پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهوحید عمر: حاضر یم خپله ټوله شتمنې د رحمت الله نبیل یو...

وحید عمر: حاضر یم خپله ټوله شتمنې د رحمت الله نبیل یو کور سره تبادله کړم

تاند(یکشنبه، د قوس ۲۳) د ولسمشر د عامه اړیکو سلاکار وحید عمر وایي، حاضر یم خپله ټوله شتمنې د رحمت الله نبیل ۵ سلنه شتمنیو یا یو کورسره تبادله کړم.

د ولسمشر عامه اړیکو سلاکار وحید عمر د ملي امنیت پخوانی رييس رحمت الله نبیل خبرو ته د ځینو حکومتي چارواکو د فساد راپورونو په تړاو غبرګون وښود.

وحید عمر د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل خبرو ته د ځینو حکومتي چارواکو د فساد د راپورونو په تړاو غبرګون سره په یوه خبري ناسته کې وویل، حاضر یم خپله ټوله شتمنې د رحمت الله نبیل ۵ سلنه شتمنیو یا یو کور سره تبادله کړم.

نبیل د لوړپوړو حکومتي چارواکو راپور په غبرګون په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو، دا مصرفونه هغه وخت کې ترسره شوي و چې د “حساب ورکو او حساب اخلو” شعار کارول کیده.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعات روز ورځپاڼې په یو افشا کوونکی راپور کې ویلي وچې ولسمشرې له ۹۱ کوډ بودجې څخه چې د قانون پر بنسټ په احتیاطي او اضطراري مواردو کې تعریف شوی دي په غیر قانوني توګه په میلیونونو افغانۍ له حکومتي چارواکو څخه ملاتړ په موخه لګول شوي دي.

په دې تړاو د ولسمشرې ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، چې په دې راپور کې سربیره پر دې چې له دقت څخه کار ندی اخیستل شوی بلکه ډیری کسان موخه ګرځول شوي او د ټولې ادارې بودجه د ادارې مسول کس پورې اړوند بلل شوې ده.

دغه راز صدیقي زیاته کړې وه چې دا بودجې کسانو ته ځانګړي شوي ندي بلکه هغه بودجې دي چې د ۹۱ کوډ له لارې ادارو ته ځانګړي کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب