د کوټې له کړکۍ يې د انګړ وره ته دوه سترګې پاتې وې..
ډکه پياله چاى يې مخې ته ايښى و، پيالې ته يې لاس کړ، چاى يې مخې ته يخ شوى و، پياله يې وچو شوندو ته ورجګه کړه ټول يخ چاى يې په سر واړوه، له سهاره يې د هېڅ څه شي څکه نه وه کړې د وره ځنځير ته يې سترګې رډې پاتې وې. پرون بيګا يې خواښې ورته ويلي و، چې سبا ته به د ډهل غږ واورې.
په کوڅه کې د ماشومانو غږ شو، دې منډه ور واخيسته د وره له سوري يې بهر وکتل، د ماشومانو له خندا او خوښيو خولې نه ټولېدلې، د کلي يو څو سپن ږيري هم ولاړ وو.خبره يې نشوه سهي کولى چې څه کيسه ده.له وره لرې شوه. تر غوږونو يې د سورني غږ شو:
«ما ګل راوړى، له شينکي باغه ما ګل راوړى»
زړه ته يې لاس ونيوه بيا يې د وره له سورى بهر وکتل. د مېړه په غاړه کې يې ګلان پراته و. خلکو اټنونه کول ځوانان ترې تاوېدل. خلکو مبارکۍ ورکولې.
له کوټې يې د شپږ مياشتي زوى د ژړا غږ شو، رامنډه يې کړه.زوى يې تي ته واچوه. د ټيکري پيڅکه يې سترګو ته ونيوله. په ستاينو کې يې خپل شپږ مياشتيني زوى ته وويل:
«پلار د کوژده وکړه»
د سندرو غږ تر کوټې راته، جګه شوه. د کوټې ور يې پورې کړ، کړکۍ يې هم بندې کړې. په کوڅه کې د سندرو غږونه يو څه په کرار شول. لمر ولوېده کوټه په تياره کېدو وه. د تاقچې له کنج نه يې ايليکين راواخيست، پلته يې ور بدله کړه ويې لګوه. د پلتې لمبې ته يې کتل سوزېده.
وروسته يې مېړه کوټې ته راننوت. له دوه سګرتو څکولو وروسته د ښځې خواته راغى. د ايليکن ړنا يې مړه کړه.
پاى
ښکلې کيسه ده. لويه نا اميدي او بې وسي پکې انځور شوې . ده.
د اجمل پسرلي په دا نوي سبک ټولې کيسې ښه خوند کوي.