یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیې د افغان اردو د تجهیزولو ژمنه وکړه

ترکیې د افغان اردو د تجهیزولو ژمنه وکړه

تاند (یکشنبه د قوس ۲۳) افغان چارواکي وايي ترکیه د افغان اردو د تجهیزولو لپاره له افغانستان سره ۱۳ میلیون ډالر مرسته کوي.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې چې پرون شنبه یې خپور کړی ویلي، د افغان او ترکي استازو د مالي همکارۍ د هوکړې له مخې یاد هېواد په راتلونکیو پینځو کلونو کې له افغان اردو سره ۱۰۰ میلیون ترکې لیرې چې ۱۳ میلیونه امریکايي ډالره کېږي مرسته کوي.

په بیان کې راغلي چې یاد هېواد همدا راز ژمنه کړې چې ۱۵ میلیونه ترکي لیره چې شاوخوا دوه میلیون ډالر کېږي د افغان پولیسو او ملي اردو د روزنې او تعلیمي برخې لپاره لګوي.

سرچینه زیاتوي چې ترکیې د پخوانیو ژمنو پر خلاف دا ځل په کال کې د درې میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې یې یوازې یو میلیون ډالر مرسته کوله.

د افغانستان حکومت وایي ترکیه په سیمه کې د افغانستان نږدې متحد هېواد دی چې تل یې د افغان پوځ او افغان ځوانانو په روزنه او تحصیلاتو کې د پام وړ مرستې کړې دي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان پخوانی اردو افسران هم په ترکیه کښی روزل کیدل هغه وخت یوه غیر سیاسی
    اردو وه هو کله چه شوروی سره معمله شروع شوه اردو هم مزدوره شوه
    دا به نیک اقدام وی که غیر سیاسی اردو ولرو به پاکستان کښی تربیه شوی ملایان هم د پنجاب
    جاسوسان دی
    مونږ باید غیر سیاسی اردو او پولیس ولرو۰
    زمونږ ملایان باید دپنجاب اجنتان نه وی مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب