چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد ملا شیرین په وسیله پاکستان ته د ملا هبت الله اخوند...

د ملا شیرین په وسیله پاکستان ته د ملا هبت الله اخوند زاده نوی پيغام

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه) د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې، د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې کندهار ته د پاکستاني شارژادافیر عبید الرحمان نظاماني سفر د دې لپاره و، چې د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده ځانګړی پيغام ترلاسه او خپلو چارواکو ته ولېږدوي.

دغې پاکستاني ورځپاڼې له زیاتو جزیاتو پرته همدومره ویلي، چې په دغه پيغام کې ملا هبت الله له پاکستان سره د تعامل لرلو او روانو ناندریو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

ویل شوي، چې هغه په دې برخه کې د اړیکو د نوي رسمي کانال د پرانیستلو هم ویلي.

څرګنده نه ده، چې له نوي رسمي کانال څخه په مشخص ډول د ملا هبت الله ادعا شوی پيغام څه دی؟

د هغه منتقدان ادعا کوي، چې ښایي هدف دا وي چې ملا هبت الله په کابل کې د ناستو طالب چارواکو پر ځای، د خپلو خاصو استازو له لارې پاکستان سره د اړیکو د بیرته ښه کېدو هڅه کوي.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي ملا شیرین اخوند دفتر روانه اوونۍ وویل، چې نظاماني دغه ولایت ته ورغلی او له ملا شیرین سره یې لیدلي.

د دغې لیدنې په تړاو بېلابېل خبرونه خپاره شوي، خو د دواړو خواوو له لوري یې مفصل معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان شارژدافېر له ملاشیرین سره د ډیورند په اړه خبرې وکړې – تاند (taand.net)

کندهار ته د پاکستاني شارژدافیر سفر او د واکمن رژیم والي سره لیدنه – تاند (taand.net)

د طالبانو د رژیم او د پاکستان د حکومت تر منخ په وروستیو کې ناندرۍ زیاتې شوې وې، خو پاکستان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره طالبان د دغو اړیکو د بیرته ښه کیدو هیله لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ د پاکستان له نوي حکومت څخه د دوی د رژیم عمده غوښتنې رسنیزې او هیله یې وښوده چې په اړه یې تفاهم او ښو پایلو ته ورسیږي.

کابل د پاکستان له نوي حکومت څخه خپلې غوښتنې اعلان کړې – تاند (taand.net)

د طالبانو لخوا د کندهار لپاره ګومارل شوی والي ملا شیرین اخوند، د طالبانو د دفاع وزارت د سراتیژیکو اړیکو مرستیال هم دی او څه موده مخکې یې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی و.

پاکستان، بیا- بیا طالب رژیم تورن کړی چې افغان خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه د دوی خلاف بریدونه سمبالیږي، خو طالب رژیم دا تورونه رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب