سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+اوکراین| متقاعدجنرال دولت وزیري

اوکراین| متقاعدجنرال دولت وزیري

اوکراین د روسيې په ختیځ کې هغه هیواد دی چې شمال ته له بلا روس، د لویدیز لوري له پولینډ، سلواکیا او هنګري، د سویل لویدیز لوري څخه د رومانیا او مولداویا سره ګډه پوله لري. په سویل کې يې توره بحیره او د ازوف درياب پراته دي. پلازمینه يې د کیف ښار او رسمې ژبه يې اوکرایني ژبه ده.د ۲۰۰۱ کال د احصايې له مخې په اوکراین کې ۸ ، ۷۷ سلنه اوکراینیان، ۳، ۱۷سلنه روسان او ۹ ،۴ سلنه نور اقوام اوسیږي.

اوکراین لرغونی هیواد دی، تاریخ يې له ۸۸۲ م کال څخه پیلیږي. په دې نیټه روسیې کیف جوړ او په ۹۸۸ م کال مسیحیت ته واوښت. تر ۱۶۶۷ م کال پورې له ډیرو تړاکونو تیر شو، په پای کې په دې کال د روسي په چوکاټ کې یو خودمختاره جمهوریت شو. په ۱۹۱۷ م کال يې د خپلواکۍ اعلان وکړ. په ۱۹۱۹ م کال د شوروي اتحاد په چوکاټ کې شامل شو. په ۱۹۹۰ م کال کال د شوروي اتحاد څخه بیل شو. ټول مساحت يې ۸۲۶۳۰۳ کیلومتر مربع، نفوس يې د ۲۰۱۹ م کال د شمیرنې له مخې ۴۲۳۰۸۳۲۳ تنه دي.

له هغه نیټې چې د شوروي څخه جلا شوي دي د روسيې سره په کړکيچ کې ژوند کوی، ځکه اوکراین د ډیر ستراتیژیک موقعیت له مخې د ډیر اهمیت وړ هیواد دی. امریکا او غربیان کوښښ کوي چې د لیتوانیا، لیتویا او استونیا په څیر یې په ناتو سازمان او اروپایې اتحادیه کې شامل کړي، خو روسیه يې مخالفت کوي. همغه و چې په ١٨/ مارچ / ٢٠١٤ م کال يې کریمیا ونیوله چې په توره بحیره کې موقعیت لري. وروسته يې د اوکراین په ختیځ کې د دنسک او لوهانسک سیمې د دوه خپلواکو سیمو په نامه په رسمیت وپیژندلي او د هر ډول مرستو ژمنه يې ورسره وکړه.

د ۲۰۲۲ م کال د فیبروري میاشې په ۲۴ مه نیټه د روسيې اؤ اوکراین تر منځ جوړه پیل او تر اوسه روانه ده. د دواړو هیوادونو لپاره جګړه په ډیر لوړ قیمت جریان لري.

په ځآنګړي توګه د اوکراین لپاره يې قیمت ډیر زیات دی. د اوکراین جمهور رئیس د خپلو وژل شویو سرتيرو شمير ۳۱ زړه تنه وښود. ملکي وګړو اؤ اقتصاد ته يې ډیر زیان ورسیده. د جګړې لوری لا ښکاره نه دی. امریکا او غربي هیوادونه يې د لا تودولو لپاره پکی وهي.
وايې:
پردی غم د کلي اختر وي!

د امریکا او غربي هیوادونو په جګړه څه! ځکه همغه د دوو جنکیو تر منځ د غیږې نیولو کیسه ده، چې په هر حالت کې يې ګټه ریفري ته رسیدله.

دلته هم که اوکراین ویجاړیږي اؤ يا روسيې ته زیان رسیږي ګټه يې امریکا او غربي هیوادونو ته رسیږي.

اوږده جګړه هیوادونه په ګونډو کوي، ځکه په جګړه کې خزانه تشیږي، ځوانان وژل کیږي اؤ د هیواد اقتصادي جوړښت لمنځه ځي.

هوښیار مشران خپل هیواد له جګړې ساتي اؤ ناپوه مشران خپل هیواد د جګړې اور ته ور ټیل وهي اؤ بیا يې د پای ته رسیدلو توان په ځان کې نه ګوري.
جګړه دې ورکه شئ نوم دې ورک شئ.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    محترم جنرال صیب ښې چارې!
    -ستاسو د لیکنې په لومړۍ کرښه کښې، (اوکراین د روسیی ختیځ کې!…) لیکل شوی؛فکر کوم لویدیځ کې ده!
    -په څلورم پاراګراف کېې ((…د۲۰۲۲کال د فبروری په ۲۴د روسیی او اوکراین تر مینځ جوړه!؟پېل..)؛فکر کوم جګړه به وي…
    ***- هه حه: له دوو جنکیو مو مقصد پوټینه او زیلینسکۍ !! وې که څنګه؟؟خه حه هه؛
    او ریفری به څوک وي؟؟؟
    درنښت او په بښنه غوښتنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب