که د فتوا په اړه بحث کېږي، نو لومړی به د دیني او مذهبي او یا هم جدي مسايلو او د نزول د اسبابو د موضوع په اساس په روايتونو او احاديثو کي د جعل او تحريف موضوع څېړل کېږي. که څه هم له رسول (ص) څخه د صحیح او معتبرو احادیثو او روایتونو توپیر د احادیثو په ټول تاریخ کي پراخ اوږدمهاله او مهم بحث دی، خو د تفسیر په اړوندو روایتونو کي د دې طبقې اهمیت هم زیات دی. د قرآن کريم د ایتونو ، په تېره بيا د وحې د وسيلو په اړه د تفسیرونو تحلیل او نقد او یا هم احاديث کتل او د هغوی پرتله خورا مهمه موضوع ده، په دې اړه د معتبرو ماخذونو په اړه تحلیلي نقد کول، ځکه معتبر احاديث نه يوازې د عملي او اخلاقي احکامو خبره کوي، بلکي د الهي کتاب د کتلو څرنګوالی هم تشريح کوي او د همدې روايتونو په پايله کي موږ د حقیقت پوهیدو ته نږدې کوي؛ خو که تحریف سوي ایتونه او احادیث، او دې ته ورته نور ټول مسایل به مو له حقیقت څخه لیري کړي. لازمه ده چي د جعل او تحریف له بحث سره سره، د احادیثو په اړه په ډېر غور سره دقت وسي او دا مهمه موضوع له بېلابېلو زاویو وڅېړل سي. آيا د نزول په اسبابو کي په روايتونو کي جعل او تحريف سته که نه؟ که دا واقع سوي وي، په کوم وخت او شرایطو کي او په کومو عواملو او انګیزو سره؟ په دیني، ټولنیزو او کلتوري مسایلو کي ئې اغیزې او پایلې څه دي؟ او په کومو معیارونو سره د جعل او تحریف توپیر کولی سو؟ او بالاخره، د دې ټولو مثالونه څه او کوم دي؟
د پورتنۍ اړتیاوو پر بنسټ،چي د هېواد تکړه مؤرخ او څېړونکي ښاغلي جهاني صاحب (چي زه ورته جراتمند لیکوال هم وایم) همدا موضوع خورا په دقت او ژوري مطالعې او د نقد په میتود څېړلې او وړاندي کړې ده. نه دا چي اړتیا وه، بلکي دا طلسم ئې هم مات کړ، چي په دې برخه کي یو لیکوال، څېړونکی او هر تکړه مؤرخ حق لري، چي دا موضوع په علمي، منطقي او معتبرو ماخذونو د تاریخي میتود په قالب او تله کي وتلي، نه دا چي ښاغلی جهاني صاحب د مسلک په لحاظ د تاریخ د برخي متخصص دی، بلکی په همدې اساس ئې تر نورو ښه څېړلای او بیانولای سي. هغه نه یوازي، چي تاریخ ئې لوستی دی، بلکي په تاریخ کي ئې بهترین اثار لیکلي دي، که ئې پر اثارو وږغېږو ممکن اصلي موضوع پاته سي خو د یادوني وړ ده، چي د څو تاریخي اثارو نومونه ئې دلته وړاندي کړو:
۱ ـ د هرات پښتانه او ستره لوبه،
۲ ـ تاریخي ترجمعې
۳ ـ تاریخي څېړني دوه ټوکه
۴ ـ د پښتو پر فوکلوري نکلونو باندي تحلیلي څېړنه
۵ ـ اسلام او تصوف
۶ -وهابیان څوک دي؟
۷ – همدا اثر (د فتوا په اړه مختصر بحث) لا چاپ نه دی
ممکن نور کتابونه ئې هم وي د تاریخ اړوند خو ما ئې پورته ټول کتابونه يې لوستي دي، خو د نورو کتابونو په اړه دلته که بحث وسي نو بیا هم اصلي موضوع پاته کېږي، موږ دلته یوازي او یوازي د جهاني وروستي اثر د فتوا په اړه د مختصر بحث پر موضوع بحث کېږي، او چي د هر کتاب په اړه بیخي ډیري خبري کېدای سي، جهاني ډیر داسي تاريخي غوندې مغتنم اثار لیکلي دي، خو اوسنۍ برخي – برخي د فتوا په اړه مختصر بحث ئې په تاند کي خپور سوی او دا دی دولسمه برخه ئې لولم، دا چي نور څوندي غځېږي او څېړل کېږي لا به ئې هم خوند و وزن درنېږي، دا کتاب په اصل کي د فتواوو تاریخ او د هغوی تحلیلي نقد دئ او هم خورا مهم دئ.
که بلي خواته وګورو ، چي علم په هره برخه کي ډېر تخصصي سوی او د مذاهبو تاریخ هم پر یوې بېلې او مستقلې څانګې بدل سوی دئ، نو ښایي یو څوک ووایي چي جهاني خو د مذهبونو د تاریخ متخصص نه دی، جهاني صاحب ځکه ددې برخي د سپړلو، تحلیلولو او نقدولو حق او هغه څانګړني لري، چي په دې برخه کي ئې ډېر کم لیکوالان، نقادان او څېړونکي لري، په اصل کي جهاني د تاریخ د برخي متخصص او تحلیلګر دئ، جهاني نه یوازي ددې برخي مثبت تحلیل ګر دئ، بلکي خپله ورسره یو معتدل او روشنفکره لیکوال او تاریخ پوه نقاد دئ. ممکن د یو تکړه مؤرخ، څېړونکي او د مذهبي مسایلو د سپړلو د لیکوال ډيري ځانګړني وي، خو فکر کوم، چي جهاني هغه ځانګړني لري، چي د هېواد او بالخصوص د پښتو په برخه کي په اوسني وخت کي دي، بل داسي شخصیت وي، چي دې تاریخي، مذهبي، تحلیلي او د نقد په میتود سره دا مهمه موضوع وڅيړي، افغانستان یوه بله داسي هستي او محقق هم لري، چي په دري ژبه کي همداسي یو روشنفکره لیکوال او څېړونکی محمدمحق دئ، چي د هغه هره لیکنه او کتابونه دلوستلو وړ وي، هغه په پوره اخلاص هڅه کړې ده، چي د دیني توندلاریتوب او تشدد تاریخ او د هغوی پلویان ئې په بشپړه ډول معرفي کړي او یادي موضوعګاني او فتواووي هم تحلیل کړي او نقد کړي دي.
پر فتوا باندي د جهاني مختصر بحث ډيري ځانګړني لري، هغه د ټولني هر حساسیت ته کتلي خو د جرآت دا فتوا ئې پر فتواوو باندي ورکړه، چي هره فتوا او هر تحریف سوی حدیث او … د ژر باور وړ نه دی، که زه ئې د هري برخي یو مثال راواخلم نو بېرېږم لیکنه به اوږده او لوستونکی به خسته سي، ښه دا بولم، چي پر فتوا باندي مختصر بحث هره برخه مطالعه سي او وړاندیز به مي دا وي، چي یاد بحث دیني مدارسو او مرکزونو ته لاره پيدا کړي، تر څو په راتلونکي کي هر یو د تکفیر توره راوانخلي او پر هر چا د کافر، ملحد و … ټاپې ونه وهي او نوري داسي تحریف سوي فتواوي صادري نه کړي.
د جهاني خواخوږي د ستایلو وړ ده په دې باوري یم، چي داسي ډیر بې ځایه کلتوري حساسیتونه به را وپارېږي خو هېله مي دا ده، چي څوندي چي ته زړه ور او دلاور ئې او په دې برخه کي ښه روان ئې همداسي روان واوسه، د یو ځوان په حیث ستاسو دغسي تحلیل، نقد او تاریخ ته سخته اړتیا ده، بې تا دي نه سو جهاني!
ستاسو فتوا پر فتواوو د تاریخ یوه تابوه ماته کړه او دا طلسم ماتول به په تاریخ کي موږ او راتلونکی نسل یاد لرو؛ مننه استاده!