یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+اسراییلي ساینسپوه: نور موجودات شته

اسراییلي ساینسپوه: نور موجودات شته

تاند- (یکشنبه، د قوس ۲۳) د اسراییل د فضايي تحقیقاتو پخوانی رييس وايي، فضايي موجودات په رښتیا شته او په کهکشانونو کې د هغوی ژوند یو علمي او ثابت شوی حقیقت دی.

د جنرال ذخیره حاییم اِشِید په وینا دا حقیقت د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې، ناسا او نورو امریکايي ساینسپوهانو له لوري ولسمشر ډونالډ ترمپ ته ویل شوی دی.

د اسراییل د فضايي تحقیقاتو دغه پخواني چارواکي اسراییلي مجلې (یدیعوت اخرونوت) ته په مرکه کې ویلي چې فضايي مخلوقات په کهکشانونو کې اوسي او د دې لپاره له انسانانو سره له تماسه ډډه کوي چې انسانان ورڅخه ونه بېریږي.

د ده په باور د مځکې اکثره انسانان د فضايي موجوداتو منلو ته تیار نه دي او دا یې حق هم دی چې په دې خبره شک وکړي.

جنرال ذخیره حاییم اِشِید زیاتوي، هغه کسان چې باید له دې موضوع خبر وي هغوی خبر دي.

حاییم اِشِید د څو لسیزو لپاره د اوفک او افق په نومونو د اسراییل د سپوږمکیو د توغولو د پروژو مسوولیت په غاړه درلود.

ده همداراز د فضايي موجوداتو او تورو سوړو (Black Holes) په اړه پراخې څېړنې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب