Homeخبرونهپه ننګرهار کې په درېیو ترافیکي پېښو کې اووه کسان مړه شوي...

په ننګرهار کې په درېیو ترافیکي پېښو کې اووه کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۹ مه) په جلال اباد کې د ترافیک پولیسو چارواکو نن (شنبې) وویل، په مړو شویو کسانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، یوه پېښه په بټي کوټ ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یو موټر له یوې ونې سره ټکر شو او له امله یې څلور ښځې مړې شوې او د موټر چلوونکی ټپي شو.

په دوو جلا پېښو کې چې یوه په جلال‌اباد ښار او بله په کوټ ولسوالي کې شوې، درې کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي دي.

د ترافیک پولیسو د دغو پېښو علت د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د ګڼ شمېر هېوادوالو ژوند اخلي. له ټاکلې اندازې د زیات سرعت، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه رعایتول د ترافیکي پېښو اصلي علتونه بلل کېږي.

د نفوس له زیاتېدو سره په افغانستان کې ترافیکي پېښې ډېرې شوي دي ځکه چې پر سړکونو بیروبار ډېر شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...