تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۹ مه) د فاکس نیوز خبریال ټرې ینګسټ د سپټمبر پر ۲۰مه، یکشنبه، وویل چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د ایران په اړه خبرې کړې دي.
ینګسټ د «فاکس اېنډ فرېنډز ویکېنډ» په خپرونه کې وویل، ټرمپ ورته ویلي چې د ایران په اړه «د پرېکړې په حال کې دی» او «په لنډ وخت کې به ډېر لوی بدلونونه رامنځته شي.»
د فاکس نیوز د خبریال په وینا، ټرمپ د ایران په اړه د اوس لپاره درې انتخابونه په پام کې لري، ده دا درې انتخابونه داسي بیان کړل: «یا ایران په بشپړه توګه له منځه وړو، یا پرېږدو چې له اقتصادي پلوه له منځه ولاړ شي، او یا له هغوی سره یوې هوکړې ته رسېږو.»
ینګسټ د ټرمپ له قوله ویلي: «زما پوښتنه دا ده چې ایا او کله باید ټول هېواد (ایران) له منځه یوسم؟ هغوی دې خپل چلند سم کړي.»
له پزشکیان سره د لیدنې احتمال
د فاکس نیوز خبریال وویل، له ټرمپ څخه یې پوښتنه کړې چې ایا هغه به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې پر مهال د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدو ته چمتو وي، چې ټرمپ په ځواب کې ویلي: «احتمالاً.»
ایراني چارواکو ویلي چې ولسمشر مسعود پزشکیان به د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي.
ینګسټ همداراز د امریکا د ولسمشر له قوله ویلي چې واشنګټن د یمن له حوثیانو سره پر له پسې په اړیکه کې دی او هغوی هوکړه کړې چې له امریکا سره به جګړه نه کوي.
ټرمپ فاکس نیوز ته د ایران د ځینو چارواکو په اړه ویلي: «هغوی د موږکانو په څېر پټ شوي دي.»