Homeخبرونهکابل د پاکستان له نوي حکومت څخه خپلې غوښتنې اعلان کړې

کابل د پاکستان له نوي حکومت څخه خپلې غوښتنې اعلان کړې

 تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰ که) په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ذبیح الله مجاهد، د پاکستان له نوي حکومت څخه د دوی د رژیم غوښتنې په ډاګه کړې

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزون ته وویل، چې د دوی اصلي غوښتنه د پاکستان له نوي حکومت څخه دا ده، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستو په برخه کې نرمښت راولي.

هغه دغه راز وویل، چې تمه لری یاد شوی حکومت د دواړو هېوادونو ګټې په نظر کې ونیسي، خو په ډاګه یې نه کړه چې له دغو ګټو څخه یې په مشخصه توګه تمه څه ده؟

د افغانستان – پاکستان تر منځ د سوداګرۍ غوړیدل او وده هم د طالب ویاند له نورو مهمو غوښتنو څخه ده.

د پاکستان نوي حکومت له طالب رژیم سره د خپلو اړیکو په تړاو څه نه دي ویلي.

د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف د لوړې له مراسمو مخکې په یوه وینا کې یو ځل بیا د مخکیني حکومت د دریځ په دوام ویلي وو، چې د افغانستان له خاورې دوی ته د ترهګرۍ خطر پېښ دی.

دا ډول ادعاوې مخکې د طالب چارواکو لخوا بیا- بیا رد شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...