شنبه, مې 18, 2024
Homeادبشعردعبدالباري جهاني درې غزلونه

دعبدالباري جهاني درې غزلونه

چي هر څو یې لنډومه د بېلتون شپه دي اوږده سي

شپه مي سپینه ستا له یاده ورځ مي توره لکه شپه سي

ستا د ګڼو زلفو تور مي لېونتوب ته پلمه سوی

چي زه لاس په ډکومه هغه پښو ته زولانه سي

زړه مي ډک له ارمانونو یو کتاب لرم خبري 

چي دي نوم ژبي ته راسي یا غزل یا قصیده سي

زه د زړه په وینو لیکم د هجران د غزل توري

چي شرنګیږي په رباب کي جوړه مسته ترانه سي

د پیغام ژبه ګونګۍ ده له رویباره لاري ورکي

اوس به څنګه شپې ته درسم اوس به څوک درته ډېوه سي

زړه مي مه ماتوه ژونده لا مزلونه دي په مخ کي

لا پر سر لمبه لرمه چي مي پښو ته پر سجده سي

له نېستۍ به مي رقیبه د مستۍ سندري بولې

زما پر شونډو توبه وچه تاته پاته میکده سي

څو سوځلي وزرونه تش له میو ګیلاسونه

زه له شمعي سره تللی د پانوس لمبه سړه سي

چي زه نه یم په محفل کي ته به  څه وایې مطربه

د چا اور به دي په خوله وي چي سړه نغمه دي سره سي

هغه ورځ به مي سي هېره جهاني د بېلتون چیغه

چي مي هېره له جنډیو د نظمونو هدیره سي.

د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر لومړۍ نېټه   ویرجینیا


له دې مخلوق او له دې ښار سره مي نه لګیږي

د دې رنګونو له بازار سره مي نه لګیږي

پر خپلو پښو د خپل قاتل غیږي ته نه ورځمه

پر خپل جنون له دې اقرار سره مي نه لګیږي

دومره ساده نه یم چي خپل قاتل مي وستایمه

د سرو منګولو له سینګار سره مي نه لګیږي

پتڼ خو نه یم چي د عقل برخه نه لرمه

د ښکلي شمعي له انګار سره مي نه لګیږي

یوه شېبه چي دي نقاب سي د خمارو سترګو

د تورو زلفو له ښامار سره مي نه لګیږي

زه به درځم چي نه سپوږمۍ وي نه غمازي سترګي

ستا په کوڅه کي له اغیار سره مي نه لګیږي

ساقي نن مه کوه د خُم د تشیدو خبري

شپه د مستۍ ده له خمار سره مي نه لګیږي

چي نه مطرب وي نه یاران ډکي پیالې کړي تشي 

له تش چمن او لاله زار سره مي نه لګیږي

جهاني نن مي له زاهده نوې واورېدله

وايي منصور یم خو له دار سره مي نه لګیږي.

د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر څلورمه   ویرجینیا


خدایه څه بېخونده شپې دي په زړه سوړ یم له ژوندونه

چي منزل مي قیامتي سو ته یې لنډ کي دا مزلونه

نه اسمان نه مځکه وینم خړي دوړي پورته کیږي

قافله راځي ربات ته که تېر سوي کاروانونه؟

بوډا خپل نکل ته ژاړي نسته غوږ د اورېدلو

له مطربه سره نسته نوی شرنګ نوي سورونه

ما خوبونه وه لیدلي د بېړۍ د ډوبېدلو

اوس په ویښه ورته ګورم ریشتیا کیږي مي خوبونه

توره شپه ده غوړېدلې له هر څه ده ساه ختلې

میخانه ده نړېدلې   تش له میو ډک خُمونه

شپه تپېږم تر سهاره لکه مار پر زړه وهلی

د قسمت پر تور اورغوي هره ورځ ګورم فالونه

پسرلي په شپه کي راسي لکه خوب هسي تیریږي

ورځ په برخه د سیلۍ وي یو پر بل یې خزانونه

زما په یاد  هغه کیسې دي چي نیکه به مي کولې

یا مېړونه بدل سوي یا اوښتي دي وختونه

ما د نیل په خوب لیدلي ډوبېدل د فرعونانو

له  یوسف څخه به غواړم د خوبونو تعبیرونه

جهاني رامعلومیږي پاس د شفق له خوني سترګو

چي لا ګوري دې وطن ته د سکروټو سېلابونه.

د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر اوومه  ویرجینیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب