغلې ده.
مګرسماع په عارفانه اصطلاح كې هغه حالت ته وايي، چې پرعاطفي هيجاناتو او دننني شوراو وجد سره عارف ته لاس وركوي اوهغه لاس غورځونې او پاېكوبۍ ته رسوي. دغه لاس غورځونې په ښكاره د نڅا په ډول دي، چې له همدې امله ځينې علما سماع د اسلامي شريعت خلاف بولي.

سماع تقريبا د درېيمې هجري پېړۍ له پېل نه د صوفيانو په منځ كې دود شوې ده. د شېخ سعيد ابوالخېرپه اړه يونقل دى:

يوه ورځ په سماع كې و، ملابانګ وكړ، شېخ ته چا ووېل:د لمانځه ټېم دى شېخ د سماع ا وپاېكوبۍ په حالت كې ووېل:

(زه په لمانځه كې يم.)

ځينو نورو عارفانو هم سماع او نڅا مباح ګڼلې ده، چې د هغوئ په ګروهه وجد او سماع  غېر ارادي  اوالهي دي،چې عارف د يوې سندرې او يا هم يوه موزون غږله اورېدوسره ناڅاپه په سماع او وجد كې راځي.

عارف پردغه مهال پښې په ځمكه ښخوي، لاسونه اسمان ته پورته كوي او بلاخره د الهي عظمت پر وړاندې په سجده پرېوځي.

دا يوحقيقت دى، چې كله موسيقي غږيږي، نو صوفيان په وجد كې راولي.لايتناهي سوز وي،لايتناهي سرور وي، د حضرت يعقوب تنده وي، د يوسف د كميس بوى وي.الوت وي له ژوند نه د مرګ په طرف اوله مرګ نه د ابديت په لور.

يوچا ويلي و:

ټول پېدا ستا له وجوده
ټول اظهارستا د انځورکړي
خلك خپل غوږونه ګوري
چې دا چغې وهي شور کړي
مونږعقل داسې تعريفوو:

عقل هغه شى دى،چې مونږ پرې له حواسو پرته څيزونه درك كوو.ځينې خلك د خپلوحواسو په داېره كې راګير وي. له سترګو نه يې سترګې اوله غوږونو يې غوږونه ورك وي. خوځينې هغه لكه د جبران خليل طبيعت مدرسه ګڼي اودا يو حقيقت هم دى. فطرت پخپله ډېر لوى فنكاردى. كاڼي له غره راكوليږي، څوك خبردي، چې د څۀ لپاره كوليږي؟؟ شايد د موسيقۍ د غږولو لپاره!

د ونو پاڼې په جنګ وي، موسيقي غږوي، ترې لاندې ويدۀ مسافرپرېشانۍ وړى وي اوچې كله راويښ شي، نو هرڅۀ ترې هېر وي،هرڅۀ د تحت الشعورتياروته تللي وي،خويوه مستي اويوسرورحس كوي اورايادولى يې نۀ شي.

اوبه بې وجوده اوبې زبانه دي،ګوتې نۀ لري،چې سندرې وغږوي،څوك نشته دى،چې دا ارمان وكړي:

ستا د ګوتوپه پردوكې
لكه سُربنديوان نۀ شوم
(حضرت غني خان(رح))

خوبياهم غږيږي،څۀ وايي،خوڅوك پرې نۀ پوهيږي اوچې څوك دفطرت په ژبه پوه شي،نوټېګورشي،غني شي،رحمان شي،خوشال شي،غالب شي،اقبال شي او…

انسان فراري ځناوردى.هېڅكله يې هم فېصلې له خپل وجودنه  نه دي كړي بلكې دمعاشرې تراثرلاندې راغلى دى.حال دا،چې ډېرداسې څيزونه دي،چې په خپل ذات كې نه ښه دي اونه بد، بس انسان دى چې ورته پېمانه شوى دى.

زموږپه معاشره كې ډېر شيان بد دي، خوپه عېن بدوالي كې خوندوردي، ميوزېك همداسې يوڅيزدى.غږوونكى يې ډم دى، خو د اورېدونكي وجو دورته بې اختياره شي، لېونى شي، مست شي، مسرورشي،لاهو شي كه لاره او رهبر پېدا كړي، نويوڅوك ترې جوړشي اوكنه نوتش د جذبوښارپاتې شي.

همدا فراري ځناورد هرڅه لپاره پېمانه شوی دی. كريستوفرمارلو ويلي و:
(انسان د ښواوبدوپېمانه دى)

په يوه عمل كې هم كوم تاثر، كوم خيال اوكومه جذبه نشته دى.همدا د خاورو يو ژوندى څلى دى، چې د عقل تله په لاس ناست دى اوتلل كوي.
د ملاپه نصيحت به څوك غوږكيږدي؟
ترممبره چې چغارستا د پڼوځي
(صنوبرحسېن كاكاجي)

خپل وجود، خپل اختياردى.د انسان خوښه ده، چې نصيحت ته خوږ وايي اوكه چغارته؟!

شوپنهاورهم د دې عقيدې پلوى و.هغه دخپل يوه كتاب نوم(كاېنات اراده اوننداره ده) ايښى و.

حضرت ابوالمراد اميرحمزه بابا(رح)فرمايي:

دا تماشې خوستا نظرجوړوي

نوثابته شوه، چې يوڅيزبذات خود كې نۀ ښۀ دى اونۀ بد؟ انسان دى، چې هرڅۀ ته پېمانه شوى دى.

يانې هرڅۀ په انسان كې دننه دي،هېڅ څيزهم په بهركې نشته دى،هرڅۀ دانسان په ذات كې دي.

حتی د حسن په اړه فراېډ ویل: (حسن په انسان كې دننه يوتصوردى)
يانې پخپله وجودنۀ لري،چې كوم وجودورته وجودورنكړي.
داهم درواخلئ:
اى زمامغروره ياره!
زه خالق ستادجمال
داچې زه په تلاش لاړم
پوست پړاومقام مې وموند
داچې زه تږى دنورشوم
سپين ساقي اوجام مې وموند
(حضرت غني خان (رح))
حتى:
داچې زه شم دموسكوشونډولېواله
لېلاجوړه كړم دحسن معمارزه يم
(حضرت غني خان (رح))
دفلسفيانوانفسي نظريه وايي:
انسان دى،نوژوند دى،انسان دى،نوميوزېك دى،انسان دى نومينه ده انسان دى نوادب دى،انسان دى نوتاريخ دى،انسان دى نوژبې دي انسان دى نوانسان دى.
موسيقي دانسان په اندرون كې لكه دفرهادتېشه په لاس لګياوي،نقشونه جوړوي،زړه صېقل كوي،دشيرينې دترلاسه كولولپاره دخپل فن مظاهره كوي.داشيرينه څوك ده؟

اپلاتون ويلي و:
انساني روح يولافاني حقيقت دى،ده ته دهرڅۀ شي علم له ازله وي،خوپه دنياكې چې له ځينوحوادثواوتجربوسره مخ شي،نوپه يادكې يې هغه زوړعلم راتازه.

فروېډوايي،چې دانسان ذهن دواورې هغې وړې ټوټې ته ورته دى،دكومې چې يوه برخه له اوبوبهروي اونهه هغه يې تراوبولاندې وي.يانې دانسان دذهن ډېره وړه برخه بېداره اوويښه ده.اونورې هغه يې ويدې دي.كله چې انسان دخپل ذهن له ويدې برخې څخه څۀ واوري،نوفكركوي،چې كوم غېبي اوآزيې اورېدلى دى.الهام ورته شوى دى اوپه تورو خاوروكې يې خزانه موندلې ده.داهماغه شيرينه ده.په دې اړه دټالمېن خبره داورېدوده:
(ميوزېك له هغولوړهنرونوڅخه دى،چې مونږته دپټو،ناڅرګندواومبهموڅيزونورازونه راښايي)

په حالنامه كې د بايزيدانصارياپيرروښان(۹۲۵-۹۸۶هجري)د شور،شوق، سوز، وجد او جذبې حالتونه د هغه د ماشومتوب له زمانې څخه بيان شوي دي. په حالنامه كې د پيروښان د ماشومتوب يوه كيسه داسې بيانيږي:

(يوه ورځ د يوه واده په مجلس كې يو زلمى په وجدكې راغى، سازسرود غږېده، د پيردستګرحضرت بايزيدانصار جذبې راوپارېدلې اوپه وجد كې راغى. خواجه اسماعيل ته يې ووېل: (په زړۀ كې مې جذبه پېداشوې ده، زړۀ مې غواړي، چې وناڅم، خوله پلاره مې ويرېږم،هسې نۀ چې بده وګڼي. خواجه اسماعيل د پيردستګيرحضرت بايزيد روښان (رح)په حال باندې خبر و، د هغه پلارعبدالله ته ووېل، هغه په غوسه شو ويې وېل: زمونږ په قبيله كې تراوسه پورې چانۀ دي نڅلي، زه به بايزيدهېڅكله پرى نه ږدم، چې وناڅي). موسيقي غږېده او په پيردستګيرباندې جذبه غالبېده.بالاخره يې د پلارپه پښوكې سركېښود او ويې وېل: په ما باندې جذبه غالبه شوې ده، ځان نۀ شم نيولى.پير دستګيرحضرت بايزيد انصار پاڅېد او په مجلس كې په نڅاشو.)

پيرروښان د موسيقۍ په وجه مجذوب شو شوراو شوق پكى پېدا شو،په خپل ذات كې غرق شو،په كاېناتوكې غرق شو،ژونديې وموندمرګ ورته مسخره شو،الهام ورته وشو،خېرالبيان يې وليكه،حالنامه يې وليكله،مقصودالمومنين يې وليكه،خلك يې له تيارونه راووېستل،رهبرشو،ژونديې وموند،ژونديې وموند،ژونديې ومونداوژونديې وموند.

نامتوعارف اوصوفي(حضرت مولاناجلاالدين رومي) يوه ورځ دزركوبانوپه يوه كوڅه باندې تېرېدۀ په كوڅه كې يې ټك-ټك محسوس كړ،د موسيقۍ مينه يې پرې راغله عجيبه شوراو وجد ورپكې پېدا شو،څرخونه يې خوړل زركوب ورغى د مولانا په پښو كې يې سركېښود او بې خوده شو.مولانا د ماسپښين له لمانځه نه د مازديګر تر لمانځه پورې سماع وكړه.

دصوفيانوپه مجلسونوكې له سوزاوګدازاودالهي مينې نه ډك شعرونه له سازسرود سره غږول كيږي.صوفيان ورته داېره جوړوي،غلي كينې،خوناڅاپه دغه سكوت اوخاموشي ماتيږي،صوفيان په وجدكې راځي،د(شاباس)چغه كوي اوپه نڅاباندې پېل كوي.

د ميوزېك اثرژوردى،كله كله چې ورته صوفيان په سماع كې راشي،نودومره زورور وجدپرې راشي.چې ځان دخداى په درباركې كيږدي اوساه وركړي.كله چې دمستنجدخليفه په بنډاركې يوه صوفي مغني شعراورېده،بې خوده شواوپه مجلس كې يې ساه وركړه خليفه پرې ډېروژړل اوصوفيانوترسهاره پورې دهغه دجنازې ګرچاپېره رقص وكړ.

صلاح الدين زركوب وصيت كړى و،چې مړى به يې ترهديرې پورې په رقص سماع اودست افشانۍ سره وړئ.صوفيانو  دسازونو په غږولواونڅاګانو په كولوسره صلاح الدين خاوروته وسپاره اودغه شپه يې د (عرس)په نوم ياده كړه.عرس په لغت كې دوادۀ اونكاح په نوم دى اوصوفيان په دې باوردي،چې كله دعارف روح دهغه له خاورين تن نه جداشي،نوابدي سكون اوابدي جهان ته ځي اودخپل معبودخواته الوت كوي.

دا دوحدة الوجودفلسفه ده.داد(همه اوست)دعقيدې انعكاس دى.وحدت الوجوديوه صوفيانه عقيده ده،چې ددوئ په فكرهرڅۀ چې په دې دنياكې ښكاري هغه دحقيقي خالق بېلابېل شكلونه دي اودحقيقي پېداكوونكي دذات يوه برخه ده.
مولانااقبال كياني ليكي:
(ځينې خلك په دې ګروهه دي،چې انسان دعبادت اورياضت په سبب هغه ځاى ته رسيږي،چې هغه ته دكاېناتوپه هرڅيزكې خداى ښكاري اوياهغه هرڅۀ دالله پاك دذات جزګڼي.دې عقيدې ته وحدت الوجودوايي.په عبادت اورياضت كې له پرمختګ څخه وروسته انسان دالله پاك په هستۍ كې مدغم كيږي اوهغه دواړه(خداى اوانسان)يوكيږي(نعوذباالله)دې عقيدې ته وحدت الشهوديا(فنافي الله)وېل كيږي.په ډېرعبادت اورياضت سره دانسان زړۀ دومره لطيف اوسپېځلى شي،چې دالله ذات په خپله پكې ورننوزي،چې دې ته حلول هم وايي)
مولانا شېخ عبدالرحمن وايي:
(انسان درياضتونواوعبادتونوپه وسيله هغې مرتبې ته رسيږي،چې هغه ته دكاېناتوپه هرڅيزكې خداى ښكاري اوهغه هرڅۀ دخداى دذات يوه برخه ګڼي.هغوئ دهرڅه په توپيركې ورك شي،هغوئ ته يوبدكارانسان اويوبزرګ،يوه ونه  اويولړم اوهرڅۀ هرڅه بې توپيره وي،ځكه چې په هغې هرڅۀ كې خداى موجودوي(نعوذباالله))
شېخ وايي:
(دالله په اړه دصوفيانوبېلابېلې عقيدې دي.يوه عقيده دحلول ده،يانې الله په خپل كوم مخلوق كې وركوزيږي،چې دادمنصورحلاج صوفي عقيده وه)
منصوريولېونى ودمعشوق اداب يې هېركړل
منصور يو لېونى و، د مستۍ شراب يې ډېركړل
وايي مستي دا زما نۀ ده د جانان د سترګو نوردى
زماد خولې خبرې هم تورات اوهم ضبوردى
دارنګ زماد سترګونه دى رنګ دى د جانان
داشرنګ زماسينه كې د پښو شرنګ دى د جانان
منصورخوپخواډوب شوداتش نوردى دجانان

دانۀ ندى منصورنۀ دى داسروردى دجانان
شېخ عبدالرحمن بل ځای وايي:
(دوحدت الوجوديوه بله عقيده داده،چې خالق اومخلوق سره جدانۀ دي،(نعوذبالله)داعقيده له درېيمې مسيحي پېړۍ نه واخله تراوسه پورې  شته دى.)
دهندوانوپه مذهبي كتاب اپنشېد كې راځي:
(وحدت په كثرت كې نشردى اوكثرت په وحدت كې ډوب دى)
يانې په ځمکه دپرتې رڼااصلي منبع يوه ده داټولې رڼاګانې له يوې رڼانه رابېلې شوي دي اوکه څوک داصلي رڼاپه لټه وي،نومنتشره رڼادې تعقيب کړي .
په خېرالبيان کې پيرروښان فرمايي:
(اى بايزيده!كه يوريښتينى طلبګاردرته راشي اوپه صدق درنه ددې حال طلب وكړي،نوورته ووايه،چې ديوې ډېوې نه څوډېوې بلې شي)
په يوه حديث پاك كې راځي:
(الحمدالله الذي احيانابعدمااماتناواليه النشور)
ژباړه:ثناده هغه خداى لره،چاچې ژوندي كړوموږ پس له مرګه اوچاته چې موږبېرته ورتلونكي يو.
داپنشېدپه يوه بل ځاى كې راځي:
(ټول واړۀ سيندونه له لويودريابونونه پېدادي اوواپس په لويودريابونوكې ورمدغم كيږي.پرهمدې اساس مونږ له هغه نه پېدااوهغه ته ورتلونكي يو)
دوحدت الوجودپېروان وايي،چې خداى ته د رسېدو بهترينه لاره دا ده، چې انسان د انسان له لارې ورورسيږي.
خان عليين مكان حضرت خوشال خان خټك(رح)فرمايي:

د ښكلود جمال په ننداره كې مې خداى وموند
لږنۀ دي له مجازه حقيقت ته رسېدلي

ټپه ده:
خلك دپيرلاسونه نيسي
مادوړوكې نجلۍ پښې نيولي دينه

خوشال بابافرمايي:
په هرڅيزكې ننداره د هغه مخ كړم
چې له ډېرې پېدايۍ نه ناپديد شو

منصورحلاج په ځان كې موندلى و،نوغني خان(رح) هم د دې لټون ملګرى شو:
خداى مكه نشته د منصورله خولې مې واورېدل
راشه لېونيه شه د ځان په تماشه

حمزه بابا(رح)فرمايي:
د هستۍ دا خوبولې نغمې څۀ دي
خوبس داچې ته مطرب يې زه دې ساز يم.

كاروان صېب وايي:
خلك پكى خداى ګوري اوته نادان خبرهم نه
پوې به شې اولوى به شې چې سترګې د يارڅۀ مانا

رحمت شاه ساېل صېب فرمايي:
ماته كه چا ووې چې خداى چرته دى؟
زه به ګوته نيسم دا ستاسترګوته
كاروان صېب بياوايي:
خداى ديارپه سترګوكې مسكى شي راته وخاندي
غني خان له مرګ نه منكرشو،وړوكى سيند واوپه لوى درياب كې ورك شو:
ژونديې خلاص تلاش يې خلاص شولېوني هم
ستړى سرګورله په خپلوپاپويووړ
لكه ګل يې ساعت رنګ جهان ته وښود
لكه سينددرياب له خپلوچپويووړ
احمدنديم قاسمي وايي:
كون كهتاهې كه موت ايې تومرجاوګا
مين تودريا هوسمندرمې اوترجاو ګا.
پيرروښان فرمايي:
(ګورو ادميان زماپه هستي كې دي، زما هستي ده په ادميان لكه كبونه په اوبوكې او اوبه  په  كبانوكې)
پيرروښان په خېرالبيان كې فرمايي:
(ګوره!هرعلم زماله علمه دى،هرنوم زماله نومه دى،هر زور زما له زوره دى، هر اواز زما له اوازه دى،هر رنګ زماله رنګه دى، هره لويي زما له لويۍ ده، هرښاېست زماله ښاېسته دى،هره تاريكي زماله تاريكۍ نه ده، هره روښنايي زما له روښنايي ده، هرقهر زما له قهره دى،هر رحم زماله رحمته دى، زه له هرڅۀ سره يويم په تادې وي اعلام.)
په قران پاک کې راځي:
ان الله علی کل شی محيط
ژباړه: بېشکه چې خدای په ټولوڅيزونوباندې احاطه کړې ده.
تر مسيحي ميلادنه درې پېړۍ دمخه په هندوستان كې د(بهاګاواتا)فلسفه رامنځ  ته شوه،خپل نظريات يې وړاندې كړل:
-خداى بې حده نوردى.
-له كاېناتونه ماورادى.
-يودى.
-دفناوركولوتل ترتله مرجع ده.
دافلسفه وايي:
(روح د خداى پاك جزدى، مګرعېن هغه نۀ دى، د افرادو او مادي عالم روحونه نېست او فنا كېدونكي نۀ دي اوتل ترتله ژوندي دي)

بېرته راځو موسيقۍ ته هرطرف ته سازونه غږيږي. كه څوك له فطرت نه سازونه راواخلي ويې تراشي د خپل ذات رنګ پكې شامل كړي، نوهغې ته مونږ موسيقي وايو. دا موسيقي د بنده د باطن يانې استعداد، جذباتو، مينې، تفكراو…د روزلو ښه وسيله ده. په يورپ كې ځينو رواني ناروغانو ته موسيقي غږول كيږي. فطرت فنكار دى. اپلاتون په(سمپوزيم)نومې مكالمه كې وېلي و: (دا كوم حسن چې مونږ محسوسو او بيا يې تخليقوو دا د يوه پټ حسن تقيلد دى) يانې انساني فن د فطرت د حسن اوهنرتكميل كوي.

علامه اقبال وايي: (انساني فن د فطرت دفن نه ښكلى دى)يانې انسان دى، چې دفطرت تكميل كوي، هغه په خپل ذات كې رنګوي او بيا يې وړاندې كوي.
د علامه اقبال دا شعرهم د خبرې د پوخوالي دپاره وړاندې كوم:

ګرچې بې ذوق نهي هې فطرت

جواوس سې نه هوسكا وه توكر

كه څه هم فطرت بې ذوقه نه دى، خوڅه چې هغه نه شي كولى او يا په بله مانا په هغې كې نشته دى، هغه ته وكړه.
ساېل صېب وايي:
ما د فطرت له هروازه اورېدلى جانان
د فطرت هر اواز د موسيقۍ له ټبره دى او داسې هم وېلى شو،چې هره موسيقي د فطرت له ټبره ده.
چې خبره داسې ده، نو فرار ناشونى دى.انسان په څلورخواووكې راګيردى اوداسې ګيلې هم بې ډېرې بې ځايه ښكاري:

مېرې جنون كوتېرې خدايي سې هې ګيله
مېرې ليې چهارسو اپنې ليې لامكان

يانې زما د لېونتوب ستا له خدايۍ نه ګيله ده(نعوذباالله) زما لپاره څلورخواوې دي اوستا لپاره لامكان.
نوچې داسې ده:
یا
یا
یا
یا
یاهووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووو!
سبحانک لاعلمالینا الاماعلمتناانک انت العلیم الحکیم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب