چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Home+له کرکې، کرکه" اثر ته یوه لنډه کتنه | عبدالباري جهاني"

له کرکې، کرکه” اثر ته یوه لنډه کتنه | عبدالباري جهاني”

د پورتني عنوان لاندې کتاب د لیکوال، ولي الله ملکزي د قلم او لیکوالۍ سره له ډیرې مودې آشنا یم؛ او له ده سره شخصاً له څه باندې یوه کال راهیسې پیژنم. ښاغلی ملګزی زیاتره پر مذهبي مسایلو باندې روښانوونکې لیکنې کوي او په دې برخه کي یې زیار نه دی سپمولی او زه یې لږ ترلږه دوه نور چاپ شوي کتابونه راسره لرم.

(له کرکې، کرکه) چې ډېر ښه نوم یې ورته انتخاب کړی دی او سړی له ورایه پوهیږي چي ښاغلی ملکزی هم د نورو منورو او دردېدلو افغانانو په څېر، کرکې او نفرت دردولی دی او ځکه یې نو د خپل کتاب لپاره دا عنوان انتخاب کړی دی. له کرکې، کرکه کتاب مې، چي ما ته یې د مقدمې د لیکلو لپاره رالېږلی دی، ولوست. کتاب هم په لیکل کېدلو ارزېدی او هم د لوستلو ارزښت لري. په دې کتاب کې د لیکوال د سترګو لیدلي حالات، د لیکوال مرکې او تاریخي مضامین راغلي دي، چي یوه ښه رنګینه مجموعه یې ورڅخه جوړه کړې ده.

په «زمزم کې متیازې» یو ډول عجیب غوندې عنوان ښکاري او سړی نه پوهیږي چي خدا زده لیکوال به تر دې عنوان لاندې څه لیکلي وي؟ مضمون په یوه لنډه مقدمه پیل کیږي. د شیعه توندروانو له خوا په مکه معظمه کې د جنګ د پیل کولو او په زرهاوو بیګناه کسانو د قتل کېدلو خبره راځي. دا خبرې ځکه مهمې دي چي په کعبه شریفه کې حتی د مکې معظمې په ښار کې جنګ او عداوت کول د قرآن شریف په حکم منع او ناروا دي. خو موږ ګورو چي توندروان او مقابل لوری دواړه مسلمانان دي یا لږ ترلږه ځانونه مسلمانان بولي خو د کعبې شریفې په حریم کې دننه خپلې او هم د نورو بیګناه انسانانو وینې تویوي.

له دې مقدمې څخه وروسته، لیکوال د دغه راز ناوړه او بدمرغه پیښو تاریخي سابقې ته ځي او ښيي چي، څه باندې زر کلونه مخکي، د قِرمَطي شیعه ګانو په نوم یوې ډلې څرنګه پر کعبه باندې حمله وکړه او څرنګه یې د کعبی له دېوال څخه د حَجَرُ الاسوَد مُقَدَسَه ډبره وتښتوله او تقریباً دوه لسیزې یې ورسره وساتله؟ د زمزم په مقدس څاه کې یې متیازې وکړې او مړي او هرڅه مرداری چي یې په وس کې وه، په دغه مقدس څاه کې یې واچوله.

د دې ناوړه اعمالو او مسلمان وژنې اساسي علت کرکه ده. هغه کرکه چې په دغو پیښو کې یې منطقي اساس هم نه درلود. ځکه چې دواړه لوریو قرآن شریف ته عقیده درلوده. دواړه لوریو خدای یو او لاشریک باله او دواړه لوریو حضرت رسول اکرم (ص) د پېغمبر په حیث پیژندلو. ګواکې دواړو لوریو ځانونه مسلمانان بلل او په دونه بېرحمۍ یې سره ووژل. همدغه کرکه ده چې په عام صورت د اسلام د کمزورۍ او په خاص ډول د هر ملت، په تېره افغانستان، د کمزورۍ او حتی تباه کېدلو اساسي علت دی. په دې کتاب (له کرکې، کرکه) کې داسې مضامین او مرکې راغلې دي چي هغه ښايي له کرکې سره مستقیمه اړه ونه لري؛ خو هره لیکنه چي ولوستل شي نو سړي ته، په یوه نه یوه ډول، د لیکوال دا فکر رسوي چي هغه د یوه سوله غوښتونکي سپېڅلي انسان په حیث له کرکې څخه کرکه لري.

ښاغلی ملکزی، د همدغې کرکې په ارتباط، له خپلو لوستونکو سره خپله شخصی تجربه شریکوي او پر افغانستان باندې د ثور د ماتم او بلا له نازلېدلو سره، د نورو میلیونونو افغانانو په څېر، له هیواده مهاجر کیږي او هلته ګوري چې افغانان، په داسې حال کې چې ټول له روسي یرغلګرو او کمونیستي حکومت سره د جهاد کولو شعارونه ورکوي، پر لس هاوو ډلو وېشل شوي دي. نه یوازې پر لس هاوو ډلو وېشل شوي، بلکې د هیواد پالني مفکوره کفر بولي؛ ګویا وطن پالنه د اسلام له سپېڅلي دین سره مغایرت لري؟ بیا هم د همدغې کرکې موجودیت دی چي لومړی، د ده په څېر پاک او سپېڅلي افغانان د خپل وطن پرېښودلو ته مجبوروي. وروسته ګوري همدغې کرکې چې د ځینو اساس ایډیالوژیکي اختلاف، په ځینو مواردو کې مذهبي اختلاف او په ځینو مواردو کې څرګنده خودخواهي او شخصي ګټې دی، افغانان سره وېشلي او حتی د خپلو هغو منورینو په وینو یې لاسونه سره کړي دي چي تر بل هر چا پر وطن باندي مین او خاص د جهاد او ظالم سره د جنګېدلو په غرض یې خپل خوږ هیواد پرې ایښي وو.

زه لیکوال، ولي الله ملکزي ته د دې ګټور اثر د لیکلو مبارکي وایم او لوستونکي یې لوستلو ته رابولم. د ښاغلي ملکزي د لا نورو بریاوو او فرهنګي هڅو په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب